اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) د خزاني او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب د نهي په ورځ په بنکاك كښې د سټيټ بينك ګورنر جميل احمد سره د بارکليز تر سيوري لاندې د سرمايه کارو ګردي ميز غونډه كښې ګډون وكړو۔د خزاني وزير مالياتي او بهرنو کھاتو كښې ښه والي،پرله پسې بنيادي مالياتي سرپلس او زرمبادله پانګو كښې د زياتوالي د لارې معاشي استحکام ترلاسه كولو كښې …
د خزاني وزير محمد اورنګزيب د بارکليز تر سيوري لاندې د سرمايه کارو غونډه كښې ګډون ، معاشي استحکام، اصلاحات او سرمايه کارۍ په موقعو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) د خزاني او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب د نهي په ورځ په بنکاك كښې د سټيټ بينك ګورنر جميل احمد سره د بارکليز تر سيوري لاندې د سرمايه کارو ګردي ميز غونډه كښې ګډون وكړو۔د خزاني وزير مالياتي او بهرنو کھاتو كښې ښه والي،پرله پسې بنيادي مالياتي سرپلس او زرمبادله پانګو كښې د زياتوالي د لارې معاشي استحکام ترلاسه كولو كښې د پاکستان په پيش رفت رڼا واچوله۔د خزاني وزير د آئي ايم ايف پروګرام ترمخه پيش رفت، کريډټ ريټنګ كښې ښه والي او نجي پليسمنټ، پانډا بانډز او يورو بانډز اجراء د لارې تر نړيوال کيپټل مارکيټس د پاکستان په بيا رسنه هم رڼا واچوله۔ده ګډون كونكي د ټيکس نظام، توان او سرکاري ملکيتي ادارو كښې د روانو اصلاحاتو ، نجکارۍ موقعو او د هوائي ميدانونو انتظام د آؤټ سورس کولو پروژو په اړه خبر كړه۔د سرمايه کارو زيات شوي باور رامخې ته كولو سره ده د آئي پي اوز لپاره په موجود امکانات او د بجلۍ تقسيم کوونكو کمپنيو كښې د غير ملکي سرمايه کارو د خوښۍ هم حواله وركړه۔د سټېټ بينك ګورنر په دې موقع د ګرانۍ په رجحانات، زري حالات او بهرنۍ څانګي په استحکام د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د غونډي په آخر كښې د پوښتنو ځواب سېشن هم وشو










