نيويارك 23 ستمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي د موسمياتي بدلونونو په موثر ډول مخنيوي لپاره د هېواد وسائل فعاله كول او مالياتي ګنجائش مستحکم ساتل هم ضروري دي۔ دا خبره د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ كلنې غونډې په مهال نړيوال اقتصادي فورم فنانسنګ پلينټ اينډ پراسپيريټي غونډه كښې د ګډون په مهال كړې۔ ده پاکستان ته په رامخې ته موسمياتي …
د موسمياتي بدلونونو په موثره ډول مخنيوي لپاره د هېواد وسائل فعاله كول او مالياتي ګنجائش مستحکم ساتل ضروري دي۔ د محمد اورنګزيب په نيويارك كښې وېنا

مزید خبریں
نيويارك 23 ستمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي د موسمياتي بدلونونو په موثر ډول مخنيوي لپاره د هېواد وسائل فعاله كول او مالياتي ګنجائش مستحکم ساتل هم ضروري دي۔ دا خبره د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ كلنې غونډې په مهال نړيوال اقتصادي فورم فنانسنګ پلينټ اينډ پراسپيريټي غونډه كښې د ګډون په مهال كړې۔ ده پاکستان ته په رامخې ته موسمياتي خطرو او د آفتونو مخنيوي په اړه په حكومتي اقدامات د خيالاتو څرګندونه وكړه او پاکستان ته د موسمياتي بدلونونو له امله د رامخې ته شديد خطرو، په خاص توګه د سيلاب څخه بنيادي ډھانچې او ابادۍ ته په رسېدلو زيانونو يې رڼا واچوله۔ د خزانې وزير د آفتونو مخه نيوي نظام، د پېشګي خبرداري نظام او د موسمياتي سرمايه کارۍ منصوبو لا موثره كولو لپاره د حکومت په اقدامات رڼا واچوله۔ ده زور راوړو چې بهرني مالي معاونت سره سره د هېواد وسائل متحرك كول او د مالياتي ګنجائش مستحکم ساتل هم ضروري دي۔ ده د اېډ، موسمياتي موافقت او د بحالۍ او بيا رغونې لپاره د نړيوال بېنك، اسيائي پرمختيائي بېنك او د نړيوال کيپټل مارکيټس د لارې مالي وسائلو د ترلاسه كولو اقدامات هم ذكر وكړو۔ د خزانې وزير ووئيل په دې لړ كښې د بې غورۍ ګنجائش نشته او د نړيوال موسمياتي فنډز پشمول د ګرين کلائميټ فنډ او د لاس اينډ ډيميج فنډ په جوړولو يې هم زور راوړو









