بي آئي اېس پي څخه د استفاد كونكو شمېره 17 لكه نه 54 لكه ته ورسېده۔ ماروي مېمن

اسلام آباد ۔ 17 جنوری (اے پی پی)د بېنظیر انکم سپورټ پروګرام چیئرپرسن ماروي مېمن وئيلي دي بي آئي اېس پي څخه د استفاده كونكو شمېره 17 لكه نه 54 لكه ته رسېدلې۔ راډيو پاكستان سره په خبرو كښې دې ووئيل د بي آئي اېس پي د كار دائره پراخه كړې شوې چې ورسره د پروګرام ګټې زياتې شوې۔دې ووئيل حكومت هېواد د اسلامي فلاحي رياست جوړولو سره سره د …

اسلام آباد ۔ 17 جنوری (اے پی پی)د بېنظیر انکم سپورټ پروګرام چیئرپرسن ماروي مېمن وئيلي دي بي آئي اېس پي څخه د استفاده كونكو شمېره 17 لكه نه 54 لكه ته رسېدلې۔ راډيو پاكستان سره په خبرو كښې دې ووئيل د بي آئي اېس پي د كار دائره پراخه كړې شوې چې ورسره د پروګرام ګټې زياتې شوې۔دې ووئيل حكومت هېواد د اسلامي فلاحي رياست جوړولو سره سره د سماج تحفظ او په معاشي استحكام باور لري ۔ دې ووئيل بېنظیر انکم سپورټ پروګرام د لارې د هېواد څخه د بې وسۍ شرح كمه شوې ٬ د فنډز 80 فيصده بې وسه خلقو ته خوراك څښاك وركولو لپاره كارولې كېږي ۔ ماروي مېمن زياته كړه چې اداره سكولونو كښې د ماشومانو اندراج ښه كولو له هم هڅې كوي