اسلام آباد 18 جنوری (اے پی پی) پخواني سفیر علی سرور نقوی وئيلي دي هند د نیوکلیئر سپلائر ډلې د رکنیت اهلیت نه لري۔ راډيو پاکستان سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل د امریکې لخوا د هند د نیوکلیئر سپلائیر ډلې رکنیت ملاتړ كول سم عمل نه دې ځكه چې هند يو جنونی هېواد دے او هند څخه د سيمې ځينو هېوادونو ته خطر دے۔ علی سرور نقوی ووئيل …
هند د نیوکلیئر سپلائر ډلې رکنیت اهلیت نه لري۔علی سرور نقوی

مزید خبریں
اسلام آباد 18 جنوری (اے پی پی) پخواني سفیر علی سرور نقوی وئيلي دي هند د نیوکلیئر سپلائر ډلې د رکنیت اهلیت نه لري۔ راډيو پاکستان سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل د امریکې لخوا د هند د نیوکلیئر سپلائیر ډلې رکنیت ملاتړ كول سم عمل نه دې ځكه چې هند يو جنونی هېواد دے او هند څخه د سيمې ځينو هېوادونو ته خطر دے۔ علی سرور نقوی ووئيل چین په اصولو عمل كونكې هېواد دے د چين لخوا د هند ته نیوکلئیر سپلائیر ډلې رکنیت وركولو مخالفت يو سم ګام دے۔ ده ووئيل نیوزی لینډ،آسټریا، او تركيه هم د دې رکنیت په ضد دي۔ يادو شويو هېوادونو وئيلي دي كه هند د رکنیت ضرورتونه ترسره كوي نو د نیوکلیئر سپلائر ډلې د غړيتوب ترلاسه كولو اجازه دې وركړې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل هند په مقبوضه کشمیر كښې په بې ګناه وګړو ظلمونه كوي او نړيواله ورورولي د دې د مخالفت کولو په ځائې دا د پاکستان او هند ترمينځه كورنۍ مسئله ګرځوي۔







