ډيووس 18 جنوری (اے پی پی) د علي بابا ګروپ چيئرمېن جيك ما د نړيوال اكنامك فورم پھ موقع د شورو په ورځ وزيراعظم محمد نواز شريف سره ليدلي دي او پاكستان كښې سرمايه كارۍ له يې خوښي ښكاره كړې ده ۔هغه نيغ په نيغه د بزنس وينچر ودې له د اي كامرس پلېټ فام جوړولو خوښي هم لرلې۔چيئرمېن ووئيل زمونږ هېواد پاكستان كښې د سرمايه كارۍ لويې موقعې لري …
هغه پاكستان كښې د سرمايه كارۍ او نيغ په نيغه د تجارتي وينچر لا ودې له د اي كامرس پليټ فام جوړولو خوښي ښكاره كړه

مزید خبریں
ډيووس 18 جنوری (اے پی پی) د علي بابا ګروپ چيئرمېن جيك ما د نړيوال اكنامك فورم پھ موقع د شورو په ورځ وزيراعظم محمد نواز شريف سره ليدلي دي او پاكستان كښې سرمايه كارۍ له يې خوښي ښكاره كړې ده ۔هغه نيغ په نيغه د بزنس وينچر ودې له د اي كامرس پلېټ فام جوړولو خوښي هم لرلې۔چيئرمېن ووئيل زمونږ هېواد پاكستان كښې د سرمايه كارۍ لويې موقعې لري چا چې د پاكستان د معاشي پرمختګ غوره جاج اخستې۔هغه ووئيل د چائنه پاكستان اكنامك كورېډور څخه سيمې له پھ زړه پورې موقعې پھ لاس ورغلي چې ورسره به لويې اقتصادي هلې ځلې راپېدا شي۔وزيراعظم جيك ما له زر تر زره د پاكستان راتللو بلنه وركړې كومه چې هغه قبوله كړه او هغه وزيراعظم له هم بلنه وركړه چې ګوانګ ژو كښې د هغوي د كمپنۍ دفتر څارنه وكړي۔هغه ووئيل دا وخت په نړۍ كښې 6 كروړه كمپنۍ كار كوې او دې نه ګټه پورته كوي او د پرمختګ كوونكو هېوادونو ګټې له د سمال اينډ مېډيم انټر پرائزز په لړ كښې د سرمايه كارۍ كولو پلان لرو۔علي بابا يوه چينائي كمپني ده كومه چې د وېب پاڼې د لارې كنزيومر ټو كنزيومر٬بزنس ټوكنزيومر او بزنس ټو بزنس سېل سروسز وړاندې كوي۔كمپني اليكټرانك پيمنټ٬شاپنګ سرچ انجن او دېټا سنټرك كلاؤډ كمپيوټنګ سروسز هم وړاندې كوي۔دې ډلې په 1999 كښې كار پېل كړې ؤ چې كله جېك ما د وېب پاڼې علي بابا۔com بنياد پرانسته كړې وه دغسې چې د چينائي كمپنو د سمندر پورې اغستوونكو سره تماس قائم شي







