اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي)د سېنېټ دوهم چيئرمېن مولانا عبدالغفور حېدري وئېلي دي چې سي پېك منصوبه د نړۍ ګلوبل وېلج حقيقي عكس دے٬دا به پھ هر صورت بشپړولې شي٬د دې منصوبې څخه به نه يوازې پاكستان او چين استفاده كوي بلكې د منطقې ټول هېوادونه به هم د دې څخه ګټھ پورته كوي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د چين شان صوبې صوبائي كمېټۍ دوهم چيئرمېن پھ مشرۍ …
سي پېك منصوبه د ګلوبل وېلج حقيقي عكس دے٬دا به پھ هر صورت بشپړولې شي

مزید خبریں
اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي)د سېنېټ دوهم چيئرمېن مولانا عبدالغفور حېدري وئېلي دي چې سي پېك منصوبه د نړۍ ګلوبل وېلج حقيقي عكس دے٬دا به پھ هر صورت بشپړولې شي٬د دې منصوبې څخه به نه يوازې پاكستان او چين استفاده كوي بلكې د منطقې ټول هېوادونه به هم د دې څخه ګټھ پورته كوي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د چين شان صوبې صوبائي كمېټۍ دوهم چيئرمېن پھ مشرۍ كښې د چين پلاوي سره پھ خبرو كښې وكړه۔مولانا عبدالغفور حېدري ووئيل زه تېرو ورځو كښې د چين كميونسټ ګوند په بلنه د چين په دوره تلې ووم۔ده ووئيل ما ته په دې خوشحالي شوې چې چين پرمختګ كوي او مونږ هم دا لا پرمختګ كونكې ليدل غواړو۔ده ووئيل دا يوه ښه خبره ده چې د چين دورې پھ مهال د 8 پلاو مشري كولو سره ما ته دا محسوس شوې چې هلته وروستو پاتې صوبو لپاره اضافي بجټ بېل كړې شوې۔دوهم چيئرمېن ووئيل چين سي پېك سره په اړوندو شپږو پروژو كار كوي٬ده ووئيل امريكا يوازې د ګلوبل وېلج خبره كوي ولې زمونږ پخواني ملګري چين دا خبره حقيقت كښې بدله كړې۔پھ دې مهال د چين پلاوي مشر ليو ژن ون ووئيل زمونږ صوبه د پخواني كلتور او كاروبار پھ لړ كښې پراخا موقعې لري۔ده ووئيل زمونږ صوبه نه يوازې د ټېكنالوجۍ او ټيلي كميونيكېشن په لړ كښې مشهوره ده بلكې په داروګانو جوړونكو كمپنو٬موټروے او رېلوے سره اړوندو منصوبو كښې پاكستان كښې سرمايه كاري كوي۔سناتور محمد طلحه محمود ووئيل پاكستان د سرمايه كارۍ پراخا موقعې لري كومو څخه چې چائنه كمپنۍ ګټه پورته كولې شي۔









