نيويارك 23 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د كوئټې ضلعې شابان سيمه كښې د آپريشن په مهال د 13 ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئئېل د كيچ ضلعې او كوئټې ويسټ كښې د انټيلي جنس بيسډ آپريشن په مهال نور 6 ترهه ګرو …
وزيراعظم محمد شهباز شريف د كوئټې شابان سيمه كښې د آپريشن په مهال د 13 ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې

مزید خبریں
نيويارك 23 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د كوئټې ضلعې شابان سيمه كښې د آپريشن په مهال د 13 ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئئېل د كيچ ضلعې او كوئټې ويسټ كښې د انټيلي جنس بيسډ آپريشن په مهال نور 6 ترهه ګرو وژل زمونږ د امنيتي ځواكونو د كاميابې تګلارې ثبوت دے۔وزيراعظم شهيد صوبيدار محمد جميل ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د شهيد صوبيدار محمد جميل قربانۍ د قام لپاره د وياړ وړ ده ۔وزيراعظم د شهيد صوبيدار محمد جميل كورنۍ سره د يو والي او غمرازۍ څرګندونه وكړه۔وزيراعظم ووئيل د ترهه ګرۍ تر بشپړه خاتمې به د امنيتي ځواكونو او قانون نافذ كوونكو ادارو كاروائۍ روانې وي۔غېر ملكي سرپرستۍ او معاونت څخه د كېدونكې ترهه ګرۍ به هر قيمت خاتمه كولې شي۔ده ووئيل قام د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د خپلو بهادرو امنيتي ځواكونو او قانون نافذ كوونكو ادارو سره ولاړ دے۔









