اسلام آباد ۔ 7 اپرېل (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر په دې خبره زور راوړې دې چې د بېن الپارلماني يونين مشرانو غونډه كښې دې آسيائي هېوادونه يو دريځ خپل كړي۔ د اتوار په ورځ د ترلاسه شوي پرېس ريليز ترمخه د بېن الپارلماني يونين غونډې څخه وړاندې د آسيا بحرالکاهل ډلې غونډه دوحه كښې وشوه په كومه كښې چې د 5 مهمو موضوعاتو جاج واخستې …
د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر په مشرۍ كښې د آسيا بحر الكاهل ډلې غونډه ٬ د اسلامو فوبيا ٬ په ګرده نړۍ كښې د مسلم اقليتونو تحفظ ٬ د فلسطيني اولس د قسمت پرېكړې او افريقائي هېوادونو كښې د سمندري طوفان څخه وروستو د مرستې كارروائۍ جاج اخستلو په شمول په 5 موضوعاتو غور تركيه او انډونيشيا په اسلاموفوبيا بېل قراردادونه وړاندې كړل۔ د کوېت او مراکش لخوا په فلسطيني اولس د ظلم او زياتي په ضد په قراردادونو زور د بېن الپارلماني يونين غونډه كښې آسيائي هېوادونه بايد يو دريځ خپل كړي۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر غونډې ته خطاب

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 7 اپرېل (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر په دې خبره زور راوړې دې چې د بېن الپارلماني يونين مشرانو غونډه كښې دې آسيائي هېوادونه يو دريځ خپل كړي۔ د اتوار په ورځ د ترلاسه شوي پرېس ريليز ترمخه د بېن الپارلماني يونين غونډې څخه وړاندې د آسيا بحرالکاهل ډلې غونډه دوحه كښې وشوه په كومه كښې چې د 5 مهمو موضوعاتو جاج واخستې شو۔ په دې كښې اسلامو فوبیا ،ه ګرده نړۍ كښې د مسلم اقليتونو تحفظ ٬ د فلسطيني اولس د قسمت پرېكړې او افريقائي هېوادونو كښې د سمندري طوفان څخه وروستو د مرستې كارروائۍ جاج اخستل شامل وو۔ تركيه او انډونيشيا په اسلاموفوبيا بېل قراردادونه وړاندې كړل۔ د کوېت او مراکش لخوا په فلسطيني اولس د ظلم او زياتي په ضد په قراردادونو زور راوړلې شو۔ د غونډې مشري كولو په مهال سپيكر اسد قېصر په دې خبره زور راوړو چې د بېن الپارلماني يونين مشرانو غونډه كښې دې آسيائي هېوادونه يو ډول دريځ خپل كړي۔ په دې مهال د چيئرمېن په حېث سپيكر اسد قېصر د كرائسټ چرچ په جومات په ترسره شوي وحشيانه بريد د نيوزي لېنډ اولس او پارلېمنټ سره د افسوس څرګندونه وكړه۔ سپیکر اسد قیصر د بېلو هېوادونو ترمينځھ د مسئلو حل له د پارلېماني سفارتكارۍ په حاجت هم زور راوړو۔ وروستو د سپيكر ملاقات دده خپل اوماني همڅنګ خالد الموالي سره وشو په كوم كښې چې دواړه لارښود دوه اړخيزه تجارتي او پارلماني رابطو ته وده وركولو ته صلا شول۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل پاكستان عمان سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ ده ووئيل عمان منطقه كښې په تجارتي توګه د پاكستان غوره شراكتدار دې۔ د غونډې په مهال به د قومي اسمبلۍ سپيكر نورو خپلو همڅنګو سره مهم ملاقاتونه كوي۔ دې به د آئي پي يو عمومي اسمبلۍ مهمې غونډې ته هم خطاب كوي۔











