
لندن 26 نومبر (اے پي پي) د انګلېنډ کرکټ بورډ د سري لنكا دورې لپاره د شېډول اعلان كړے٬ د انګلستان لوبډله به راتلونكي كال مارچ كښې د سري لنكا دوره كوي او هلته به د دوه ټېسټ مېچونو سيريز كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه وړومبې ټېسټ مېچ به د 19م نه تر 23 مارچ په ګال لوبغالي كښې او دوېم ټېسټ مېچ به د 27م نه تر 31م مارچ په آر پريماداسا لوبغالي كولمبو كښې كېږي۔ د ټېسټ مېچ سيريز نه وړاندې به انګلش لوبډله دوه ټور مېچونه هم كوي