لاہور ۔ 30 مارچ(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي په سړكونو فشار كمولو له به رېلوے غوره جوړول وي۔ د مزدورانو د تنخاګانو زياتولو په حق كښې يم۔ جمهوري وزيراعظم يم٬ ښه په سوچ سره د مالي بجټ ترمخه پرېكړې كوم۔ د پخوانو وزيراعظمانو په ډول بادشاه جوړېدو سره پېسې وېشلې نه شم۔ د رېلوے نظام پياوړتيا له به چين څخه مرسته اخلو۔ د خالي په ورځ لاهور …
په سړكونو فشار كمولو له به رېلوے غوره جوړول وي۔ د مزدورانو تنخاګانې زياتولو په حق كښې يم۔ جمهوري وزيراعظم يم۔ ښه په سوچ سره د مالي بجټ ترمخه پرېكړې كوم۔ د پخوانو وزيراعظمانو په ډول بادشاه جوړېدو سره پېسې وېشلې نه شم۔ د رېلوے نظام پياوړتيا له به چين څخه مرسته اخلو۔ د وزیر اعظم عمران خان لاهور كښې د جناح اېكسپرېس ټرېن پرانستې دستورې ته خطاب

مزید خبریں
لاہور ۔ 30 مارچ(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي په سړكونو فشار كمولو له به رېلوے غوره جوړول وي۔ د مزدورانو د تنخاګانو زياتولو په حق كښې يم۔ جمهوري وزيراعظم يم٬ ښه په سوچ سره د مالي بجټ ترمخه پرېكړې كوم۔ د پخوانو وزيراعظمانو په ډول بادشاه جوړېدو سره پېسې وېشلې نه شم۔ د رېلوے نظام پياوړتيا له به چين څخه مرسته اخلو۔ د خالي په ورځ لاهور كښې د جناح اېكسپرېس ټرېن پرانستې دستورې ته خطاب كښې وزيراعظم ووئيل په ټوله نړۍ كښې رېل عام وګړي كاروي او مونږ له به په سړكونو فشار كمولو ٬ د اولس آسانۍ او د هېواد پرمختګ له د رېلوے نظام پياوړې كول وي۔ ده ووئيل انګرېز چې د رېلوے كوم نظام پرېښودلې وو هغې كښې د زياتوالي په ځائې كمې راغلې دې۔ موټروېز او سترې لارې اشرافيه لپاره جوړولې شي۔ ده ووئيل په اصولي توګه د مزدورانو د تنخاګانو زياتولو په حق كښې يم۔ جمهوري وزيراعظم يم۔ ښه په سوچ سره د مالي بجټ ترمخه پرېكړې كوم۔ د پخوانو وزيراعظمانو په ډول بادشاه جوړېدو سره پېسې وېشلې نه شم۔ ده ووئيل هڅه كوم چې لاندې طبقه د بې وزلۍ لكير څخه بره راولم۔ چين هم دغسې كولو سره پرمختګ كړې دې ولې پاكستان كښې مالدار لا مالداره او غريب لا غريب شوې دې۔ ده ووئيل چين د رېلوے په ټېكنالوجۍ كښې په نړۍ كښې تر ټولو وړاندې دې او په دې لړ كښې به د چين څخه مرسته اخلو۔ وزیر اعظم ووئيل كراچۍ څخه تر پېښور به اېم اېل ون د عام وګړو په ژوند كښې بدلون راولي۔ ده ووئيل په نوي پاكستان كښې د سېلګرۍ لوئې صلاحيت دې ٬ سېلګرۍ لپاره به د رېلوے نظام لا پياوړې كول وي۔ ده ووئيل زه راروانه مياشت د چين دوره كوم او په دغه مهال به چين سره رېلوے ښه كولو له خبره كوم۔ د جناح اېكسپرېس سره به لاهور څخه تر كراچۍ سفر د 15 ساعتونو شي۔











