اسلام آباد ۔ 16 جنوری (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار خزانه وزارت كښې د هېواد په بېلا بېلو سيمو كښې د اوسنو بارانونو څخه وروستو كروندې لپاره د سرې د طلب او رسد جاج اخستو له د يوې غونډې مشري وكړه كومه كښې چې د پټروليم وفاقي وزير شاهد خاقان عباسی، د خزانې سېكتر او نورو اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ د صنعت او پېداوار او …
د وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار په مشرۍ كښې د سرې طلب او رسد جاج اخستو غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 16 جنوری (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار خزانه وزارت كښې د هېواد په بېلا بېلو سيمو كښې د اوسنو بارانونو څخه وروستو كروندې لپاره د سرې د طلب او رسد جاج اخستو له د يوې غونډې مشري وكړه كومه كښې چې د پټروليم وفاقي وزير شاهد خاقان عباسی، د خزانې سېكتر او نورو اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ د صنعت او پېداوار او د قامي خوراك او امنيت سېكترانو غونډه كښی ګډون كوؤنكو ته د ځائي او امپورټډ سرې په اړه بشپړ بريفېنګ وركړو۔ غونډې ته ووئيلې شو د مقامي پېداوار سره سره د 2 لكهه 50 زره مېټرك ټنه امپورټډ يوريا زياتې سټاك هم موجود دے او كروندګرو ته د بورۍ په سره 12 سوه روپۍ سبسډي وركولې شي۔ د خزانې وفاقي وزير هېواد كښې د سرې سټاك په شتوالي د اطمينان څرګندونې سره چارواكو ته ووئېل د وزيراعظم په امر كروندګرو له د فرټېلائزر پرله پسې رسنه باوري كړئ۔







