کارډف۔ 26 مئی (اے پی پی) د پاكستان او بنګله كركټ لوبډلو ترمينځھ د ورلډ كپ وارم اپ مېچ د باران لامله منسوخ شو او دې سره د ګرين شرټس پرله پسې ماتې خوړلو څخه ورستو فتحې سره د ورلډ كپ مېګا ايونټ ته د ننوتو خوب نيمګړې پاتې شو۔ د اتوار په ورځ د پاكستان او بنګله دېش ترمينځھ مېچ كېدل وو ولې د پرله پسې باران لامله دا مېچ منسوخ كړې شو۔ د افغانستان دلاسه ماتې سره مخ كېدو نه وروستو د بنګله دېش په ضد د خپلو صلاحيتونو څرګندونه كولو له پاكستان سره دا ورستۍ موقع وه ولې د باران دلاسه د مېچ موقعه ترلاسه نه شوه۔ ورلډ كپ د روانې مياشتې 30 مې نېټې څخه انګلېنډ كښې پېل كېږي۔ پاكستانۍ لوبډله به په 31 مئي د وېسټ انډيز په ضد مېچ كولو سره مهم پېل كوي۔