زمونږ مرګ او ژوند اولس سره دې٬حكومت ټولو څانګو كښې مېرټ ته وده وركړې

لاهور 10 جنوري (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن سره د پنجاب اعلٰی وزير محمد شهباز شريف وليدل٬د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو او د خېرښېګړی په پروژو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د پنجاب اعلٰی شهباز شريف پھ دې مهال ووئيل د مسلم ليګ(ن)حكومت دري نيمو كلونو په مهال د اولس د خذمت رېكارډ جوړ كړی او د اولس معيار ښه كولو له يې د اربونو روپو په …

لاهور 10 جنوري (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن سره د پنجاب اعلٰی وزير محمد شهباز شريف وليدل٬د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو او د خېرښېګړی په پروژو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د پنجاب اعلٰی شهباز شريف پھ دې مهال ووئيل د مسلم ليګ(ن)حكومت دري نيمو كلونو په مهال د اولس د خذمت رېكارډ جوړ كړی او د اولس معيار ښه كولو له يې د اربونو روپو په لګښت په پرمختيائي پروژو تندۍ سره كار پېل كړې۔د پاكستان مسلم ليګ(ن)حكومت ټولو څانګو كښې مېرټ ته وده وركړې دغسې سپيځلتيا يې باوري كړې۔د پاكستان مسلم ليګ(ن)قيادت مرګ او ژوند اولس سره دې او پاكستان كښې د پرمختګ او څوكالۍ لپاره سياست كوي۔دا وخت د اتحاد او اتفاق دې۔د انشتار يا احتجاج سياست هېڅ ګنجائش نشته۔ده ووئيل چين د پاكستان سره د ملګرتيا خپل حق ادا كړې او په ټول پاكستان كښې د سي پیك ترمخه په پروژو تندۍ سره كار روان دې۔چين د پاكستان يو لويې ملګرې دې۔وزيراعلٰی ووئيل د هېواد د معاشي پرمختګ تعلق سياسي استحكام سره دې٬ د خنډانو باوجود حكومت معيشت په سم پلو روان كړې٬معاشي اشاريې ښھ شوي۔اولس مشر ممنون حسېن پھ دې موقع په خپلو خبرو كښې ووئيل شهباز شريف د صوبې د اولس خذمت كوي۔وزيراعلٰی د لاهور پشمول پنجاب پرمختللې صوبه جوړولو لپاره د قدر وړ اقدامات كړي۔د دې نه وړاندې اولس مشر چې كله لاهور ته ورسېدو نو د پنجاب اعلٰی وزير محمد شهباز شريف په هوائي مېدان د هغه هركلے وكړو