په تېرو لس كلونو كښې د اخستلې شوې 60 اربه بهرنۍ قرضې حساب دې وكړې شي چې اولس مقروض جوړولو سره دومره زيات رقم سره د چا بورۍ ډكې شوي دي۔ كه د جنرال پروېز مشرف لخوا په حدېبيه كېس كښې شريفې كورنۍ ته اېن آر او وركړې شوې نه وه او د كېس پرېكړه په مېرټ شوې وه نو نن به پاكستان څخه مني لانډرنګ ختم شوې وو۔ د عام وګړو بې لارې كوؤنكو اصليت په ډاګه كولو سره دې د دوئي اصلي څېره اولس ته اوښودلې شي۔ وزيراعظم عمران خان سره د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن خبرې

اسلام آباد ۔ 7 اپرېل (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي په تېرو لس كلونو كښې د اخستلې شوې 60 اربه بهرنۍ قرضې حساب دې وكړې شي چې اولس مقروض جوړولو سره دومره زيات رقم سره د چا بورۍ ډكې شوي دي۔ كه د جنرال پروېز مشرف لخوا په حدېبيه كېس كښې شريفې كورنۍ ته اېن آر او وركړې شوې نه وه او د كېس پرېكړه په مېرټ …

اسلام آباد ۔ 7 اپرېل (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي په تېرو لس كلونو كښې د اخستلې شوې 60 اربه بهرنۍ قرضې حساب دې وكړې شي چې اولس مقروض جوړولو سره دومره زيات رقم سره د چا بورۍ ډكې شوي دي۔ كه د جنرال پروېز مشرف لخوا په حدېبيه كېس كښې شريفې كورنۍ ته اېن آر او وركړې شوې نه وه او د كېس پرېكړه په مېرټ شوې وه نو نن به پاكستان څخه مني لانډرنګ ختم شوې وو۔ د عام وګړو بې لارې كوؤنكو اصليت په ډاګه كولو سره دې د دوئي اصلي څېره اولس ته اوښودلې شي۔ وزیراعظم ددې خيالاتو څرګندونه تېره ورځ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن سره ملاقات كښې خپلو خبرو كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل كه د جنرال پروېز مشرف لخوا په حدېبيه كېس كښې شريفې كورنۍ ته اېن آر او وركړې شوې نه وه او د كېس پرېكړه په مېرټ شوې وه نو نن به پاكستان څخه مني لانډرنګ ختم شوې وو۔ ده ووئيل د كم قسمتۍ نه په حدېبيه كېس كښې ترلاسه شوې اېن آر او په راروانو ټولو كېسونو كښې د نمونې په توګه وكارولې شوه۔ تر دې دمه د مني لانډرنګ په ټولو كېسونو كښې د حدېبيه كېس نمونه وكارولې شوه په كومو كښې چې د فرنټ مېنو د لارې هېواد څخه پېسه بهر ولېږلې شوه او بيا بېرته راوړلې شوه۔ د نواز شريف او آصف زرداري په پېسو كښې هم داسې شوي دي۔ وزیراعظم د اطلاعاتو وفاقي وزير ته هدايت وكړو چې دا ټول تفصيلات دې د ميډيا د لارې اولس ته ورسولې شي دغسې چې د عام وګړو بې لارې كوؤنكو اصليت په ډاګه كولو سره د دوئي اصلي څېره اولس ته اوښودلې شي د كومو دلاسه چې نن د هېواد معيشت ته زيان رسېدلې او د ګرانۍ او بهرنۍ قرضو په دلدل كښې ګېر شوي يوو۔ وزیراعظم ووئيل په تېرو لس كلونو كښې د اخستلې شوې 60 اربه بهرنۍ قرضې حساب دې وكړې شي چې اولس مقروض جوړولو سره دومره زيات رقم سره د چا بورۍ ډكې شوي دي۔ وزیراعظم ووئيل موجوده حكومت د بې نامي قانون ترسېوري لاندې چې كومې قاعدې او رولز جوړ كړې دي هغې سره به په مني لانډرنګ قابو موندلو او د نورو په نامه د جائيدادونو ساتلو عمل مخنيوي كښې مرسته ترلاسه شي

مزید خبریں