حکومت تر دې دمه 2.2 ملین صحت کارډ اړوندو سيمو او وګړو ته رسولې دي۔ په راروانو 6 مياشتو كښې به 9 ملينه كارډونه وركولې شي۔ نزدې 5 نيم كروړه وګړو ته به د هېلت انشورنس آساني وركړې شي۔ دا د پاكستان په تاريخ كښې د روغتيا تر ټولو لوئې پروګرام دې۔ د داروګانو بيعه كښې د زياوالي كولو كمپنيو په ضد حكومت بشپړه كارروائي كوي۔ داروګانو كښې د كمېشن او ترغيباتو ختمولو له هېواد كښی د برانډ په ځائې جنېزك نامې سره د داروګانو رسنې پلو ګامونه پورته كولې شي۔ روغتيا او زده كړو لپاره د يو ډول پالېسيو وضعه كولو ته اړتيا وي۔ د روغتيا او خذماتو وفاقي وزير عامر محمود كياني خبري كنفرنس

اسلام آباد ۔ 7 اپرېل (اے پی پی) د روغتيا او خذماتو وفاقي وزير عامر محمود كياني وئيلي دي حکومت تر دې دمه 2.2 ملین صحت کارډ اړوندو سيمو او وګړو ته رسولې دي۔ په راروانو 6 مياشتو كښې به 9 ملينه كارډونه وركولې شي۔ نزدې 5 نيم كروړه وګړو ته به د هېلت انشورنس آساني وركړې شي۔ دا د پاكستان په تاريخ كښې د روغتيا تر ټولو لوئې پروګرام …

اسلام آباد ۔ 7 اپرېل (اے پی پی) د روغتيا او خذماتو وفاقي وزير عامر محمود كياني وئيلي دي حکومت تر دې دمه 2.2 ملین صحت کارډ اړوندو سيمو او وګړو ته رسولې دي۔ په راروانو 6 مياشتو كښې به 9 ملينه كارډونه وركولې شي۔ نزدې 5 نيم كروړه وګړو ته به د هېلت انشورنس آساني وركړې شي۔ دا د پاكستان په تاريخ كښې د روغتيا تر ټولو لوئې پروګرام دې۔ روزانه نزدې 65 زره فېملي كارډ پرنټ او وېشلې شي۔ د داروګانو بيعه كښې د زياوالي كولو كمپنيو په ضد حكومت بشپړه كارروائي كوي۔ داروګانو كښې د كمېشن او ترغيباتو ختمولو له هېواد كښی د برانډ په ځائې جنېزك نامې سره د داروګانو رسنې پلو ګامونه پورته كولې شي۔ روغتيا او زده كړو لپاره د يو ډول پالېسيو وضعه كولو ته اړتيا وي۔ د اتوار په ورځ خبري كنفرنس كښې وفاقي وزير ووئيل د داروګانو جوړولو صنعت ډېر مهم دې۔ د داروګانو بيعه نه زياتولو سره ددې څانګې برآمدات 500 ملین ډالر څخه كمېدو سره 200 ملين ډالر ته رارسېدلې وو۔ دغسې په پېداوار كښې هم 10 فيصده كمې وشو۔ د فرورۍ په 25 مه نېټه كال 2018ء سترې محكمې حكومت ته د ډرګ پالېسۍ وضعه كولو هدايت وكړو۔ د شاهد خاقان عباسي په دور كښې بل معارفي كړې شو او مئي كښې كابينې ددې منظوري وركړه۔ ده ووئيل 37 کمپنیو نزدې د 150 قسم داروګانو بيعه كښې جواز نه لرونكې اضافه كړې ده۔ ددوئي په ضد كارروائي روانه ده۔ وفاقی وزیر ووئيل حكومت هڅه كوي چې د داروګانو بيعه كښې د زياتوالي زيات بوج په عامو وګړو رانشي۔ دې مقصد لپاره حكومت د صحت عامه نظام كښې پياوړتيا راولي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل چې كومو كمپنيو د داروګانو بيعه كښې جواز نه لرونكې زياتې كړې دې او د ذخيره اندوزۍ په شمول ئې نور حكومتي احكامات منلې نه دي ددغه كمپنيو په ضد به بشپړه كارروائي كولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل دا مهال دې ډرپ سره 65 زره رجسټرډ دويانې دي۔ ده ووئيل ډرپ يوه خپلواكه اداره ده۔ مونږ دې ته پام ګرځولې دې۔ د ډرپ نظام كمپيوټرائزډ جوړولې شي۔ ده ووئيل روغتونونه زياتول زمونږ ترجيح ده۔ دغسې وړاندې نه موجود روغتونونو كښی آسانۍ هم زياتولې شي۔ ده ووئيل په پمز كښې د نورو 2 اېم آر آئی مشینونو لګولو منظوري وركړې شوې ده

مزید خبریں