دوحه 09 جولائي (اے پي پي) قطر كښې په دوه ورځنو افغان خبرو اترو كښې طالبان او د افغان پلاوي ترمېنځه هېواد كښې امن لپاره روډ مېپ ته صلاح راغلې ده ٬ كوم چې د تېرو 18 كالو راهسې روان اړي ګړي خاتمې لپاره يو مهم پېشرفت ګرځولې كېږي٬ د قطر او المان په كوربتوب كښې د شوي دوه ورځنې كنفرنس په پائې كښې د جاري اعلاميې له مخې افغانستان …
قطر كښې د افغانانو ترمېنځه خبرو اترو كښې طالبان او افغان پلاوې هېواد كښې امن لپاره روډ مېپ ته صلاح شوي

مزید خبریں
دوحه 09 جولائي (اے پي پي) قطر كښې په دوه ورځنو افغان خبرو اترو كښې طالبان او د افغان پلاوي ترمېنځه هېواد كښې امن لپاره روډ مېپ ته صلاح راغلې ده ٬ كوم چې د تېرو 18 كالو راهسې روان اړي ګړي خاتمې لپاره يو مهم پېشرفت ګرځولې كېږي٬ د قطر او المان په كوربتوب كښې د شوي دوه ورځنې كنفرنس په پائې كښې د جاري اعلاميې له مخې افغانستان كښې د اسلامي اْصولو او د بشري حقونو احترام، خبرې روانې ساتلو ، د دواړو ډلو لخوا د سختو بيانونو نه ډده كولو ٬ په سركاري ادارو د بريدونو نه كولو ٬ د تشدد پېښو كښې كمي ته صلاح شراغلې ده ۔ د برتانيې خپرونې ادارې راپور له مخې په دوه ورځنو خبرو كښې په افغان پلاوي كښې 53 او د طالبانو په پلاوي كښې 17 غړو برخه اخسته ٬ کنفرنس كښې ګډون كوٶنكي د افغان امن كونسل غړي اصيلا وردک له مخې طالبانو سره د خبرو اترو په مهال يو بل نه ګيلې مانې هم شوي او په يو بل تورونه هم لګولې شوي ٬ په افغان پلاوي كښې د سول سوسائټۍ او د قانون ساز اسمبلۍ مېرمنې غړې هم شاملې وې۔ اصيلا وردك ووئيل د طالبانو دا ګيله وه چې زياتره پښتانه حكومت د طالبانو په نامه بنديوانوي او په زندانونو كښې بندي طالبانو سره ناروا سلوك كېږي۔ اعلاميه كښې وئيلي شوې ټول ګډون كوٶنكي دې خبرې ته صلاح شوي چې افغانستان كښې كوټلې امن يوازې د ټولو شراكتدارو ترمېنځه هم د خبرو د لارې ممكن دے۔ د دې خبرې هم پخلې وشو چې افغانستان يو متحد اسلامي هېواد دے چې پكښې يو شمېر قامونه مېشته دي او ټول افغانان د اسلام سرلوړي٬ سماجي او سياسي انصاف٬ ملي يوالې او سيمه ايزې خپلواكۍ لپاره متفق دي۔ اعلاميه كښې زياته كړې شوې چې افغان قام د تاريخ په خاص توګه د تېرو 40 كالو په مهال د خپل مذهب ٬ هېواد او كلتور بشپړه دفاع كړې ٬ ډلو په نړيواله ورورولۍ او په سيمه ايزو او داخلي عناصرو زور رواړې چې ھغوي د افغان دود دستور احترام وكړي او د دړكو ٬ بدل اخستو او د متنازع لفظونو نه ډډه كولو سره د نرمو خبرو او اصلاحاتو استعمال باوري كړي دغسې چې شخړو او د انتقام اور له هوا ورنه كړې شې۔ ګډون كوونكو د دې خبرې هم پخلې وكړو چې ټول ګډون كوٶنكي د اوسنو امن مذاكراتو ملاتړ كوي او د غوره ماحول راجوړولو لپاره دوحه كښې د امن خبرو اترو ملاتړ ، د ضعيفو٬ رنځورانو او معذوره بنديوانو غېر مشروط خوشې كول٬ د سركاري ادارو او د اولسي ځايونو پشمول د سكولونو٬ مدرسو ٬ روغتونونو ٬ بازارونو ٬ بندونو او د كار نورو ځايونو تحفظ باوري كول ٬ ښونځي٬ كالجونه٬ پوهنتونونه او د تعليم نورې ادارې او د استوګنو د سيمو٬ د اولس د ځان او مال احترام كول٬ د اسلامي دود دستور له مخې مېرمنو ته د سياسي٬ سماجي ٬ اقتصادي ٬ تعليمي او كلتوري حق وركولو ته هم صلاح شوي۔ د دې اقداماتو مقصد هېواد د جنګ او د نور زيان ٬ تشدد او تباهۍ نه بچ كول دي۔ افغانستان لپاره د امريكې خاص نمائنده زلمے خليل زاد هم په دې كنفرنس كښې ګډون كولو۔ هغه ووئيل د امريکې او د طالبانو ترمېنځه د مذاكراتو په اووم دور كښې په څلورو كښې په دريو نكاتو صلاح راغلې او هيله لرو چې ډېر زر به په ټولو نكاتو صلاح يوه شي٬ په دې څلورو نكاتو كښې افغانستان څخه د امريکې او د بهرنو ځواكونو وتل، افغان خاوره د امريكې او د ھغوي د اتحاديانو په ضد د نه كارولو باور كول او د افغانانو ترمېنځه خبرې اترې او جنګ بندي شامل ده ٬ په څلورو كښې په دريو نكاتو اتفاق لوے پېشرفت ګرځولې شوې او دا هيله









