صدر مملکت آصف علي زرداري د مکه شريك دفاعي معاهدے ترمخه سيمه ايز امن او دفاعي مرستي لپاره د پاکستان د عزم پخلے

اسلام آباد 13 اکتوبر  (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري واضحه كړه چې مکه شريكه دفاعي معاهده په خاص توګه د دفاعي نوعيت ده،د كوم هېواد په ضد نه او نه د دې مقصد کوم نوې بلاك جوړول دي۔ده په دې خبره زور راوړو چې پاکستان د شخړو امناكه حل او رامخې ته شوې چيلنجونو مخنيوي لپاره سيمه ايز او كڼي اړخيزه مرستي ودي له لوظي دے۔د نهې …

اسلام آباد 13 اکتوبر  (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري واضحه كړه چې مکه شريكه دفاعي معاهده په خاص توګه د دفاعي نوعيت ده،د كوم هېواد په ضد نه او نه د دې مقصد کوم نوې بلاك جوړول دي۔ده په دې خبره زور راوړو چې پاکستان د شخړو امناكه حل او رامخې ته شوې چيلنجونو مخنيوي لپاره سيمه ايز او كڼي اړخيزه مرستي ودي له لوظي دے۔د نهې په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا جاري شوې بيان له مخې مکه شريك دفاعي معاهدے ترمخه مقرر شوې وړومبې سيکريټري جنرل ليفټيننټ جنرل (ر) نعمان محمود ايوان صدر كښې د صدر مملکت آصف علي زرداري سره ملاقات وكړو۔ليفټيننټ جنرل (ر) نعمان محمود په رياض كښې د جوړ شوې اتحاد جنرل سيکريټريټ مشري كوي۔صدر مملکت آصف علي زرداري د دې باور څرګندونه وكړه چې پاکستان، ترکيه او سعودي عرب ترمينځه په 7 اګست 2026ء ترسره شوي مکه شريكه دفاعي معاهده د ملګرو ملتونو چارټر او نړيوال قانون اصولو ترمخه دفاعي مرستي د لارې سيمه ايز امن او استحکام قوي كولو كښې مرستياله وګرځي۔ده واضحه كړه چې مکه شريكه دفاعي معاهده په خاص توګه د دفاعي نوعيت ده،د كوم هېواد په ضد نه او نه د دې مقصد کوم نوې بلاك جوړول دي۔ملاقات كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير سيد محسن رضا نقوي هم موجود وو

مزید خبریں