د هېواد نامتو ليكوال مستنصر حسېن تارړ اے پي پي سره خبرې

اسلام آباد 08 جنوري (اے پي پي) د هېواد نامتو ليكوال٬ ناول نګار او كالم نګار مستنصر حسېن تارړ وئيلي دي چې د سيمه ايزو ژبو پرمختګ او ادب ته وده وركول د اوسني وخت تقاضا ده٬ د نړيوال كنفرنس په نتيجه كښې د قومي تشخص په ډاګه كولو موقع په لاس راغلې٬ بايد په سباؤن كښې هم داسې هڅې روانې وساتلې شي۔ د اتوار په ورځ اے پي پي …

اسلام آباد 08 جنوري (اے پي پي) د هېواد نامتو ليكوال٬ ناول نګار او كالم نګار مستنصر حسېن تارړ وئيلي دي چې د سيمه ايزو ژبو پرمختګ او ادب ته وده وركول د اوسني وخت تقاضا ده٬ د نړيوال كنفرنس په نتيجه كښې د قومي تشخص په ډاګه كولو موقع په لاس راغلې٬ بايد په سباؤن كښې هم داسې هڅې روانې وساتلې شي۔ د اتوار په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د قومي تاريخ او ادبي ورثې ډويژن ادارې اكادمي ادبيات پاكستان كامياب نړيوال كنفرنس كړے دے٬ په دې كنفرنس كښې د ګلګت بلتستان نه واخله تر ګوادر شاعرانو٬ اديبانو او پوهانو برخه اخيستې۔ دا د پټ ټېلنټ ښكاره كولو خبره ده۔ ده ووئيل چې اديبان٬ شاعران او پوهان د من٬ محبت په وده او د كركې په خاتمه كښې موثر كردار لري۔ ده شاعرانو او اديبانو لپاره انډومنټ فنډ ښه اقدام ګرځولو سره ووئيل چې د دې فنډ په سم ځائ كارولو لپاره اقدامات ضروري دي۔