د مذهبي همغږۍ دوې لپاره د حكومتي اقداماتو په سبب په نړيواله كچه د پاكستان تشخص ښه شوې۔كامران مائيكل

اسلام آباد 18 جنوري (اے پي پي)د بشري حقونو وفاقي وزير سناتور کامران مائیکل وئيلي دي اوسني حكومت د وزیراعظم محمد نواز شریف د وژن له مخې په ترجيحي بنيادونو د مذهبي همغږۍ ودې او نور بشري حقونو او په خاص توګه د مېرمنو ٬ ماشومانو او اقليتونو تحفظ له كوټلې قانون سازي كړې او د عمل درآمد په سبب په نړيواله كچه د پاكستان تشخص ښه شوې۔د شورو په …

اسلام آباد 18 جنوري (اے پي پي)د بشري حقونو وفاقي وزير سناتور کامران مائیکل وئيلي دي اوسني حكومت د وزیراعظم محمد نواز شریف د وژن له مخې په ترجيحي بنيادونو د مذهبي همغږۍ ودې او نور بشري حقونو او په خاص توګه د مېرمنو ٬ ماشومانو او اقليتونو تحفظ له كوټلې قانون سازي كړې او د عمل درآمد په سبب په نړيواله كچه د پاكستان تشخص ښه شوې۔د شورو په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئيل د پاكستان آئين وګړو ته د فرق نه غېر د حقونو ضمانت وركوي او په دې لړ كښې د بشري حقونو وزارت ٬ مېرمنو ٬ ماشومانو او اقليتونو ته حقونو په وخت وركولو له صوبو سره په ګډه ټاكلي شوي هدفونه ترسره كولو له كار كوي۔ ده ووئيل د هندو ټولنې تحفظات لرې كولو له د پاكستان حكومت هندو مېرج اېكټ قامي اسمبلۍ څخه پاس كړې او دې سره سره حكومت د اقليتي ټولنې نور تحفظات لرې كولو له قانون سازي كوي۔