ننكانه صاحب/اسلام آباد 07 جنوري (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري برجېس طاهر وئيلي دي چې د د پاكستان او چين د اقتصادي لارې پروژې﴿ سي پېك﴾ ګټه به د ټول پاكستان اولس ته ورسي۔ د خالي په ورځ خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرې كښې د پاكستان او چين اقتصادي لارې پشان د نړۍ …
د سي پېك ګټه به د ټول پاكستان اولس ته ورسي۔ چوهدري برجېس طاهر

مزید خبریں
ننكانه صاحب/اسلام آباد 07 جنوري (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري برجېس طاهر وئيلي دي چې د د پاكستان او چين د اقتصادي لارې پروژې﴿ سي پېك﴾ ګټه به د ټول پاكستان اولس ته ورسي۔ د خالي په ورځ خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرې كښې د پاكستان او چين اقتصادي لارې پشان د نړۍ لويه پروژه په حقيقت بدله شوې او دې به ټولې منطقې ته ګټه ورسي۔ وفاقي وزير ووئيل چې دا د ټول پاكستان پروژه ده او د دې ګټه به د ګلګت بلتستان او بلوچستان پشمول د ټول پاكستان اولس ته ورسي۔ ده ووئيل چې په چين كښې په غونډه كښې د پاكستان د ټولو صوبو د اعلٰي وزيرانو ګډون او اطمينان دا خبره په ګوته كوي چې اولس د دې پروژې ترسره كولو لپاره يو موټې دے۔ ده ووئيل چې ټولې ادارې هم د دې پروژې د ترسره كولو عزم لري۔ ده ووئيل چې د دې پروژې كاميابې لپاره ضروري ده چې په ټول هېواد كښې امن وي٬ سياسي استحكام وي او ادارې قوي كړې شي چې دغسې د روښانه پاكستان خوب په حقيقت بدل شي۔







