…
د نائب وزیرِ اعظم سینیټر محمد اسحاق ډار د مصر خارجه وزیرِ بدر عبدالعاطی سره په ټیلیفون خبرې ٬د منطقې په وضعه او په اوسني پیش رفت د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔13جون (اے پي پي) نائب وزیرِاعظم و خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار د خالي په شپه د مصر خارجه وزیرِ بدر عبدالعاطی سره په ټیلیفون خبرې كري ٬ په كومو كښې چې دواړو لارښودو د منطقې په وضعه او په اوسني پیش رفت د خيالاتو څرګندونه او په سيمه ايز امن و استحکام زياتولو لپاره په سفارتي هلو ځلو د مثبت پیش رفت هر كلے وكړو ۔د خارجه دفتر نه جاري بيان تر مخه د مصر خارجه وزیر دا هيله څرګنده كړه چې د امرېكې او ايران تر مينځه روان روابط او خبرې اترې ډېرې زر رغنده نتیجې ته اورسي كومې چې منطقه كښې د پائیدار امن او استحکام راوستو لپاره به مرستيالې وګرځي ۔ په دې مهال فریقین د شرېكې خوښې نزدې رابطه برقرار ساتلو او د مشاورت لړۍ دوامداره ساتلو ته هم اتفاق وكړو ۔







