اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف پاکستان پيپلز پارټۍ ته ګلګت بلتستان كښې د حکومت جوړولو بلنه وركړې ده۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم ووئيل پاکستان پيپلز پارټي په ګلګت بلتستان كښې د اکثريتي ګوند په توګه رامخې ته شوے دے٬ دوي ته په ګلګت بلتستان كښې د حکومت جوړولو بلنه وركوم۔ وزيراعظم ووئيل …
وزيراعظم شهباز شريف پاکستان پيپلز پارټۍ ته په ګلګت بلتستان كښې د حکومت جوړولو بلنه وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف پاکستان پيپلز پارټۍ ته ګلګت بلتستان كښې د حکومت جوړولو بلنه وركړې ده۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم ووئيل پاکستان پيپلز پارټي په ګلګت بلتستان كښې د اکثريتي ګوند په توګه رامخې ته شوے دے٬ دوي ته په ګلګت بلتستان كښې د حکومت جوړولو بلنه وركوم۔ وزيراعظم ووئيل مسلم ليګ ن، ګلګت بلتستان كښې د حکومت سازۍ په معامله كښې د پيپلزپارټۍ مرسته كوي٬ مسلم ليګ ن ګلګت بلتستان اسمبلۍ كښې په اپوزيشن كښې د پاتې كېدو پرېكړه كړې ده خو ولې زمونږ متنخب غړي به پيپلز پارټي ته په حكومت جوړولو كښې ووټ وركوي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ جمهوري روايات او اقدام د مقدمه ساتلو پرېكړه كړې ده، مسلم ليګ ن تل د خپل حليف ګوندونو سره د عزت و احترام رشته ساتلې ده۔(








