اوسنې حكومت د اولس په خدمت باور لري٬ د مخالفينو د دروغو تورونه د اولس خدمت لپاره زمونږ لار نه شي بندولې۔ ماروي مېمن

اسلام آباد 07 جنوري (اے پي پي) دوهمې وزير او د بېنظير انكم سپورټ پروګرام مشرې ماوي مېمن وئيلي دي چې اوسنې حكومت د اولس په خدمت باور لري٬ د مخالفينو د دروغو تورونه د اولس خدمت لپاره زمونږ لار نه شي بندولې۔ هغې دا خبرې د خالي په ورځ په ډېره اسماعيل خان كښې د بېلا بېلو مركزونو د دورې كولو په مهال وكړې۔ د دورې مقصد د بېنكونو …

اسلام آباد 07 جنوري (اے پي پي) دوهمې وزير او د بېنظير انكم سپورټ پروګرام مشرې ماوي مېمن وئيلي دي چې اوسنې حكومت د اولس په خدمت باور لري٬ د مخالفينو د دروغو تورونه د اولس خدمت لپاره زمونږ لار نه شي بندولې۔ هغې دا خبرې د خالي په ورځ په ډېره اسماعيل خان كښې د بېلا بېلو مركزونو د دورې كولو په مهال وكړې۔ د دورې مقصد د بېنكونو لخوا د بي آئي اېس پي مستحقينو ته په وخت د ادائيګې جاج اخستل و۔ د پروګرام له مخې د دسمبر په وروستې اونې كښې د درې مياشتنې ادائيګې په مد كښې صارفينو ته 25 اربه روپې جاري كړې شوې دي۔ دوهمې وزيرې په دې موقع ووئيل چې د تېرو څو كلونو په مهال د وزيراعظم محمد نواز شريف او د خزانې وزير اسحاق ډار په مشرې كښې په پروګرام كښې بهتري راغلې۔ هغې ووئيل چې مستحقين د كومې پرېشانې په صورت كښې د بي آئي اېس پي په هاټ لائن نمبر 080026477 رابطه كولې شي۔ هغې ووئيل چې ادائيګي د بائيو مېټرك تصديق نظام ته اړولې شي۔ دې سره به د مډل مېن كلچر خاتمه وشي۔ دوهمې وزيرې ووئيل چې قومي سماجي او اقتصادي رجسټري اپډېټ كولو لپاره په څلورو ضلعو كښې نوې سروے په ابتدائي پړاؤ كښې ده۔ ډېر زر به په 12 پائلټ ضلعو كښې كور په كور سروے پېل كړې شي او بيا په د ټول هېواد په كچه سروے كولې شي۔