اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن سره د تركيې د مذهبي چارو پلاوي د پروفېسر ډاكټر محمت ګورمز په مشرې كښې ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف او په پاكستان كښې د تركيې سفير بابر ګورګن هم موجود وو۔ په دې موقع اولس مشر ممنون حسېن ووئيل چې د پاكستان او تركيې اړيكې د دوستې نه وړاندې …
اولس مشر ممنون حسېن سره د تركيې د مذهبي چارو پلاوي د پروفېسر ډاكټر محمت ګورمز په مشرې كښې ملاقات وكړو
اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن سره د تركيې د مذهبي چارو پلاوي د پروفېسر ډاكټر محمت ګورمز په مشرې كښې ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف او په پاكستان كښې د تركيې سفير بابر ګورګن هم موجود وو۔ په دې موقع اولس مشر ممنون حسېن ووئيل چې د پاكستان او تركيې اړيكې د دوستې نه وړاندې تللو سره د ورورولې دي٬ دا اړيكې به د اسلامي امت او د انسانيت د بهترې سبب وګرځي۔ اولس مشر ووئيل چې د پلاؤو تبادلې سره به د دواړو هېوادونو اړيكې لا قوي شي۔ ده ووئيل چې مونږ د امام حاطب سكول سسټم د قيام د تجويز هركلې كوو۔ په تركيه كښې د اسلامي پوهنتون په طرز پوهنتون جوړېدو سره به د دواړو پوهنتونونو ترمېنځه مرسته زياته شي۔ اولس مشر ووئيل چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تعليمي او عملي اړيكو د پراختيا ضرورت دے او د دواړو خوا د زده كوونكو د پلاؤو تبادلې په دې لړ كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ ده ووئيل چې په پاكستان كښې مذهبي مدرسې جديد علومو سره هم آهنګ كولو لپاره په مركزي چوكاټ كښې راوستلې شي۔ د تركيې د پلاوي مشر ووئيل چې الله تعالٰي زمونږ دوستي د ارواح په عالم كښې جوړه كړې وه۔ ده ووئيل چې د پاكستان قومي شاعر اقبال او د تركيې قومي شاعر محمد عاكف په پېغام كښې هېڅ فرق نشته٬ دواړو د مولانا رومي څخه فكري فېض ترلاسره كړے۔ ده د دواړو هېوادونو د اړيكو په وده كښې د اولس مشر په دلچسپې مننه وكړه۔











