پېنډي 23 ستمبر (اے پي پي)امنيتي ځواكونو د بلوچستان بيلو سيمو كښې په موثر كاروائيو كښې د هند په سرپرستۍ كښې فعاله په مجموعي توګه 19 ترهه ګر وژلي دي او د سختو ډزو په تبادله كښې د خوږ هېواد يو بمېړنے زوې شهيد شوے۔د پاك پوځ اولسي اړيكو څانګې(آئي ايس پي آر)له مخې د كوئټه ضلعې په شعبان سيمه كښې امنيتي ځواكونو د ستمبر په 21مه نيټه نه …
بلوچستان كښې د امنيتي ځواكونو لويې كاروائي٬ د هند په سرپرستۍ كښې فعاله 19 ترهه ګر ووژل شول٬نائب صوبيدار محمد جميل شهيد٬آئي ايس پي آر

مزید خبریں
پېنډي 23 ستمبر (اے پي پي)امنيتي ځواكونو د بلوچستان بيلو سيمو كښې په موثر كاروائيو كښې د هند په سرپرستۍ كښې فعاله په مجموعي توګه 19 ترهه ګر وژلي دي او د سختو ډزو په تبادله كښې د خوږ هېواد يو بمېړنے زوې شهيد شوے۔د پاك پوځ اولسي اړيكو څانګې(آئي ايس پي آر)له مخې د كوئټه ضلعې په شعبان سيمه كښې امنيتي ځواكونو د ستمبر په 21مه نيټه نه په انټيلي جنس بيسډ كليئرنس آپريشن په كاميابۍ سره روان دے۔د آپريشن په مهال امنيتي ځواكونو د ترهه ګرو ګڼ شمېر اډې تباه كولو سره كليئر كړي دي چرته چې د سختو ډزو تبادلې په نتيجه كښې د هند په سرپرستۍ كښې فعاله 13 ترهه ګر ووژل شول۔كليئر كړے شوو اډو څخه په لويې مقدار وسله٬چاودېدونكي توكي هم برآمد شوي۔د آئي ايس پي آر وينا ده په سيمه كښې د ترهه ګرۍ تر بشپړه خاتمه كليئرنس آپريشن به روان وي۔بلخوا امنيتي ځواكونو په 22 او 23 ستمبر كيچ ضلع او د كوئټې ويسټ كښې په استخباراتي اطلاعات ګڼ شمېر كاروائي كړي چې په كښې سختو نښتو كښې نور 6 ترهه ګرو وژلي شوي او وسله او چاودېدونكي توكي برآمد شوي۔د سختو ډزو تبادلې په مهال د خوږ هېواد دفاع كښې په بهادرۍ سره جنګېدونكے يو 39 كلن نائب صدبيدار محمد جميل شهيد شو۔ د شهيد نائب صوبيدار تعلق تونسه شريف٬ډېره غازي خان څخه ؤ ۔ آئي ايس پي آر واضحه كړې چې د عزم استحكام وژن له مخې په غېر ملكي سرپرستۍ كښې د روانې ترهه ګرۍ په ضد كاروائي به د كوم امتياز نه غېر روانه وي۔امنيتي ځواكونه او د قانون نافذ كوونكې ادارې د هېواد څخه د ترهه ګرۍ بشپړه خاتمې عزم لري۔









