اسلام آباد ۔ 6 اپرېل (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي حمزه شهباز شريف دې ډرامه بندولو سره د مېرمنو او كوچنيانو د ډھال په توګه كارولو په ځائې د قانون په احترام كښې ځان وركړي۔ په 10 كلونو كښې د 60 اربه ډالرو قرضې لويه برخه د شريف او زرداري كورنيو جېبونو ته تلې ده۔ په بدعنوانه كسانو لاس اچولو سره …
حمزه شهباز شريف دې ډرامه بندولو سره د مېرمنو او كوچنيانو د ډھال په توګه كارولو په ځائې د قانون په احترام كښې ځان وركړي۔ په 10 كلونو كښې د 60 اربه ډالرو قرضې لويه برخه د شريف او زرداري كورنيو جېبونو ته تلې ده۔ په بدعنوانه كسانو لاس اچولو سره چې كله دوئي د لوټ كړې شوي دولت په اړه پوښتلې شي نو دوئي د جمهوريت او پارلمان شاته پټېږي۔ د قوم لوټ كړې شوې پېسه د عمران خان يا پي ټي آئي ذاتي جھګړا نه ده دا پېسه بېرته راوړل ډېر ضروري دي۔ ميډيا او رائې وركوؤنكي دې سيات او جرم كښې فرق وكړي۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن خبري كنفرنس

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 6 اپرېل (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي حمزه شهباز شريف دې ډرامه بندولو سره د مېرمنو او كوچنيانو د ډھال په توګه كارولو په ځائې د قانون په احترام كښې ځان وركړي۔ په 10 كلونو كښې د 60 اربه ډالرو قرضې لويه برخه د شريف او زرداري كورنيو جېبونو ته تلې ده۔ په بدعنوانه كسانو لاس اچولو سره چې كله دوئي د لوټ كړې شوي دولت په اړه پوښتلې شي نو دوئي د جمهوريت او پارلمان شاته پټېږي۔ د قوم لوټ كړې شوې پېسه د عمران خان يا پي ټي آئي ذاتي جھګړا نه ده دا پېسه بېرته راوړل ډېر ضروري دي۔ ميډيا او رائې وركوؤنكي دې سيات او جرم كښې فرق وكړي۔ جرم دې د سياست ډھال جوړ نه كړې شي۔ دا كېدې نه شي چې ته د اربونه روپۍ غلا كړې او تانه څوك پوښتنه ونكړي۔ د احتساب عمل به روان وي۔ شریف او زرداری كورنۍ د 5 ارب ډالر د مني لانډرنګ د لارې بهر لېږلې دي۔ هغوي دې دا پېسه بېرته وركړي يا دې زندان وخوري۔ كوم درېم آپشن نشته۔ د معيشت بنيادونه جوړېږي۔ د هېواد د پرمختګ لاره كښې چې څوك هم خنډان ودروي هغه به ناكامۍ سره مخ كېږي۔ ده د خالي په ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ وفاقی وزیر ووئيل كال 1947ء څخه تر كال 2008 ء پاكستان 37 اربه ډالر قرضه واخسته۔ د دې قرضې په مرسته د ګوادر او اسلام آباد په ډول ښارونه جوړ كړې شول۔ د منګله او تربېلې منصوبې ترسره كړې شوې۔ نېول بېسز جوړ كړې شو او وسله والو ځواكونو كښې جدت رامخې ته كړې شو۔ موټروے هم جوړه كړې شوه۔ كال 2008ء څخه تر كال 2018ء نزدې د 60 اربه ډالرو قرضه واخستې شوه۔ نن په مجموعي توګه بهرنۍ قرضه 97 اربه ډالره ده۔ كله چې دوئي نه تپوس وكړې شي چې قرضه كوم ځائې مصرف كړې شوه نو دوئي وائي 11 زره مېګاواټ برېښنا جوړه كړې شوه۔ ددې قرضې لويه برخه د شريف او زرداري كورنيو جېبونو ته تلې ده۔ ده ووئيل كه دا پېسه بېرته راوړلې نه شوه نو زمونږ د معيشت ستونزې به روانې وي۔ ده ووئيل په ماډل ټاؤن كښې چې د شهباز شريف په دور كښې څنګه آپرېشن وكړې شو هغه قوم ته وړاندې دې۔ ده ووئيل حمزه شهباز او دده پلار صاحب سولييزه او تش لاسې وګړي په كومو كښې چې مېرمنې هم شامل وې تشدد سره مخ كړل۔ وفاقی وزیر ووئيل د قومي احتساب بېورو اهلكار پرون څخه د حمزه شهباز شريف نيولو لپاره وائي ولې حمزه شهباز ته خانه يا بېډروم كښې پټېږي۔ ده ووئيل نېب د قانون طاقت لري۔ ده ووئيل دا مهال حمزه شهباز مېرمنې او كوچنيان د ډھال په توګه كاروي۔ ده ووئيل حسن او حسېن نواز چې په ميډيا څه وئيلي وو هغه د قوم وړاندې دي۔ وروستو ئې موقف خپل كړو چې هغوي برطانوي وګړي دي۔ او په هغوي د پاكستان د قانون اطلاق نه كېږي۔ وفاقی وزیر ووئيل د ترلاسه شويو اطلاعاتو ترمخه نېب فضل داد او قاسم نومې دوه وګړي نيولې دي۔ د تفتيش په مهال چې هغوي نېب ته كوم بيان وركړې د هغې ترمخه دوي دواړو شريف كورنۍ له كار كولو۔ د حمزہ شهباز او شریف كورنۍ په وېنا دوئي په اربونو روپۍ بهر لېږلې دي۔ په هغوي كښې ئې د 85 اربه روپو جائېدادونه جوړ كړل۔ ده ووئيل شريف او زرداري كورنيو 5 اربه ډالره د مني لانډرنګ د لارې هېواد څخه بهر لېږلې دي۔ هغوي دې يا دا پېسه بېرته وركړي يا دې زندان تېر كړي۔ كوم درېم آپشن نشته۔ ده ووئيل وزيراعظم د يو شمېر هېوادونو دورې كړي دي چې ورسره هېواد كښې استحكام راغلې دې۔ نن د ډالر په قيمت كښې كمې رامخې ته كېږي۔ ده ووئيل د معيشت پياوړتيا له په بشپړه ډول ګامونه پورته كولې شي۔ حکومت د اثاثو د ډېکلیئریشن سکیم هم معارفي كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښی وفاقي وزير ووئيل زرداري صاحب كه احتجاج كوي نو مونږ به هغه ته آسانۍ وركړو۔ د پي ټي آئي فنډ څخه به هغوي ته خوراك وركړو او كنټېنر به هم وركړو۔ ده ووئيل كه تاسو هر څه كوۍ د احتساب عمل به روان وي۔ ده ووئيل زرداري صاحب اول دړكه وركړي بيا درې كاله بهر تېر كري بيا ئې چې باور وشي نو هېواد ته راشي۔ هغه دې دړكه دومره وركړي څومره چې زغملې شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د الطاف حسېن اېم كيو اېم او اوسني اېم كيو اېم كښې ډېر فرق دې۔ عمران خان د الطاف حسېن د اېم کیو اېم په ضد هغه وخت موقف خپل كړو كله چې آصف زرداری او مراد علی شاہ نائن زیرو څخه بهر ناسته كولو سره منتونه كول۔ هغه مهال عمران د جبر د عهد په ضد خبره وكړه او ودرېدو۔ موجودہ اېم کیو اېم يو مختلف كوند دې۔ په دې كښې د فروغ نسیم ، خالد مقبول صدیقی او فېصل سبزواری په ډول كسان دي۔ موجوده اېم كيو اېم كوم عسكري ونګ نه لري











