اسلام آباد 11جنوری(اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي د پاكستان او عمان ترمينځه دوه اړخيزه اړيكې په شريك كلتور٬تاريخ او ورثه تړلې شوي دي ٬پاكستان اومان سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي۔ده دا خبره ايوان صدر كښې د عمان سټېټ كونسل چيئرمېن ډاكټر يحيٰی بن محفوظ بن سالم المنذري پھ مشرۍ كښې پلاوي سره ملاقات كښې وكړه۔اولس مشر ووئيل د پارلماني پلاويو تګ راتګ سره د دواړو هېوادونو پارلماني …
د پاكستان او عمان دوه اړخيزه اړيكې په شريك كلتور٬تاريخ او ورثه تړلې دي٬پاكستان عمان سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي

مزید خبریں
اسلام آباد 11جنوری(اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي د پاكستان او عمان ترمينځه دوه اړخيزه اړيكې په شريك كلتور٬تاريخ او ورثه تړلې شوي دي ٬پاكستان اومان سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي۔ده دا خبره ايوان صدر كښې د عمان سټېټ كونسل چيئرمېن ډاكټر يحيٰی بن محفوظ بن سالم المنذري پھ مشرۍ كښې پلاوي سره ملاقات كښې وكړه۔اولس مشر ووئيل د پارلماني پلاويو تګ راتګ سره د دواړو هېوادونو پارلماني لارښود د يو بل تجربو څخه ګټھ پورته كولې شي او دې سره به شريكې رابطې لا قوي شي۔ده ووئيل پاكستان نړيوال او سيمه ايز امن او استحكام په لړ كښې د عمان د كردار قدر كوي۔ اولس مشر ووئېل دواړه هېوادونه په بېلو سيمو ايزو او نړيوالو مسئلو يو ډول دريځ لري كومه چې د دواړو هېوادونو لپاره ګټوره خبره ده۔ده ووئيل د عمان سول او ملټري ا فسران د پاكستان عسكري او سول تربيتي ادارو څخه استفاد كولې شي۔اولس مشر ممنون حسېن ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه دفاعي مرسته د اطمينان وړ ده او دا لا د پراختيا ګنجائش لري۔د عمان په وسله وال پوځ كښې پاكستانيان په ګڼ شمېر خذمات ترسره كوي۔ده ووئيل د پاكستان دفاعي صنعتي پیداوار ښه معيار لري او پاكستان د دفاع وسلې په حقله عمان سره تجارت له خوښي لري۔اولس مشر ووئيل د پاكستان او عمان ترمينځه اقتصادي٬تجارتي او د سرمايه كارۍ په اړه دوه اړخيزه اړيكو زياتولو له ښې موقعې شته۔اولس مشر ووئيل د توان په اړه پروژو لپاره به د عمان د سرمايه كارو هركلے كولې شي۔ اولس مشر كراچۍ٬ګوادر او د مسقط ترمينځه د فيري سروس پېل كولو اقدام هركلے وكړو۔ده ووئيل دې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا يو نوې دور پېل شي۔پھ دې موقع اولس مشر د پاكستاني قيادت٬حكومت او اولس له اړخه د سلطان قابوس لپاره د نيكو هيلو پېغام هم وركړو







