سندھ بايد د پاكستان تر ټولو سوكاله صوبه وې۔ ولې نن دننه سندھ تر ټولو زياتې بې وزلۍ سره مخ دې۔ كرپشن ترټولو زيات وسائل لرونكې هېوادونه هم مقروض كوي۔ د خزانې وزارت په شمول د تېرو لس كلونو په مهال سندھ ته د ګاز رائلټي په مد كښې 234 ارب روپۍ ترلاسه شوي دي۔ د كرپشن د لارې په وسائلو د شمېر يو څو كسان قبضه كوي۔ په نوي پاكستان كښې چې كومې سيمې څخه هم سره زره ٬ اوسپنه ٬ ګاز يا تېل راوځي تر ټولو لومړې به دا د دغه سيمې په ګټه وي۔ د وزيراعظم عمران خان ګھوټكي كښې عمومي غونډې ته خطاب

اسلام آباد/ ګھوټکی ۔ 30 مارچ(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي قومونه غريب نه ولي بلكې كرپشن قومونه او هېوادونه غريب جوړوي۔ سوئيلي كوريا د پاكستان په ماډل عمل وكړو او د پرمختګ پړاؤنو څخه تېره شوه۔ سندھ بايد د پاكستان تر ټولو زياته سوكاله صوبه وې۔ كراچۍ د پاكستان معاشي پلازمينه ده۔ تر ټولو زيات ګاز دې ځائې څخه ويستلې شي۔ ددې ځائې زمكې زرخېزې دي٬ دا …

اسلام آباد/ ګھوټکی ۔ 30 مارچ(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي قومونه غريب نه ولي بلكې كرپشن قومونه او هېوادونه غريب جوړوي۔ سوئيلي كوريا د پاكستان په ماډل عمل وكړو او د پرمختګ پړاؤنو څخه تېره شوه۔ سندھ بايد د پاكستان تر ټولو زياته سوكاله صوبه وې۔ كراچۍ د پاكستان معاشي پلازمينه ده۔ تر ټولو زيات ګاز دې ځائې څخه ويستلې شي۔ ددې ځائې زمكې زرخېزې دي٬ دا د وريژو ٬ پومبې ٬ ګني او مرچو په شمول د ډېر څه پېدا كولو صلاحيت لري۔ كرپشن ترټولو زيات وسائل لرونكې هېوادونه هم مقروض كوي۔ ګھوټكي كښې د سندھ 70 فيصد ګاز راوځي او دلته د ګاز 250 كوهيان دي۔ دا ضلع بايد تر ټولو وړاندې وې ولې وروستو پاتې شوې ده۔ د خزانې وزارت په شمول د تېرو لس كلونو په مهال سندھ ته د ګاز رائلټي په مد كښې 234 ارب روپۍ ترلاسه شوي دي۔ د كرپشن د لارې په وسائلو د شمېر يو څو كسان قبضه كوي۔ كله چې د هېواد هغه لارښود كوم چې اقتدار كښې پاتې شوي دي پوښتلې شي نو جمهوريت خطرې سره مخ كېږي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ ګھوټكي كښې عمومي غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل 10 كاله وړاندې په هېواد قرضه 6 زره اربه وه كومه چې په لس كلونو كښې 30 زره اربه ته رسېدلې ده۔ د هېواد دا پېسه كوم پلو تلې ده۔ وړاندې به شريفو وروڼو زرداري ته كرپټ وئيل او زرداري به دوئي ته۔ اوس دواړه يو ځائې كېدو سره د جمهوريت بچ كولو هڅې كوي۔ ولې دوئي چې څه هم كوي مونږ ئې نه پرېږدو۔ اولس به دوئي معاف نه كړي۔ يوه لاره شته د قوم پېسه دې وركړي نو دوئي به پرېښودلې شي۔ ده ووئيل مونږ څلورنيمې مياشتې دھرنا كرپشن لپاره نه هېواد كښې سپېځلې ټاكنو له كړې وه۔ ده ووئيل مېرمنو لپاره يو خاص پروګرام راوړو۔ هېواد كښې د بې وزله ضلعو پرمختګ زمونږ لومړۍ ترجيح ده۔ د سود نه پاكې قرضې به وركوو۔ بې روزګاره او بې وزله زلمو ته به روزګار وركوو۔ د بې وزلۍ په ضد به جهاد كوو۔ په نوي پاكستان كښې چې د كومې سيمې څخه هم سره زره ٬ اوسپنه ٬ ګاز يا تېل راوځي تر ټولو لومړې به دا د دغه سيمې په ګټه وي۔ وزيراعظم خپل خطاب كښې د سردار ګوهر مهر د اولسي غونډې په كولو او دې ته د خلقو په بللو مننه وكړه۔ وزيراعظم دده د روغتيا دعا هم وكړه۔ وزيراعظم ووئيل تېره ورځو كښې مهاتير محمد زما په بلنه د پاكستان په دوره راغلې وو۔ هغه په اسلامي نړۍ كښې هغه سټېټ مېن وو چا چې خپل قوم او بې وزله طبقو ته ترقي وركړه۔ كله چې حكومت كښې راغلو نو د ملائيشيا د سړي سر آمدن يو زر څخه تر يو نيم زر ډالر وو ولې چې كله هغه حكومت څخه تلو نو دا آمدن سړي سر 9 زره ډالرو ته رسېدلې وو۔ دده په 17 كاله اقتدار كښې د هېواد ادارې مضبوطې شوې ولې دې چې اقتدار څخه اخوا شو نو يو سوكاله هېواد مقروض كېدل پېل شو۔ له دې كبله اولس 93 كلن مهاتير يو وارې بيا وزيراعظم جوړ كړو۔ ده ووئيل نن پاكستان تاريخي قرضې سره مخ دې او مونږ يوازې روزانه 6 اربه روپۍ سود ادا كوو۔ ده ووئيل نن وفاقي حكومت سره د 45 سو اربه روپو ټېكس جمع كېږي په كومو كښې چې 2 زره اربه روپۍ د قرضو په قسطونو كښې وركولې شي۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل نائیجیریا كښې ښه ډېر تېل دي او كانګو كښې هر ډول معدنيات او د هيرو لوئې لوئې كانونه دي ولې دواړه هېوادونه غريب دي ٬ دغلته 70 فيصده خلق د بې وزلۍ لكير څخه لاندې ژوند كوي ولې چې ددغې ځائې كرپټ مشرتابه په وسائلو قبضه كړې ده۔ ده ووئيل
د وفاق آمدن د ټېكسونو 45 سوه اربه روپۍ او 1 زر اربه روپۍ دې۔ په دې كښې د قرضو په ادائيګۍ دوه زره روپۍ مصرف كولې شي۔ په پاتې 35 سوه اربه روپو كښې 25 سوه اربه روپۍ صوبو ته وركولې شي۔ وفاق سره 1 ارب روپۍ پاتې كېږي او دفاع لپاره مونږ ته 17 سوه اربه روپۍ وركول وي۔ ده ووئيل نن د خپلې غلا پټولو له ټرېن مارچ پېل شوې او د غلا د اربونو روپو بچ كولو له دوه دوه زره روپۍ وګړو ته وركولې شي او دوئي سټېشنونو ته رابللې شي۔ ولې دوئي سره هم دھوكه شوې او دوئي ته دوه دوه سوه روپۍ وركړې شوي دي۔ ده ووئيل زه د سندھ اولس ته باور وركوم چې ددوئي پرمختګ له به زور لګوم دې لپاره نه چې ماته ووټ راكړې شي ولې چې كے پي كے او پنجاب كښې كاميابي ترلاسه كولو سره حكومت جوړېدې شي بلكې زه د ټول هېواد پرمختګ غواړم۔ ده ووئيل مونږ د چين څخه هم ډېر څه زده كړې دي او چين چې د بې وزلۍ ختمولو له څه كړي دي كوم بل هېواد كړې نه دي۔ ده ووئيل سندھ كښې تر ټولو زيات د ظلم سياست كېږي هم دغه سوب دې چې خلق بل چاته ووټ وركولو څخه ويرېږي۔ ده ووئيل مونږ به دا ويره ختموو۔ ده ووئيل په نوي پاكستان كښې چې د كومې سيمې څخه هم سره زره ٬ اوسپنه ٬ ګاز يا تېل راوځي تر ټولو لومړې به دا د دغه سيمې په ګټه وي۔

مزید خبریں