اسلام آباد 17 جنوری (اے پی پی)د مسلم ليګ(ن)لارښودو دانيال عزيز او ډاكټر مصدق ملك وئېلي دي وزيراعظم د عدالت نه استثنٰی نه ده غوښتې٬وزيراعظم اولس او عدالت ته خپل ځان وړاندې كړې٬د آئين دفعه 248 ترمخه وزيراعظم او ټول پارلمان استثنٰی لري٬عمران خان د ګرګټ غوندې رنګ بدلوي٬دروغ وائې او په مېډيا شور كوي٬د اقتدار په خاطر د قانون خلاف ورزي كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه دوي د نهې په …
وزيراعظم د عدالت نه استثنٰی نه ده غوښتې٬وزيراعظم اولس او عدالت ته خپل ځان وړاندې كړې

مزید خبریں
اسلام آباد 17 جنوری (اے پی پی)د مسلم ليګ(ن)لارښودو دانيال عزيز او ډاكټر مصدق ملك وئېلي دي وزيراعظم د عدالت نه استثنٰی نه ده غوښتې٬وزيراعظم اولس او عدالت ته خپل ځان وړاندې كړې٬د آئين دفعه 248 ترمخه وزيراعظم او ټول پارلمان استثنٰی لري٬عمران خان د ګرګټ غوندې رنګ بدلوي٬دروغ وائې او په مېډيا شور كوي٬د اقتدار په خاطر د قانون خلاف ورزي كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه دوي د نهې په ورځ خبري كنفرنس ته وكړه۔په دې موقع ډاكټر مصدق ملك ووئيل د مېډيا په ځينو برخو كښې دا خبر بيا بيا رامخې ته كېږي چې وزيراعظم د آئين دفعه 248 ترمخه استثنٰی غوښتې خو داسې څه خبره نشته او نه وزيراعظم استثنٰی غوښتې ده ۔ده ووئيل د پخواني اولس مشر په ضد چې كله مقدمه روانه وه نو هغه هم استثنٰی غوښتې وه۔ده ووئيل پارلماني لارښود د باچاهۍ څخه ساتنې له هغوي له دا حق وركړې شوې وو۔وزيراعظم او پارلماني لارښودو ته دا استحقاق ترلاسه دے او دا استحقاق څوك هم نشي ختمولې۔ده ووئيل عدالت كښې د حقيقت او قانون ترمخه خبره كول وي څوك چې تور لګوي هغه ثبوت وړاندې كوي خو پي ټي آئي د ثبوت په ځاې دروغ وائي او په مېډيا شور كوي۔ده ووئيل د پي ټي آئي لارښود مونږ ته وائي چې تاسو د قانون شاته پټېږۍ نو مونږ هغوي ته وايو كه تاسو څوك مجرم ثابتول غواړۍ نو ثبوت به وړاندې كوې۔ده ووئيل كه مونږ د قانون لار نه خپلوؤ نو د څه سهارا واخلو٬د كنټينر٬د ترهه ګرۍ٬ يا لاريونونو٬ ده ووئېل مونږ د آئين او قانون پاسداري كوو او د قانون ترمخه مخ په وړاندې ځوو۔په دې موقع دانيال عزيز ووئيل د نن په كاروائۍ كښې پھ ټېكسونو خبره شوې۔ده ووئيل يونين بانك آف سوئټرزلينډ ترمخه د دوو قسطونو تفصيل هم وړاندې كړې شوې او دا خبره منلې شوې چې ثبوت او مني ټريل شته۔ده ووئيل پي ټي آئي لارښود د 1980 نه تراوسه ثبوتونه غواړي كوم ثبوت چې مونږ لرو هغه وړاندې كوو







