اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي) بحرېن كښې د پاكستان سفير جاوېد ملك وئيلي دې چې مانامه ډائیلاګ كښې د وزیراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزير وېنا سره به په سيمه ايزه وضعه د پاكستان دريځ رامخې ته شي۔ مانامه ډائیلاګ د برټش انسټي ټېوټ انټرنېشنل ستراتېژك سټډيز تر سېوري لاندې كېږې چې پكښې امریکا، برتانیه، فرانس، المان ، پاکستان، سعودي عرب، ترکیه، چین، متحدہ عرب امارات، قطر، …
مانامه ډائیلاګ كښې د سرتاج عزير وېنا سره به په سيمه ايزه وضعه د پاكستان دريځ رامخې ته شي٬ بحرېن كښې د پاكستان سفير جاوېد ملك
اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي) بحرېن كښې د پاكستان سفير جاوېد ملك وئيلي دې چې مانامه ډائیلاګ كښې د وزیراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزير وېنا سره به په سيمه ايزه وضعه د پاكستان دريځ رامخې ته شي۔ مانامه ډائیلاګ د برټش انسټي ټېوټ انټرنېشنل ستراتېژك سټډيز تر سېوري لاندې كېږې چې پكښې امریکا، برتانیه، فرانس، المان ، پاکستان، سعودي عرب، ترکیه، چین، متحدہ عرب امارات، قطر، کوېت، سپېن، سنګاپور، افغانستان او د هند پشمول د 20 نه زيات هېوادونه ٬ نړيوال تنظيموه او ميډيا ګډون كوي۔ د وزیراعظم خارجه سلاحكار سرتاج عزيز به په 11م دسمبر مانامه ډائيلاګ ته وېنا كوي۔ د برتانيې خارجه سېكتر بورس جانس ٬ د فرانس د دفاع وزير جېن يوېس لي ډېرام او د امريكې د دفاع وزير اشټن كارټر به هم په دې موقع وېنا كوي۔ سرتاج عزيز به په دې موقع دوه اړخيزه مهم ملاقاتونه هم كوي۔











