ډيووس 18 جنوری (اے پی پی)د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټېلي كميونكېشن دوهمې وزيرې انوشه رحمان هېواد كښې د انفارمېشن او كميونيكېشن ټېكنالوجۍ ودې لپاره د يونيورسل سپورټ فنډ ترمخه د پاكستان پورته كړي ګامونه رامخې ته كړي دي ۔د شورو په ورځ نړيوال اقتصادي فورم كښې د ډيجيټل سوسائټۍ يوې مهمې ناستې ته خپله وېنا كښې دې ووئيل د ډيجيټل پلېټ فام شتوالي څخه سروس ډليوري٬اي ايجوكېشن٬اي لرننګ٬اي هېلت او …
د ډيجيټل پلېټ فام شتوالي نه سروس ډليوري٬اي ايجوكېشن٬اي لرننګ٬اي هېلت او اي زراعت له آسانۍ پېدا شوي

مزید خبریں
ډيووس 18 جنوری (اے پی پی)د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټېلي كميونكېشن دوهمې وزيرې انوشه رحمان هېواد كښې د انفارمېشن او كميونيكېشن ټېكنالوجۍ ودې لپاره د يونيورسل سپورټ فنډ ترمخه د پاكستان پورته كړي ګامونه رامخې ته كړي دي ۔د شورو په ورځ نړيوال اقتصادي فورم كښې د ډيجيټل سوسائټۍ يوې مهمې ناستې ته خپله وېنا كښې دې ووئيل د ډيجيټل پلېټ فام شتوالي څخه سروس ډليوري٬اي ايجوكېشن٬اي لرننګ٬اي هېلت او اي زراعت له آسانۍ پېدا شوي او د دې لارو ترمخه دا صنعتونه د دولتونو سره په فعاله توګه كار كولې شي۔دې ووئيل د صنعت او حكومت ترجيحات هر اړخيزه پكار دي او د صنعتونو ګټې ترلاسه كولو لپاره د دولتي او شخصي همكارۍ د لارې د ګټورې همكارۍ ماډلز له وده وركول پكار دي۔دوهمې وزيرې ووئيل د حكومتونو مائيكرو پالېسي٬آؤټ لك انډسټري په دې هلو ځلو كښې مرستياله پكار ده چې ورسره به سرمايه كاري زياته شي۔دوهمې وزيرې د براډ بينډ كمېشن او ورلډ اكنامك فورم شريكه غونډه كښې هم ګډون وكړو۔د ټولو طبقو لپاره د برېښنا ليك په سرخط خاص ناسته كښې د اعلٰی كچې بحث وشو او د ډيجيټل پرمختګ او رابطو د زياتوالي جاج واخستې شو۔دوهمې وزيرې د آئي ټي يو٬يو اېن ويمن پروګرام هم ستائنه وكړه او دا يې په نړيواله ټېكنالوجۍ كښې د مېرمنو او انجينو لپاره يو مثالي او عالمګير پروګرام وګرځولو۔دې ووئيل د اربونو روپو دې پروګرامونو مقصد د آئي سي ټي سروسز رسونه٬د تربيې چارې ښه كول او مېرمنو له د جديدې ټېكنالوجۍ علم وركول دي دغسې چې دوي د معاشي پرمختګ ګټې ترلاسه كړي ٬انوشه رحمان د ورلډ اكنامك فورم ايګزېكټو چيئرمېن او منيجمنټ د اړخه د ماسخوتن مېلمستيا كښې هم ګډون وكړو۔په دې مهال د پرومپل كام ګروپ چيف ايګزېكټو افسر جين چارلي او د ټېلي نار مشرې مسز ګن ورستاد او سګووبريكي ګروپ چيف ايګزېكټو سره هم ملاقاتونه وكړل







