د پاك پوځ سر لښكر جنرال قمر جاوېد باجوه سره د متحده عرب امارات سفير عيسٰی عبدالله الباشا النعيمي وليدل

پینډۍ 18 جنوري (اے پي پي) د پاك پوځ سر لښكر جنرال قمر جاوېد باجوه سره د متحده عرب امارات سفير عيسٰی عبدالله الباشا النعيمي ليدلې دي ۔ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو غور وشو۔د آئي اېس پي آر له مخې د ملاقات پھ مهال د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه قندهار چاودنه كښې د يو اے اي وګړو په مړينه د غمرازۍ څرګندونه كړې ده ۔ده …

پینډۍ 18 جنوري (اے پي پي) د پاك پوځ سر لښكر جنرال قمر جاوېد باجوه سره د متحده عرب امارات سفير عيسٰی عبدالله الباشا النعيمي ليدلې دي ۔ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو غور وشو۔د آئي اېس پي آر له مخې د ملاقات پھ مهال د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه قندهار چاودنه كښې د يو اے اي وګړو په مړينه د غمرازۍ څرګندونه كړې ده ۔ده پاكستان كښې بېلو مرستو زياتولو په اړه د يو اے اي سفير كردار وستائېلو۔د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه فاټا او كے پي كے كښې د پرمختيائي كارونو لپاره د يو اے اي په مرسته د متحده عرب امارات سفير مننه وكړه۔د متحده عرب امارات سفير د ترهه ګرۍ او شرخوښۍ په ضد د پاك پوځ كردار وستائېلو او وې وئېل متحده عرب امارات به منطقه كښې د امن او څوكالۍ لپاره په ګډه كار كوي