اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف لانګ مارچ د هېواد ښه شوي معيشت تباه کولو سازش ګرځولو سره ووئيل د خېبر پښتونخوا اولس ګټې له تر ټولو مشکل پريكړه شوې ،مونږ د زړه څخه خبرې كړې وې خو د بل پلو څخه مثبت ځواب نه دې ترلاسه شوے۔د نهي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد …
وزيراعظم سره د تعليم وفاقي وزير ډاکټر خالد مقبول صديقي په مشرۍ كښې د متحده قومي موومنټ پلاوي وليدل، د خېبر پښتونخوا اولس ګټې لپاره تر ټولو مشکل پريكړه شوې۔شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف لانګ مارچ د هېواد ښه شوي معيشت تباه کولو سازش ګرځولو سره ووئيل د خېبر پښتونخوا اولس ګټې له تر ټولو مشکل پريكړه شوې ،مونږ د زړه څخه خبرې كړې وې خو د بل پلو څخه مثبت ځواب نه دې ترلاسه شوے۔د نهي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د متحده قومي موومنټ کنوينر ، وفاقي وزير ډاکټر خالد مقبول صديقي په مشرۍ كښې د متحده قومي موومنټ پلاوي وليدل۔پلاوي كښې د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال، سينيټر عامر ولي الدين چشتي، سينيټره خالده اتيب، د قامي اسمبلۍ غړي ډاکټر محمد فاروق ستار، عبدالعليم خان، سيد وسيم حسين، آسيه اسحاق صديقي، محمد جاويد حنيف خان، محمد معين عامر پير زاده، محمد اقبال خان، حسان صابر، صادق افتخار، ارشد عبدالله وهرا، سيد حفيظ الدين، سيد امين الحق، خواجه اظهار الحسن، احمد سليم صديقي، فرحان چشتي، نګهت شکيل خان، سبهين غوري، رانا انصر، صوفيه سعيد شاه او سنجے پرواني شامل وو۔دملاقات په مهال د هېواد په مجموعي و سياسي صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔وزيراعظم پلاوې د خېبر پښتونخوا په صورتحال اعتماد كښې واغست۔وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د خېبر پښتونخوا اولس ګټې له كونكې پرېكړه ډېره مشکله وه ،مونږ هڅه كړي چې دا انتهائي اقدام پورته نه كړو، ده ووئېل مونږ د زړه نه هغوي سره خبرې كړي خو د بل پلو مثبت ځواب نه دې ترلاسه شوے۔ده ووئيل خېبر پښتونخوا كښې د زياتو شوو ترهه ګرۍ بريدونو كښې عام وګړي او امنيتي ځواكونه په نخښه كيدل دغسې صوبائي حکومت د ترهه ګرو په ضد غږ پورته كولو كښې ناكامه راغلے ؤ ،لانګ مارچ د هېواد ښه شوے معيشت د تباه کولو يو سازش ؤ۔پلاوي د وزيراعظم د خېبر پښتونخوا په اړه حکومتي پريكړو كښې د خپل ملاتړ باور وركړو۔ ملاقات كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار، د دفاع وزير خواجه محمد آصف، د قانون و انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ، د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري او د وزيراعظم صلاحكار رانا ثناء الله هم موجود وو










