وزيراعظم د حق پرمختګ په اړه نړيوالي لوظنامي زر تر زره خپلولو ملاتړ پخلے٬بايد د پرمختګ مقصد يواځې دولت پېدا كول نه وي٬ سماجي پرمختګ او بشري وقار تحفظ باوري كړې شي۔وزيراعظم محمد شهباز شريف

  نيويارك 23 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د حق پرمختګ په اړه د نړيوالې لوظنامې زر تر زره خپلولو ملاتړ پخلي سره ووئيل بايد د پرمختګ مقصد يواځې دولت پېدا كول نه وي بلكه سماجي پرمختګ او بشري وقار تحفظ باوري كړی شي٬پاكستان كښې وضع كړې شوې پرمختګ ډهانچه معاشي بدلونونو په پروژو اډانه ده چې پكښې برآمدات كښې اضافه٬ډيجيټل ټېكنالوجۍ وده٬موثره موسمياتي اقدامات او توان …

 

نيويارك 23 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د حق پرمختګ په اړه د نړيوالې لوظنامې زر تر زره خپلولو ملاتړ پخلي سره ووئيل بايد د پرمختګ مقصد يواځې دولت پېدا كول نه وي بلكه سماجي پرمختګ او بشري وقار تحفظ باوري كړی شي٬پاكستان كښې وضع كړې شوې پرمختګ ډهانچه معاشي بدلونونو په پروژو اډانه ده چې پكښې برآمدات كښې اضافه٬ډيجيټل ټېكنالوجۍ وده٬موثره موسمياتي اقدامات او توان ډهانچه كښې ښه والې راوستل شامل دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د ملګرو ملتونو هيډكوارټرز كښې د ډيكليريشن آن رائټ ټو ډوېلپمنټ 40مه سالګره اعلٰی كچ غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ده ووئيل چې د حق پرمختګ له مخې هر وګړې دا حق لري چې هغه يو ښه سباؤن ولټوي او د هر قوم دا حق دے چې هغه د سباؤن تعمير لپاره ضروري وسائل ولري۔ده ووئيل چې 40 كاله وړاندې د حق پرمختګ اعلاميې انسان د پرمختګ په مركز كښې ساتلو سره د دې خبرې توثيق كړی چې پرمختګ د اولس ناقابل تنسيخ حق دے٬د دې پېغام ډېر مهم و۔محمد شهباز شريف وئېلي دي چې د پرمختګ مقصد محض دولت پیدا كول نه دي پكار بلكه دوي له سماجي پرمختګ او بشري وقار تحفظ  باور كول پكار دي۔ده ووئيل چې افسوس سره وئېلې كيږي۔ده ووئيل چې موسمياتي آفتونه د كلونو محنت څخه ترلاسه شوې پرمختګ ميوې ختموي او ټېكنالوجۍ كښې عدم مساوات پخوانې معاشرتي او اقتصادي فاصلې يو نوې ډيجيټل دور كښې منتقل كولو خطره پېدا كوي۔وزيراعظم ووئيل چې يو داسې حق حقيقت كښې بدلولې نه شي تر څو چې دې ته عملي جامې ورچولو ذريعې ورنه كړی شي۔لهذا يو فعاله انو موثر حكومت عملي اختيارولو ضرورت دې۔ده ووئيل پاكستان كښې زمونږ د پرمختګ هڅې  د هېواد ضروريات له مخې تيار كړې شوې معاشي بدلون په پروژه اډانه ي كوم كښې چې برآمدات كښې اضافه٬ډيجيټل ټېكنالوجيز خپلول٬موثر موسمياتي اقدامات٬توان بنيادي ډهانچه كښې ښه والې او مساوات و خپلواكه كول شامل دي۔چين پاكستان اقتصادي راهداري د دې ايجنډې تكميل كښې معاون دے۔ده ووئيل چې پاكستان حق پرمختګ په اړه نړيوال عند نامه زر تر زره خپلولو هم ملاتړ كوي۔وزيراعظم ووئيل چې د پرمختګ حقيقي پيمانه دا نه چې نړۍ څومره مخ په وړاندې ځي بلكې دا ده چې انسانيت په اجتماعي توګه تر كوم حد يوځاې مخ په وړاندې ځي٬راځۍ چې دا سالګره  د دې لمحے يو علامت جوړ كړو٬ تر څو چې مونږ  د محض اعلاميې څخه مخ په وړاندې بوتللو عملي اقدامات پلو قدم واخلو۔

مزید خبریں