د پاكستان لوبډله به په آئي سي سي نړيوال كپ ټورنامنټ كښې خپل څلورم مېچ ﴿نن﴾ د دفاعي چېمپئن آسټراليا په ضد كوي

ټاؤنټن 11 جون (اے پي پي﴾ د پاكستان لوبډله به په آئي سي سي نړيوال كپ ټورنامنټ كښې خپل څلورم مېچ ﴿نن﴾ د شورو په ورځ د دفاعي چېمپئن آسټراليا په ضد په ټاؤنټن كښې كوي۔ دا به د ايونټ 17م مېچ وي۔ د مېچ به د پاكستان په وخت ماسپښين دوه نيمې بجې پېل كېږي۔ د پوهانو له مخې په دې مېچ كښې د باران امكان دے۔ ﴿سبا﴾ د زيارت په ورځ به په نړيوال كپ كښې يو مېچ كېږي۔ دا مېچ به د هند او نيوزي لېنډ ترمېنځه كېږي۔ مېچ به د پاكستان په وخت ماسپښين دوه نيمې بجې پېل كېږي۔