اسلام آباد 07 دسمبر (اے پي پي) د وزیراعظم وياند ډاكټر مصدق ملك وئيلي دې مریم صفدر د چا په كفالت كښې نه ده٬ ھغه د خپلو ډكليئرډ آثاثو ټېكس وركوي ۔ ټي وي پروګرام كښې خپلو خبرو كښې ده ووئېل د شريفې كورنۍ وكيلانو سترې محكمې ته دستاوېزات او شهادتونه وړاندې كړې كومو كښې چې وئيلي شوې مریم صفدر د چا په كفالت كښې نه ده٬ ھغه د خپلو …
مریم صفدر د چا په كفالت كښې نه ده ٬ ھغه د خپلو ډكليئرډ آثاثو ټېكس وركوي۔د ډاكټر مصدق ملك ټي وي پروګرام كښې خبرې
اسلام آباد 07 دسمبر (اے پي پي) د وزیراعظم وياند ډاكټر مصدق ملك وئيلي دې مریم صفدر د چا په كفالت كښې نه ده٬ ھغه د خپلو ډكليئرډ آثاثو ټېكس وركوي ۔ ټي وي پروګرام كښې خپلو خبرو كښې ده ووئېل د شريفې كورنۍ وكيلانو سترې محكمې ته دستاوېزات او شهادتونه وړاندې كړې كومو كښې چې وئيلي شوې مریم صفدر د چا په كفالت كښې نه ده٬ ھغه د خپلو ډكليئرډ آثاثو ټېكس وركوي ۔ده ووئيل پاکستان تحریك انصاف عدالت ته دستاويزات او شهادتونه نه دي وړاندې كړي بايد پي ټي آئي خپل شهادتونه عدالت ته وړاندې كړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده په ميډيا زور رواړو چې ميډيا د ذمه وارۍ څرګندونه وكړي او پوائنټ سكورنګ لپاره بې بنسټه تنقيد څخه ډډه وكړي











