د او آئي سي د خارجه وزيرانو كونسل غېر معمولي غونډه به د زيارت په ورځ كوالالمپور كښې كېږي

اسلام آباد 18 جنوري(اے پي پي) د او آئي سي د خارجه وزيرانو كونسل غېر معمولي غونډه به د زيارت په ورځ د ملائزيا په پايه تخت كوالالمپور كښې كېږي۔ د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز به د پاكستاني پلاوي مشري كوي۔ دا غېر معمولي غونډه د ملائزيا حكومت په خواست رابللې شوې چې پكښې به د روهنګيا د مسلمانانو په صورتحال غور كولې شي ۔ د شورو …

اسلام آباد 18 جنوري(اے پي پي) د او آئي سي د خارجه وزيرانو كونسل غېر معمولي غونډه به د زيارت په ورځ د ملائزيا په پايه تخت كوالالمپور كښې كېږي۔ د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز به د پاكستاني پلاوي مشري كوي۔ دا غېر معمولي غونډه د ملائزيا حكومت په خواست رابللې شوې چې پكښې به د روهنګيا د مسلمانانو په صورتحال غور كولې شي ۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې غونډه كښې به د تشدد بنيادي وجوهات لري كولو او د بې كوره شويو د ستېدو او آبادولو لپاره په اقداماتو هم زور رواړلې شي۔ وياند ووئيل پاکستان د روهنګيا مسلمانانو معامله په بېلا بېلو نړيوال فورمز پورته كړې او په او آئي سي هم د دغه مسلمانانو د ستونزو ازالې له په ګامونو پورته كولو زور رواړې ٶ۔ وياند ووئيل چې وزیر اعظم نواز شریف د بشري خواخوږۍ په بنياد د روهنګيا ځپليو مرستې له د 5 مېليونه ډالرو وريژو لېږلو اعلان هم كړې ٶ۔ هيله ده چې د او آئي سي د خارجه وزيرانو كونسل به په غېر معمولي غونډه كښې د روهنګيا اقليتي مسلمانانو صورتحال پحقله حتمي اعلاميه جاري كړې كومه چې به د خارجه وزيرانو د كونسل په غونډه كښې وړاندې كولې شي