په روسيه د تېلو په ټانكر كښې په شوې چاودنه كښې 2 كسان مړه شوي دي

ماسكو 02 نومبر (اے پي پي) په روسيه د تېلو په ټانكر كښې په شوې چاودنه كښې 2 كسان مړه شوي دي۔ د چاودنې په وخت يو تن بې دركه شوې۔ د ځائي چارواكو له مخې دا پېښه ناڅاپي رامېنځ ته شوې۔ د ابتدائي اطلاعاتو له مخې په پېښه كښې دوه كسان مړه شوي او يو بې دركه دے۔ چارواكو د پېښې پلټنې پېل كړې دي۔