داخله وزیر د الوتكې پېښې نه پس د مرستې كاروائيو لپاره ټولو اړوندو وفاقي او صوبائي ادارو ٬ حكومت او انتظاميې ته د رېسكيو مرستې امر وكړو۔

اسلام آباد ۔ 7 دسمبر (اے پی پی) داخله وزیر چوهدری نثار علي خان د الوتكې پېښې نه پس د مرستې كاروائيو لپاره ټولو اړوندو وفاقي او صوبائي ادارو او حكومت او انتظاميې ته د رېسكيو مرستې امر كړې دې ۔ د داخله وزارت وياند له مخې د الوتكې نسكورېدو په پېښه د داخله وزير په امر ټولې اړوندې څانګې الرټ كړې او په دې لړ كښې داخله سېكتر د …

اسلام آباد ۔ 7 دسمبر (اے پی پی) داخله وزیر چوهدری نثار علي خان د الوتكې پېښې نه پس د مرستې كاروائيو لپاره ټولو اړوندو وفاقي او صوبائي ادارو او حكومت او انتظاميې ته د رېسكيو مرستې امر كړې دې ۔ د داخله وزارت وياند له مخې د الوتكې نسكورېدو په پېښه د داخله وزير په امر ټولې اړوندې څانګې الرټ كړې او په دې لړ كښې داخله سېكتر د اېن ډي اېم اے چيئرمېن سره تماس نيولې او د پېښې پحقله د هر ډول ممكنه آسانيو وركولو امر ئې كړې۔ د داخله وزير د امر نه پس د اېف آئي اے او نادرا ډلې د پېښې ځائ ته رسېدلې ٬ اېف آئي اے به په ابتدائي پلټنو كښې مرسته كوي او د نادرا ډلې به د مسافرو پېژندګلي كوي ۔ د داخله وزير په امر اېئر ونګ چورلكې به د رېسكيو هڅو كښې د اېن ډي اېم اے مرسته كوي

مزید خبریں