ملتان۔ 7 اپرېل (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي مونږ اطلاعات لرو چې هند د پاكستان په ضد د جارحيت كولو يوه بله منصوبه جوړوي او دا جارحيت د روانې مياشتې 16 مې نېټې څخه تر 20 مې نېټې كېدې شي۔ په سركټ هاؤس ملتان كښې د اتوار په ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كښې ده ووئيل د جارحيت جواز لټولو له په مقبوضه كشمير كښې …
هند د روانې اپرېل مياشتې 16 مې څخه تر 20 مې نېټې د پاكستان په ضد يو بل جارحيت كولې شي۔ شاہ محمود قرېشی۔ د جارحيت جواز لپاره د هند لخوا د پلوامه په ډول يوه بله پېښه هم رامخې ته كېدې شي۔ د يوې غونډې په مهال مودي د خپلو وسله والو ځواكونو مشرانو ته ووئيل د پاكستان په ضد كارروائۍ له كومې اجازې ته حاجت نشته۔ ما تاسو ته فري هېنډ دركړې دې۔ د خارجه وزير سركټ هاؤس ملتان كښې خبري كنفرنس ته خطاب

مزید خبریں
ملتان۔ 7 اپرېل (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي مونږ اطلاعات لرو چې هند د پاكستان په ضد د جارحيت كولو يوه بله منصوبه جوړوي او دا جارحيت د روانې مياشتې 16 مې نېټې څخه تر 20 مې نېټې كېدې شي۔ په سركټ هاؤس ملتان كښې د اتوار په ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كښې ده ووئيل د جارحيت جواز لټولو له په مقبوضه كشمير كښې د پلوامه په ډول يوه بله پېښه رامخې ته كېدې شي دغسې چې په بنياد ئې پوځي كارروائي وكړې شي۔ خارجه وزير ووئيل ددې داطلاعاتو څخه وروستو په سمدستي توګه اسلام آباد كښې د پی فائیو هېوادونو سفارت كار خارجه وزارت ته راوبللې شول او دوئي صورتحال څخه خبر كړې شول۔ ده ووئيل مونږ غواړو چې نړيواله ورورولي دې ددې غېر ذمه وارې رويې نوټس واخلي او هند ته دې په دې لاره د نه تلو خبردارې وركړي۔ ده زياته كړه چې د هندي ميډيا راپور ترمخه په دې ورستيو كښې هند كښې د امنيت په اړه د كابينه كمېټۍ غونډې په مهال چې كله د هندي وسله والو ځواكونو مشرانو دا ووئيل چې مونږ د پاكستان په ضد كارروائۍ له د هندي حكومت لخوا سياسي اجازې ته سترګې په لاره يؤ نو په دې هندي وزيراعظم ووئيل مونږ تاسو ته فري هېنډ دركړې دې۔ تاسو ته مو د كارروائۍ كولو اجازه دركړې ده۔ خارجه وزير ووئيل هغوي دا هم وائي چې دا كارروائي به تر آزاد كشمير محدوده نه وي بلكې د آزاد كشمير څخه بهر د پاكستان پوځي تنصيبات به هم په نښه كولې شي۔ ده ووئيل په دې اړه تر دې دمه د هند لخوا كوم ترديد هم رامخې ته شوې نه دې۔ خارجه وزير ووئيل كله چې د پلاوامه پېښې څخه وروستو هند د پاكتسان په ضد د فرورۍ په 26 مه نېټه جارحيت وكړو او كال 1971ء څخه وروستو په اولني ځل هندي الوتكې په لائن آف كنټرول راووړېدلې نو په دې نړۍ خاموشه وه۔ مونږ دومره ناپوهه نه يوو۔ مونږ ته د خاموشۍ سبب معلوم دې۔ او مونږ په دې خبره پوهېږو چې ددې خاموشۍ سبب جغرافيائي سياست دې۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل نړيوالې ورورولۍ له به خاموشۍ سره تماشا كوؤنكو جوړېدو په ځائې خپل كردار ترسره كول وي۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان وړاندې هم د كشميري اولس د سولييزو هڅو ملاتړ كولو او سباؤن كښی به ئې هم كوو۔ موجودہ حکومت به د كشميريانو بشپړه مرسته كوي او څوك دې په دې حېرانه كېږي نه۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل هند د پاكستان په اړه درې ادعاګانې كړې وې هغه ټولې په ډاګه شوې۔ دا چې مونږ د سرجيكل سټرائيك د لارې پاكستان كښې د ترهګرو كېمپونه په نښه كړل۔ حقيقت دا دې چې دغلته كوم كېمپ نه وو۔ دوهمه ادعا دا وه چې مونږ 3نيم سوه ترهګر ووژل ولې د يو تن مړې هم ښودلې شوې نه دې۔ درېمه دا چې دوئي د پاكستان اېف 16 جنګي الوتكه نسكوره كړې ده۔ اوس ټولې نړۍ او امريكا تصديق كړې دې چې هند زمونږ كومه اېف 16 الوتكه نسكوره كړې نه ده۔ ده ووئيل هند چې د بريد كومه نوې منصوبه بندي كوي هغه ډېره خطرناكه ده۔ ده ووئيل سره د هندي جارحيت زمونږ پلاوې په ټاكلې شوې نېټه مذاكراتو لپاره اټاري ته لاړو او د كرتار پور راهدارۍ په اړه ئې هند سره خبرې وكړې۔ ددې مذاكراتو دوهمې ناستې په اړه دا خبره شوې وه چې دا به د اپرېل په 2 مه نېټه واهګه كښې كېږي ولې د اپرېل په 2 مه نېټه معلومات بهانه كولو سره هند دې غونډې ته راتلو څخه انكار وكړو۔ د دې باوجود مونږ دا پرېكړه كړې ده چې 360 هندي بنديوان خوشې كوو۔ ده ووئيل مونږ نړۍ ته ښودل غواړو چې د امن خبره څوك كوي او د چا عزائم ناوړه دي۔ ده ووئيل پاكستان پرون هم د امن قائل وو او نن هم دا وائي چې دوه ګاونډي اتومي قوتونه د مذاكراتو نه سوا د مسئلو حل له كومه بله لاره نه لري۔ د پاكستان او هند ترمينځھ د حل وړ مسئلو كښې د كشمير مسئله ٬ د اوبو مسئله ٬ سركرېك ٬ د راهدارۍ مسئله ٬ د اقتصادي مرستې او تجارتي معاملو مسئلې شامل دي ولې دا مسئلې دواړه اتومي قوتونه يو ځائې ناستې سره حل كولې شي۔ ده ووئيل كه هند لوئے څښتن دے نه كړي جارحيت وكړو نو مونږ ددفاع حق لرو۔ اول هم د قوم دعاګانو او جذبې سره د وسله والو ځواكونو حوصله پورته شوې وه او اوس هم كه كوم ډول جارحيت وكړې شو نو ټول قام به د يو والي څرګندونه كولو سره يو موټې شي۔ ده ووئيل مونږ د جارجيت په ضد يو موټې يوو۔ ده ووئيل د مخالفې ډلې شكوې چلېږي ٬ بيانونه روان وي د قومي سلامتيا په معاملو به مونږ له په يو پېج كېدل وي۔ دوئي د سياست او احتجاج حق لري۔ ده ووئيل مونږ مخالفې ډلې سره خبرو نه كله هم انكار كړې نه دې۔ خارجه وزير ووئيل كه مونږ د هند د جارحانه رويې باوجود د مصلحت رويه خپلوو نو دا دې زمونږ كمزوري ګڼلې نه شي۔ ده ووئيل مونږ نړۍ ته د هند اصل څېره ښودل غواړو











