تحريك انصاف تر ننه د خېبر پښتونخوا اولس ته كومه لويه پروژه ورنه كړې شوه۔ چوهدري محمد برجېس طاهر

ننكانه صاحب/اسلام آباد 08 جنوري (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري برجېس طاھر وئيلي دي چې تحريك انصاف تر ننه د خېبر پښتونخوا اولس ته كومه يوه لويه پروژه ورنه كړې شوه۔ د ګاز پرانستې دستورې ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل چې د وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرې كښې مسلم ليګ ﴿ن﴾ په ګلګت بلتستان٬ آزاد كشمير او د بلوچستان پشمول …

ننكانه صاحب/اسلام آباد 08 جنوري (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري برجېس طاھر وئيلي دي چې تحريك انصاف تر ننه د خېبر پښتونخوا اولس ته كومه يوه لويه پروژه ورنه كړې شوه۔ د ګاز پرانستې دستورې ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل چې د وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرې كښې مسلم ليګ ﴿ن﴾ په ګلګت بلتستان٬ آزاد كشمير او د بلوچستان پشمول په ټول پاكستان كښې بدلون راوستلې٬ د دې ګټه به راتلونكو نسلونو ته رسي۔ ده ووئيل چې د دروغو تورونو ٬ دهرنې او د احتجاج سياست له امله د عمران خان سياسي ژوند لږ دے۔ ده ووئيل چې تحريك انصاف په شريف فېملي په د لګول شويو تورونو په ثابتولو كښې پاتې راغلې۔