په بدنيتۍ د اډانه تورونو او جعلي خبرونو مخنيوي او د سپكاوي تحرير خپرولو په ضد سپريم كورټ ته خط ليكم۔ د چيف جسټس آف پاكستان پام د اولسي اهميت معاملې پلو ګرځوم۔ خواست كوم چې د جوډيشل كمېټۍ راروانه غونډه كښې دې په دې غور وكړې شي۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن

اسلام آباد ۔ 31 مارچ (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي زه په بدنيتۍ د اډانه تورونو ٬ د جعلي خبرونو مخنيوي او د سپكاوي تحرير خپرولو په ضد د موجوه قانون نفاذ باوري كولو له سپريم كورټ ته خط ليكم۔ خط كښې د چيف جسټس آف پاكستان پام د اولسي اهميت معاملې پلو ګرځوم او چيف جسټس آصف سعيد خان كھوسه …

اسلام آباد ۔ 31 مارچ (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي زه په بدنيتۍ د اډانه تورونو ٬ د جعلي خبرونو مخنيوي او د سپكاوي تحرير خپرولو په ضد د موجوه قانون نفاذ باوري كولو له سپريم كورټ ته خط ليكم۔ خط كښې د چيف جسټس آف پاكستان پام د اولسي اهميت معاملې پلو ګرځوم او چيف جسټس آصف سعيد خان كھوسه ته خواست كوم چې د جوډيشل كمېټۍ په راروانه غونډه كښې په دې غور وكړې شي۔ خط كښې وئيلې شوي دي چې څنګه ستا علم كښې ده چې د تېرو څو كلونو څخه پاكستان كښې پرنټ، الېکټرونک او د ډيجيټل ميډيا سائز كښې ډېر زياتوالې شوې دې۔ ميډيا ټولنې ته ژوره رسنه او په ټولو طبقو زيات اثر لري۔ ده ووئيل د بد مرغه د سپكاوي تحري خپرولو په ضد د موجوده قانون نفاذ داسې فعاله نه دې څنګه چې دې له كېدل وو۔ دې سره د انصاف ترلاسه كولو او د مجرمانو احتساب كولو عمل كښې خنډان رامخې ته كېږي۔ خط كښې چيف جسټس آصف سعيد كھوسه ته په دې لړ كښې د هېواد په هر يو ښار او ضلع كښې د ججانو غوره كولو وړاندېز شامل دې۔ د اطلاعاتو وزير په خپل وړاندېز كښې ووئيل په كومو ضلعو كښې چې وداني 50 لكه يا دې نه زياته وي هلته دې 4 ججان ولګولې شي۔ دغسې 25 لكه يا دې نه زياتې ودانۍ له دې 2 ججان او 25 لكه څخه د كمې ودانۍ ضلعې له دې يو يو جج غوره كړې شي۔ ده خواست وكړو چې په قانون عمل درآمد فعاله جوړولو له دې د ثبوت وركولو ٬ د ګواهۍ وركولو او د خواست جمع كولو عمل آسان او ساده جوړ كړې شي۔ په دې لړ كښې دې د مناسبو بدلونونو د لارې د الېكټرانك او نوو ذريعو د لارې د خواست جمع كولو اجازت وركړې شي۔ د اطلاعاتو وزير د ويډيو د لارې د شهادت ريكارډ كولو عمل (د كوم اجازت چې قانون كښې وړاندې نه موجود دې) هم په بشپړه توګه د نافذ كولو خواست كړې دې۔ خط كښې وئيلي شوي دي چې د ټولو اړوند هائي كورټس چيف جسټس صاحبانو ته دې هدايت وكړې شي چې هغوي دې د خپلې دائره كار ترمخه ددې نفاذ باوري كړي۔ دا ګام به په بدنيتۍ د اډانه تورونو او جعلي خبرونو مخنيوي له فعاله ذريعه ثابت شي

مزید خبریں