اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) د راروان مالي كال 2026-27ء لپاره د 18 زره 771 اربه روپو حجم لرونكے وفاقي بجټ د جمعې په ورځ قامی اسمبلۍ ته وړاندې كړے شو، چې پكښې اقتصادي پرمختګ ، ټیکس ریلیف، په ګرانۍ قابو موندل او د ژوند بيلو څانګو لپاره مراعات ته خاص پام لرنه شوي،د سرکاري ملازمانو تنخاګانو او پنشن كښې 7 فیصده زياتوالے شوے دغسې تنخاہ دارې …
د مالي كال 2026-27ء لپاره د 18 زره 771 اربه روپو وفاقي بجټ قامی اسمبلۍ ته وړاندې كړے شو،اقتصادي پرمختګ ، ټیکس ریلیف، په ګرانۍ قابو موندل او د ژوند بيلو څانګو لپاره مراعات ته خاص پام لرنه شوې

مزید خبریں
اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) د راروان مالي كال 2026-27ء لپاره د 18 زره 771 اربه روپو حجم لرونكے وفاقي بجټ د جمعې په ورځ قامی اسمبلۍ ته وړاندې كړے شو، چې پكښې اقتصادي پرمختګ ، ټیکس ریلیف، په ګرانۍ قابو موندل او د ژوند بيلو څانګو لپاره مراعات ته خاص پام لرنه شوي،د سرکاري ملازمانو تنخاګانو او پنشن كښې 7 فیصده زياتوالے شوے دغسې تنخاہ دارې طبقې ته ریلیف وركولو سره د ټيكس شرح كښې كمے او سرچارج ختم کړے شوے، د لږې نه لږه د مياشتي تنخاہ كښې 10 فیصده اضافه وكړې شوه ، اېف بی آر د محصولات اندازه 15 زره 264 اربه روپۍ مقرر كرې شوې ، د ھاؤسنګ او كركيلي پشمول د قامی معیشت بيلو څانګو لپاره خصوصی مراعات اعلان کړے شوي،د سرکاري څانګي پرمختيائي پروګرام حجم يو زر اربه روپۍ دغسې د هېواد دفاع لپاره 3 زره اربه روپۍ بيلي كړې شوې، 15 کروړه نه تر 50 کروړه روپو په آمدن لګېدلے سپر ټیکس په بشپړه توګه ختم کړے شو ، بینظیر انکم سپورټ پروګرام لپاره 838 اربه روپۍ بيلي كړې شوې۔د جمعې په ورځ قامی اسمبلۍ كښې د راروان مالي كال وفاقي بجټ وړاندې كولو كښې د خزاني وزیر سینیټر محمد اورنګزیب ووئيل د خپل حکومت دريم بجټ وړاندې كوم ٬ د اتحادي ګوندونو د قيادت او په خاص توګه د نوازشریف، بلاول بھټو زرداري، خالد مقبول صدیقي، چوهدری شجاعت حسین، عبدالعلیم خان او خالد حسین مګسی لارښودني لپاره مننه كوم۔ دا بجټ په يوه داسې موقع وړاندې كيږي چې پاكستان د خپل اولس او نړۍ په نظر كښې د يو داسې هېواد حيثيت ترلاسه كړے د كوم غږ چې اورېدلے كيږي او د ملګرتيا خواهش يې لرلې كيږي۔وفاقي وزير ووئيل دا بدلون اتفاقا ً نه دې راغلے دا تېر كال په مئي مياشت كښې راغلے كله چې هند له د پاكستان د اړخه يو داسې ځواب وركړے شو د كوم نوټس چې ټولې نړۍ واخست٬زمونږ وسله والو يو داسې خله ماتې ځواب وركړو چې په څو ساعته كښې هغوي د آمن په خبره كولو مجبور شول ٬دا كاميابي د لسيزو د پيشه وره تربيې او چمتوالي نتيجه وه٬ د آپريشن بنيان المرصوص كاميابي زمونږ د قامي تاريخ يو داسې روښانه باب دے چې نن ټوله نړۍ د پاكستان د دفاعي قوت ستائنه كوي او هم دغه وجه ده چې زمونږ د فضاﺀ تحفظ كوونكو جټ فائيټرز ځينو هيوادونو په خپله فضائيه كښې شاملولو لپاره د پاكستان سره په رابطه كښې دي۔زمونږ دفاعي صنعت د قيمتي زرمبادله ګټلو يوه ذريعه هم جوړه شوې٬دا د دې خبرې ثبوت دے چې قوي دفاع نه يوازې زمونږ د سلامتيا لپاره مهمه ده بلكې دا د هېواد معاشي پرمختګ كښې مرستياله ثابتېدې شي۔ده ووئيل دې دفاعي قوت نه يوازې د منطقې بلكې په ټوله نړۍ كښې زمونږ د ستراتېژېكي فارټنرشپ نقشه د نوي سره سره ترتيب كړی۔زه په خصوصي توګه د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه د ستراتېژك ميوچوئل ډيفنس ايګريمنټ ذكر كول غواړم٬زمونږ د دواړو هېوادونو ترمينځه د ايمان او ورورولۍ رشته د وړاندې څخه موجود وه دغسې د دې رسمي دفاعي لوظ نامې په وجه خادم الحرمين شريفين سره زمونږ اړيكو او د ورورولۍ خپلولۍ ته يو نوې مستحكم بنياد ترلاسه شوے٬دا زمونږ لپاره يو لويې اعزاز دے خو دې سره سره زمونږ لپاره يوه لويه او مقدس ذمه واري هم ده د كومې ترسره كولو لپاره چې مونږ په بشپړ عزم او باور د سعودي عرب سره ولاړ يو۔زمونږ په اړيكو كښې دا مهم بدلون زمونږ د قيادت د هڅو نتيجه ده٬د كومو لپاره چې وزيراعظم٬فيلډ مارشل او زمونږ ټول سفارتي او عسكري قيادت د مباركۍ مستحق دے۔د خزاني وفاقي وزير ووئيل په تېرو مياشتو كښې لويې څښتن پاكستان له يوع ځانګړې كاميابي وركړی چې د موجوده دور يو لويې جنګ په مهال امريكې او ايران په پاكستان باور وكړو او د يو ايماندار ثالث په توګه يې قبول كړو ٬پاكستان دا كردار په ښه ډول ترسره كولو لپاره په زړه پورې هڅې كوي كومې چې نن هم روانې دي۔الحمدلله نن مونږ د اسلام آباد امن خبرو اترو د لارې امريكا او ايران 47 كاله پس خبرو اترو ته راضي كولو كښې كامياب شوي يو۔پاكستان هڅه كوي چې زر تر زره د يوې لوظ نامې د لارې په منطقه كښې امن ممكن شي او ابنائے هرمز د لارې سپلائي د وړاندې پشان بحال شي٬د امريكې او ايران صدور څو واارې د وزيراعظم محمد شهباز شريف او فيلډ مارشل سيد عاصم منير ثالث په توګه د مهم كردار ستائنه كړې٬دا هغه لويه كاميابي ده چې ورسره زمونږ د قامونو په ورورولۍ كښې احترام او وقار زيات شوے او زمونږ هڅې په هره كچه او فورم ستائېلې شوې دي ۔ده ووئيل پاكستان د تېرو څو مياشتو په مهال په منطقه كښې امن٬استحكام او تاؤ تريخوالي كمولو لپاره چې كوم فعاله متوازن او ذمه واره سفارتي كردار ترسره كړے٬په دې كښې مونږ ته د خپل عظيم ګاونډي هېواد چين بشپړه مرسته ترلاسه ده ۔دواړه هېوادونه سيمه ايز امن٬استحكام لپاره او د امن په هڅو اتفاق لري۔ده ووئيل پاك چين اړيكې زمونږ د خارجه پالېسۍ مهمه ستن ده٬زمونږ ملګرتيا د هماليه څخه دنګه٬د سمندر څخه ژوره او د شهد څخه خوږه ده٬چين د پاكستان مهم تجارتي شراكتدار دے٬دې اړيكو د يو داسې ستراتېژيكي شراكتدارۍ شكل اختيار كړے كومه چې تر حكومتونو محدود نه بلكې د دوو قامونو د د زړونو او تقدير سره تړلې رشته ده٬د وزيراعظم شهباز شريف د چين اوسنۍ دورې دې شراكتدارۍ له يو نوې اړخ وركړے۔د خزاني وفاقي وزير ووئيل اوس زه د ايران امريكې جنګ په اثرات خبره كول غواړم ٬ د دې جنګ په وجه د پېټرول او ډيزل په نړيوالو منډيانو كښې په بيعو اثر پريوتے٬د هر كور په بجټ نوے او غېر متوقع فشار راغلے ٬دلته په دې خبره پوهېدل ضروري دي چې د پېټرول او ډيزل ځايي بيعې د نړيوالې منډۍ د بشپړ شدت څرګندونه نه وه ٬ كه حكومت د دې ټول بار په اولس اچولے ؤ نو دا بيعې به د دې څخه نورې هم زياتې وې٬دې لپاره د وزيراعظم په سپارښتنه حكومت د 128 اربه روپو عمومي سبسډي د لارې اولس له ريليف وركړے او بيا دغسې د صوبائي حكومتونو په مرسته يو ټارګټډ سبسډي نظام معارفي شوے چې د لارې يې حاجتمندو له د پېټروليم مصنوعات په بيعو كښې ريليف وركړے شو او اوس هم وركړے كيږي۔ده ووئيل پاكستان د يو مستحكم معيشت او معاشي بپرز سره د امريكې ايران جنګ په بحران كښې داخل شوے٬دې بحران له امله يو اړخ ته د نړۍ په ځينو هېوادونو كښې د تيلو كمے٬په پېټرول پمپز د اوږدو قطارونو٬ګرانۍ او ايكسچنج ريټ كښې ګراوټ ليدلے شوے او زمونږ څخه ښه وسائل لرونكو ځينې هېوادونو نړيوالو مالياتي ادارو ته رجوع كړې دغسې پاكستان كښې د حكومت په وخت او ښه پريكړو او قوي معاشي بپړز په وجه د تېلو كوم كومې نه دې رامخې ته شوے٬نه په پېټرول پمپونو اوږده قطارونه شته او نه د امن څه كومه مسئاه پېدا شوې او نه ايكسچينج ريټ متاثره شوے بلكې د دې بحران په مهال پيچ ريټنګ ايجنسۍ د پاكستان ريټنګ مستحكم ګرځولے دے۔ده ووئيل مونږ په دې اړه د اولسي ستونزو څخه خبر يو ٬ دې سره حكومت په نړيوال ماركيټ كښې د تيلو په بيعه كښې د كمي ګټه اولس ته منتقل كوي۔ده ووئيل دا د اوسني حكومت دريم بجټ دے ٬ په دې پوهېدل ضروري دي چې د تقرير په پېل زه د دوو كلونو مختصر احاطه وكړم٬مونږ دا مزل د يو مشكل ځاے څخه پیل كړے٬د وزيراعظم په مشرۍ كښې اوسني حكومت په زره پورې هلو ځلو سره په حالاتو قابو موندلے او ځينې مهمې كاميابۍ يې ترلاسه كړي دي۔د خزاني وزير ووئيل د لوي څښتن په فضل روان مالي كال كښې د سېلاب له امله زيانونو او د امريكې ايران جنګ باوجود زمونږ معاشي شرح نمو 3.7 فيصد ته رسېدلې٬زمونږ د صنعتونو پېداواري صلاحيت زيات شوے۔په دې مالي كال كښې لارج سكيل مينوفيكچرنګ شرح نمو 6.1 فيصد وه دغسې د خذمات په څانګه كښې 4.1 فيصد شرح نمو رامخې ته شوې٬ايل ايس اين او د خذمات په څانګو كښې شرح نمو د تېرو څلورو كلونو په لوړه كچه ده٬الحمدلله زمونږ د معيشت حجم 452 ارب ډالر ته رسېدلے كوم چې زمونږ د معيشت يوه نوې كاميابي ده٬د جي ډي پي په حجم كښې د زياتوالي په وجه زمونږ سړي سر آمدن د تېر كال 1751 ډالر څخه په زياتېدو 1901 ډالر ته رسېدلے۔ده ووئيل په تېرو دوو كلونو كښې پاليسي ريټ كښې ښكاره كمے رامخې ته شوے او دا شرح 22 فيصد څخه 11 فيصد ته راغلې۔زمونږ د زر مبادله پانګې هم زياتې شوې دي٬دا درې كاله وړاندې څلور اربه ډالره څخه هم لږې وې كومې چې اوس د 17 اربه ډالرو څخه زياتې شوې دي كومې چې د دريو مياشتو درآمدات لپاره پوره دي۔د خزاني وزير ووئيل ترسيلات زر كښې هم زياتوالے رامخې ته شوے٬د تېر كال 38 ارب ډالره په مقابله كښې د روان مالي كال په وړومبو 11 مياشتو كښې د ترسيلات زر حجم 38 ارب ډالر ته رسېدلے خو انشاﺀالله د كال په پوره كېدو به ترسيلات زر 41 ارب ډالر څخه زيات شي كومه چې زمونږ د تاريخ لوړه كچه ده۔ده ووئيل د ايف بي آر ټيكس ټو جي ډي پي شرح د مالي كال 23-2022 كښې 8.5 فيصد څخه په زياتېدو 10.3 فيصد ته رسېدلې٬يعني يوازې په دريو كلونو كښې د هېواد د معيشت په تناسب سره د ټيكسونو شرح دوه فيصده زياته شوې ده ۔ده ووئيل د دې اقداماتو او نتيجو څخه زمونږ مالياتي استحكام تر نظره كېږي ٬زمونږ مالياتي خساره جون 2023 كښې د جي ډي پي 7.8 فيصد وه كومه چې د روان مالي كال تر آخر به 4 فيصد ته راشي۔دوه كاله وړاندې مونږ پرائمري بيلنس كښې د جي ډي پي 0.7 فيصد برابر خسارې سره مخ وو٬روان مالي كښې زمونږ پرائمري بيلنس 1.6 فيصد سرپلس ته راغلے دغسې پرائمري بيلنس كښې د جي ډي پي په حساب سره 2.3 فيصد ښه والے راغلے دے۔ده ووئيل تېر مالي كال كښې د افراط زر شرح د تېر كال 23.4 فيصده څخه په كمېدو 4.5 فيصد ته راغلې٬د روان كال په مهال هم د ايران امريكې جنګ باوجود د ګرانۍ اوسط شرح 7 فيصده پاتې كېدو هيله ده كومې چې د روان مالي كال اندازه 7.5 فيصد څخه كمه ده٬اوسنو مياشتو كښې د افراط زر شرح زياته شوې٬انشاﺀالله د جنګ ختمېدو سره به د ګرانۍ شرح هم كمه شي۔د خزاني وزير ووئيل زمونږ د معاشي او مالياتي استحكام په وجه زمونږ په معيشت د نړيوالو پرمختيائي او نړيوالو ادارو باور زيات شوے او د نړۍ لويو ريټنګ ايجنسو د پاكستان ريټنګ آپ ګريډ كړے چې ورسره زمونږ كريډيټ ريټنګ مستحكم شوے۔ده ووئيل دا دې باور نتيجه ده چې پاكستان د 2022 نه پس په وړومبي ځل نړيوال بانك ماركيټ ته راستون شوے او په څلورو كلونو كښې پاكستان په وړومبي ځل د 750 ملين ډالر يورو بانډ په كاميابۍ سره اجرا كړے۔ د نړيوال غېر يقيني صورتحال باوجود زمونږ د بانډز طلب مستحكم ؤ ٬د دغې تسلسل مونږ ته تېره مياشت په نظر راغلو كله چې پاكستان د پاك چين سفارتي اړيكو 75مې سالګرې په موقع د هېواد د تاريخ وړومبې پانډا بانډ جاري كړو۔د كوم طلب چې زمونږ د وړاندېز څخه 5 چنده زيات ؤ ٬دا په 2.5 مارك اپ جاري كړے شوے دغسې پاكستان د نړۍ د دويم لويې معاشي نظام برخه جوړ شو ۔د خزاني وفاقي وزير ووئيل د معاشي ښه والي د پاكستان په سټاك ايكسچينج هم مثبت اثرات مرتب شوي ۔ د دې ښه والي په شا د پاكستان د كارپوريټ څانګي ښه كاركردګي ده۔ كارپوريټ څانګي جنوري/مارچ 2026 كښې د تير كال دې مودې په مقابل كښې 22 فيصده زياته ګټه ترلاسه كړې دغسې د روان مالي كال په وړومبو 9 مياشتو كښې دغه ګټه 9 فيصد وه۔ دې سره سره د پاكستان سټاك ايكسچينج كښې د سرمايه كارو شميره كښې په تير يو كال كښې د 173000 نوو سرمايه كارو ريكارډ اضافه شوې۔دا خبره خوشبينه ده چې دې نوو سرمايه كارو كښې لويه شميره د ځوانانو ده۔سږ كال تر اوسه 11 ائي پي اوز اجراﺀ شوي۔كوم چې په تيرو دوو لسيزو كښې په يو كال كښې تر ټولو زياته شميره ده۔ دغسې اېس سي ائ پي كښې د 39 زره نوو كمپنيو اندراج شوے۔د نړۍ لوئ لوئ كمپنۍ په پاكستان كښې سرمايه كاري كوي۔د حكومت جوړ شوي ټيكنالوجي زونز كښې 250 څخه زياتو كمپنو خپل كاروبار پيل كړے۔ او 25 زره څخه زيات ټيك پروفيشنلز ته روزګار ترلاسه شوے ۔ كوم چې د نوو او اوسنو سرمايه كارو په پاكستان كښې په كاروباري ماحول د زيات شوې باور ښكاره ثبوت دے۔د خزاني وزير ووئيل تېر كال په دې ايوان كښې د خپل بجټ تقرير په مهال ما قام سره لوظ كړے ؤ چې د لسيزو راهيسې د التوا ښكار نجكارۍ ايجنډې له به عملي شكل وركوو ٬ زه نن دې ايوان ته په دې وئېلو سره خوشحالي محسوسوم چې دغه يوازې يو لوظ نه ؤ بلكې يو حقيقت ګړځېدلے ٬ مونږ د فرسټ وومن بانك نجكاري پېل كړی او بيا په 23 دسمبر 2025 ټول قام وكتل چې په اسلام آباد كښې د يوې سپيځلې او نيغ په نيغه په ټي وي د نشر شوي نيلامۍ د لارې پي آئي اے په مجموعي توګه په 185 ارب روپۍ نجي څانګې ته سپارلې شوې٬دا كاميابه او تاريخي نجكاري د وزيراعظم د هغه وژن ترمخه ده چې نجي څانګې د هېواد د كوټلې معاشي پرمختګ ضامن ده٬د پي آئي اے كاميابې نجكارۍ نه پس مونږه يو پنځه كلنه منصوبه عمل كوو چې ترمخه يې حكومتي ادارې به شخصي څانګې ته سپارلې شي او په دې كښې ډسكوز٬جينكوز٬بينك٬انشورنس كمپنۍ اوا هوائي مېدانونه شامل دي٬په دې لړ كښې د درېو ډسكوز په وړومبي بيچ كښې نجكارۍ لپاره د خوښۍ لرلو نوټس جاري شوے دے۔ده ووئيل يو فعاله متحرك او سپيځلې د ټيكس انتظاميه د كوم هم رياست د معاشي خپلواكۍ ضمانت دے٬د ټيكس وصولۍ نه غېر د هېواد كاروبار ترسره كېدے نه شي او نه پرمختيائي كارونو لپاره وسائل وركړې كېدې شي۔دې لپاره ايف بي آر كښې كوټلې او پراخه اصلاحات روان دي۔ده ووئيل په ايف بي آر كښې د اصلاحاتو تراوسه نتيجې د ډاډ وړ دي٬مالي كال 23-2022 كښې د ايف بي آر كلنه ټيكس وصولي 7200 ارب روپۍ وه كومه چې روانو دريو كلونو كښې يوه په دوه زياته شوې٬د روان مالي كال تر آخر 1300 اربه روپو ته رسېدلې٬دا يوازې په محصولات كښې اضافه نه بلكې د پاكستان په ټيكس نظام كښې يو سټريكچرل بدلون دے٬زه دې ايوان ته وئېل غواړم چې د دې بدلون مشري وزيراعظم محمد شهباز شريف پخپله كوي څوك چې د اوونيزو غونډو پخپله مشري كوي او د پېشرفت جاج اخلي۔ده ووئيل د دې بدلون كوټلې نتيجې رامخې ته كيږي ٬ تر ټولو اول پروډكشن مانيټرنګ نظام دے چې پكښې مركزي ډيشبورډز٬ويډيو ايناليټكس او ټيمپئرنګ الرټس څخه مرسته اخستلې كيږي٬دا نظام په 27 سيمټ فيكټرو او 75 شوګر ملز نافذ شوے٬يوازې د دې دوه څانګو څخه د كال په بنياد 61 ارب روپۍ متوقع دې۔د دې نه ځانله په آرټپيشل انټلي جنس او مشين لرنينګ اډانه كمپلينس رسك منيجمنټ نظام د 840 څخه زياتو هائي رسك كيسز په ګوته كړي د كومو متوقع ټيكس ايمپيكټ چې نزدې 34 ارب روپۍ دے دغسې د فيس ليس كسټم اسسمينټ د لارې مونږ د درآمد كوونكو او كسټم افسرانو ترمينځه نيغ په نيغه رابطې كمې كړي چې ورسره نه يوازې فركنسائمينټ محصولات زيات شوي بلكې د هراسمينټ او رشوت امكانات هم كم شوي دي ۔ده ووئيل راتلونكو مياشتو كښې پروډكشن مانيټرنګ نظام له تر نوو څانګو پراختيا وركولې شي چې پكښې ټيكسټائل٬مشروبات٬آئرين اينډ سټيل٬غوړي او د خوارك تيل٬ټائرز٬پيپرز او بورډ او نورې څانګې شاملې دي ٬ دا پراختيا د هېواد د منظم صنعت يوه لويه برخه احاطه كوي۔د خزاني وفاقي وزير ووئيل د ټولو اصلاحاتو او اقداماتو حتمي مقصد د يو داسې ټيكس نظام ترلاسه كول وو كوم چې سپيځلے وې او كوم چې د ډيټا په مرسته د ټيكس غلا مخ نيوې وكړي او د انسپكټر صوابديد او آربيټريري ايكشن په ځاے ډاكومنټېشن او كمپلينس د لارې محصولات كښې اضافه ممكن كړي۔زمونږ دا هڅه يوازې د زيات ټيكس ترلاسه كولو ذريعه نه بلكې د رياست او وګړو ترمينحه د دې بنيادي سماجي رشتې تجديد دے چې پكښې د وګړو په رياست باور بحال شي او رياست د وګړي د محنت احترام وكړي۔دا هغه بنياد دے په كوم چې د پاكستان د سباؤن ټول معيشت اودريږي۔د خزاني وفاقي وزير ووئيل د پاكستان معاشي پرمختګ تر هغه وخت نيمګړے دے تر څو چې د معيشت بركتونه هر هغه كورنۍ٬هر هغه كروندګر٬هر هغه كاروبار او هر هغه ځوانانو او ميرمنو نه وې رسېدلې كومو چې رواياتي بينكارۍ نظام عمر له نظرانداز كړے٬مونږ د وزيراعظم په لارښودنه كښې د شخصي څانګې په مرسته دغه طبقو له د پور وركولو اقدام پورته كړے۔د دې تګلارې ترمخه 5 مهم سكيمونه معرفي كړې شوي۔ده ووئيل د ټولو وړومبۍ منصوبه د (زرخيزې)په نوم پېل شوې چې د لارې يې 7 لكه 50 زره كوچنو كروندګرو له غېر د ضمانته په بشپړه توګه د ډيجيټل عمل د لارې 300 ارب روپۍ پور وركړې كيږي۔د خزاني وزير ووئيل په دې لړ كښې دوئم سكيم”د وزيراعظم خپل كور پروګرام”دے۔د وزيراعظم هاؤسنګ فنانس سكيم د لارې د كم او مينځنۍ آمدن لرونكو طبقو له يوازې په پنځه فيصده مارك اپ د مارټ ګيج سهولت وركړے كيږي۔ زمونږ د حكومت دريم اقدام د پاكستان ايكسيلريټډ وهيكل اليكټريفيكشن سكيم اجرا ده چې ترمخه يې اي۔بائيكس او اي-ركشو اخستلو لپاره سبسډائز فنانسنګ وركړے كېږي۔ده ووئيل په دې لړ كښې څلورم سكيم پي ايم فين ريپليسمنټ پروګرام دے چې ترمخه به يې په ټول هېواد كښې پخواني او زياته بجلي خرڅ كونكو پكو په ځاے د لږې بجلي كارونكې پكي لګولې كېږي۔ددوفاقي وزير ووئيل زمونږ د حکومت 5م اقدام Social Impact Financing“ دے چې له مخې ئې دوه پروګرامز پيل شوي۔هغې كښې وړومبے د Pakistan Skills Impact Bond اجراء ده چې د لارې ئې د NAVTTC په توسط سه به ځوانانو له فنی تربیه وركولې شي۔په دې لړ كښې دويم اقدام د Agri Storage Financing Facility اجراء دے ۔ دا د 7.1 اربه روپو منصوبه ده چې له مخې به ې هېواد كښې storage facilities جوړولې شي چرته به چې كروندګرو ته د خپل تخم او غلې محفوظولو موقع ترلاسه شي۔ده ووئيل دا 5 اسکیمونه د وزیراعظم په خاص پام لرنه پيل شوي او د دې مقصد هېواد كښې د مالی شمولیت هڅي تندولو نه علاوه هنر مندو او محرومو طبقو لپاره د پرمختګ لارې پرانستل دي ۔د خزاني وزير ووئيل Digital Pakistan او د مالي شمولیت په ایجنډا په زړه پوري پیش رفت شوے چې په نتيجه كښې ئې cashless كښې تندي راغلي او digital tranasaction ، كښې اضافه شوي او banking users كښې د econmy ودي بنیاد قوي شوے۔ په تيرو 5 كلونو په مقابله كښې 1,670,000 سوداګر digital payment نظام سره تړلې شوي۔دغسې ډیجیټل بینكنګ سهولت څخه د استفادې کوونكو صارفین شميره 95 ملیونه څخه 133 ملیونه ته رسيدلي۔ د كلنه ډیجیټل ټرانزیکشن شميره 6.9 اربه څخه 10.1 اربه ته رسيدلي ۔ هېواد ته راغلي ترسیلات كښې 92 فيصد په اکاؤنټس راغلي۔دغسې د G2P 75 فيصده اوس د ډیجیټل نظام ترمخه كيږي۔ده ووئيل زمونږ قامي شاعر علامه اقبال وئيلي وؤ۔
محبت مجھے ان جوانوں سے هے
ستاروں په جو ډالتے هیں کمند
د خزاني وفاقي وزير ووئيل ځوانان د كوم هم هېواد تر ټولو قیمتی اثاثه وي۔زمونږ د قامی آبادۍ 67 فیصده برخه د 30 كلونو څخه په كم عمره آبادۍ مشتمله ده۔زمونږ ځوانان د هنر، عزم او څه كولو جذبه لري۔ وزیراعظم میاں محمد شهباز شریف صاحب عزم لري چې هر يو ځوان له هنر، تربیه او هره هغه موقع وركړي چې ورسره هغه د قامی معیشت فعاله شراکت دار جوړ شي۔ده ووئيل د ځوانانو تر ټولو لويه سرمایه هنر دے۔ NAVTTC د لارې تر اوسه نزدې 5 لکهه Minister’s Youth Skills Development Programme (515,000) ځوانانو له جدید او روایتی فنی تربیه وركړې شوې ۔ independent evaluation له مخې،په دې تربیت یافته ځوانانو كښې 53 فيصده نوكرۍ ترلاسه كړي۔په دې پروګرام كښې په آئی ټی اډانه تربیې د لارې د ميرمنو معاشی خپلواكۍ ته پام لرنه شوې دغسې چې په كور فری لانسنګ او ډیجیټل معیشت كښې ميرمني برابر شریکي وي ۔ده ووئيل كه هنر يو ګاړے دے ، نو سرمایه د هغه ګاړي ایندھن دے۔Prime Minister’s Youth Business and Agriculture Loan Scheme نن پاکستان كښې د كوچني او مينځنۍ درجے کاروبار فنانسنګ لويه ذریعه جوړه شوې۔ جنوری 2023ء نه تر اوسه د دې اسکیم ترمخه 258 اربه روپۍ تقسیم شوي چې ترې 534,000 څخه زيات ځوانان مستفید شوې۔ده ووئيل د لوبو په ميدان كښې د Prime Minister’s Sports Talent Hunt Programme د لارې 19 بيلو لوبو كښې هېواد كښې ټیلنټ هنټ روان دے چې پكښې د پی ایس ایل په ماډل يو خصوصی هاکی لیګ جوړول شامل دي۔د خزاني وزير ووئيل Prime Minister’s Youth Programme د حکومت تر ټولو ګټه وره سرمایه کاری ده ځكه چې زمونږ حکومت ځوانان د هېواد سباؤن ګڼي۔ده ووئيل يو forward looking او كوټلي تجارتی پالیسی زمونږ د معاشی اصلاحاتی ایجنډې مهمه برخه ده۔زمونږ بنیادی عزم واضحه دے، پاکستان په درآمدات انحصار کونكے معیشت په ځاے په برآمدات مخ په وړاندې تللو معیشت جوړول وي۔زمونږ د معاشی بقا لاره نړيوالي منډۍ كښې د مقابلې کولو صلاحیت زياتول دي۔ده ووئيل برآمدات ته ودې وركولو لپاره حکومت د کاروبار لګښت كم كړے ۔په Export Income لګيدلې 0.25 فيصده ایکسپورټ ډویلپمنټ سرچارج په بشپړه توګه ختم کړے شوے۔ د ایکسپورټ فنانس اسکیم ترمخه د مارك اپ شرح 19 فیصد څخه 4.5 فیصده ته راوستلي شوې۔ Export Facilitation Scheme ترمخه د سهولت موده 9 مياشتو څخه 18 مياشتو ته رسولې شوي،دغسې چې برآمد کوونكې د Cash flow مسئلو سره نه مخ كيږي۔دې نه ځانله د صنعتی بجلۍ بيعه كمه شوې ده ۔وفاقي وزير ووئيل National Tariff Policy 2025-30 عملدرآمد وړومبي كال كښې حکومت د ټیرف معقوله جوړولو كار پيل كړے او په 7,500 ټیرف لائنیز ټیرف كښې كمے شوے۔په خاص توګه خام مال او Intermediate Goods ، دغسې چې د صنعتونو پیداواری لګښت كم شي۔ د ټیکسټائل او ملبوسات مشینری د ډیوټی فری درآمد اجازه وركړې شوې،چې په نتيجه كښې ئې د مشینری درآمد كښې 21 فیصد زياتوالے راغلے ۔په مجموعی توګه د دې اقدامات د لارې 120 اربه څخه زياته ګټه کاروباری طبقې ته منتقل شوي ده ۔ د خزاني وفاقي وزير ووئيل توان د كوم هم معیشت شه رګ دے۔ په تير يو كال كښې منطقه كښې د بحران باوجود، پاکستان د توان په څانګه كښې په ځيني محاذونو مهمي كاميابۍ ترلاسه كړي۔په تيرو دوو كلونو كښې حکومت د توان په څانګه كښې داسې structural reforms پيل كړي كوم چې نه يواځې د اوسني بحران مخنيوي لپاره ، بلکه راتلونكي ممکنه بحران لپاره هم پاکستان چمتو کړے دے ۔ده ووئيل د بجلۍ څانګه د خپل تاریخ تر ټولو لوئ اصلاحاتی دور څخه تيريږي۔ به تيرو دوو كلونو كښې دې څانګي د مالی نظم و ضبط او کارکردګۍ كښې د ښه والي مظاهره کړه چې په نتيجه كښې د مالی كال 26-2025 بجټ كښې د پې كړې subsidy په مقابل كښې 143 اربه روپو څخه زيات بچت ترلاسه شوے۔دا تر ټولو مهمه خبره ده چې دا كمے په مستحقو صارفینو د بار اچولو څخه نه بلکه د اصلاحات د لارې ترلاسه شوے دے۔په دې څانګه كښې اصلاحات كښې تر ټولو مهم اقدام Competitive Trading Bilateral (Contract Market (CTBCM په عملی توګه پيل كول دي۔سږ كال جنوری مياشت كښې د دې مارکیټ په رسمي توګه د پيل كيدو اعلان شوے او ستمبر 2026 كښې د دې ترمخه وړومبې competitive نیلامی كيږي ۔دا كوم معمولی پیش رفت نه دے۔ده ووئيل روان مالي كال كښې به مونږ د يو مشق د لارې د ټولو subsidized صارفینو شناخت، رجسټریشن او تصدیق کوو دغسې چې جنوری 2027 څخه پاکستان كښې Direct Subsidy Mechanism پيل شي ۔ یعنی subsidy هلته ورسي چرته چې د هغې اصل ضرورت دے، دا هغه منصفانه ماډل دے كوم چې موڼږ د BISP د لارې خپل كړے دے ۔ده ووئيل د دې اصلاحاتی ایجنډې يوه بله مهمه ستن په circular debt قابو موندل دي۔دې ايوان ته په وئيلو اطمینان مخسوسوم چې روان مالي كال كښې د بجلۍ څانګه كښې circular debt net-zero accumulation ترلاسه شوے یعنی سږ كال په دې بار كښې كومه اضافه نه ده شوي۔دغسې circular debt په stock كښې 1,225 اربه روپۍ loan هم جاري شوے۔ د structural reforms په NTDC پیشرفت شوے۔دې سره settlement چې ترمخه ئې ترسیل، سسټم آپریشن او مارکیټ آپریشن functions جلا جلا كولې شي۔د خزاني وزير ووئيل LNG په اړه دلته د يو مهم پیش رفت ذکر کوم۔ پاکستان د يو كوټلي ریسرچ نه پس قطر او اټلی سره د خپلې اوږدې مودې Sale and Purchase Agreements باندې بيا خبري اتري كړي او د كال 2026 لپاره 35 ایل این جی کارګوز کموول ته اتفاق راغلے ۔د دې يوې پريكړې په سبب به مونږ ته نزدې د 1.2 اربه امریکائي ډالرو زر مبادله بچت شي۔دا د هغه هڅو نتيجه ده چې په تيرو 11 مياشتو كښې د صارفین د ګيس بل كښې كوم زياتوالے نه دې شوے۔وفاقي وزير ووئيل د معدنياتو په اړه بجټ تقرير كښې وفاقي وزير ووئيل چې د معدنيات په څانګه كښې زمونږ فليګ شپ منصوبه ريكوډك سږ كال د فنانسنګ او امپليمنټېشن يو شمېر مهم سنګ ميل سر كړي دي٬ د دې مهمې منصوبې په وخت د بشپړولو عزم لرو۔ د انفارمېشن ټېكنالوجۍ اېنډ ټېلي كميونيكېشن څانګې په اړه وفاقي وزير ووئيل چې پاكستان د انفارمېشن ټېكنالوجۍ په څانګه كښې په تندۍ سره پرمختګ كوي او د هېواد برامدات زياتولو كښې مهم رول لوبوي٬ په تېر يو كال كښې دې څانګې يو شمېر مهمې كاميابۍ ترلاسه كړې چې تفصيل ئې دا دے۔ ده ووېيل د آئي ټي په څانګه كښې برامدات شل فيصده څخه د زياتې كلنې شرح نمو سره زياتېږي٬ سږ كال دا برامدات 4.5 اربه ډالرو ته د رسېدو توقع ده دغسې دا څانګه په برامدات كښې د اضافې اعتبار سدره په تندۍ سره په زياتېدونكېو څانګو كښې يوه ده٬ سږ كال مارچ كښې د سپكټرم جي-5 په كاميابۍ سره نيلامي شوې ده كومه چې د نړۍ په لويو سپكټرم نيلامو كښې شمېرلې كېږي۔د دې د لارې په پنځو ښارونو كښې جي-5 سروس پېل شوے دے٬ حكومت رائټ آف وے چارجز ختم كړې دي چې په نتيجه كښې ئې د كال 2024 د شل لكه كورونو په مقابل كښې 50 لكه كورونو كښې فائبر لائنز شتون لري او د ټېلي كام ټاورز فائبرېشن د 14 فيصده نه په زيتېد 18 فيصد شوي دي٬ حكومت په پاكستان كښې د وړومبۍ نېشنل ارټيفيشل انټليجينس پاليسۍ منظوري وركړه٬ په تېر يو كال كښې نزدې لس لكه پاكستانو ځوانانو ته د آئي ټي او اے آئي په مهارتونو كښې تربيه وركړې شوې ده٬ د ډيجيټل نېشنل پاكستان اېكټ له مخې حكومت په هېواد كښې د ډيجيټل ټرانسپارمېشن قانوني بنياد اېښودے دے۔د دې له مخې د نېشنل ډيجيټل آئي ډي ٬ نېشنل ډېټا اېكسچېنج لئېر (National Data Exchange Layer) او اون ډېټا ايكو سسټم په څېر منصوبې پېل كړې شوې دي٬ مركزي حكومت٬ عدالتي نظام٬ او پارلمان هم د ډيجيټل بدلون په سفر روان شوے دے٬ ښاغلي سپيكره دا يوازې د ټېكنالوجۍ استعمال نه بلكې د رياست او وګړو ترمېنځه رشته سېپځلې او د فعاله جوړولو هڅه ده۔ د ډېبټ مېنجمنټ په اړه وفاقي وزير ووئيل چې په كال 2023 كښې زمونږ په هېواد پور د جي ډي پي 75 فيصد برابر ؤ كوم چې په تېر مالي كال كښې په كمېدو سره 70.7 فيصد او سږ كال نزدې 68.5 فيصد كچې ته راغلے دے۔ دا پېشرفت د يو منظم Management Strategy Medium-Term Debt د عملدرامد نتيجه ده٬ په تېرو دوو كالونو كښې حكومت 4900 اربه روپۍ پور د وخت نه وړاندې ستون كړے يا په ارزان پور بدلولو سره يې خپل بار كم كړے دے۔ مونږ سرمايه كارو او د مصنوعات diversification ته خاص پام لرنه كړې۔ په خاص توګه انشورنس سېكټر لپاره د اوږدې مودې زيرو كوپن بانډ اجرا شوے او د شريعه اصولو له مخې د فنانسنګ برخه زياته كړې شوې ده او په نړيواله كچه د بېلا بېل بانډز اجراء د لارې د سرمايه كارۍ بنيادونه پراخه كړې شوې دي٬ زمونږ د ځائي قرض average time to maturity٬ 2024 كښې 2.8 كاله وو۔ كوم چې اوس په مئي كال 2026 كښې په زياتېدو 3.8 كاله شوے دے چې ورسره د دې پور په refinancing risk كښې ځانګړې كمے راغلے٬ د ټېلي كام كمپنو د ډيجيټل وائلټ د لارې اولس ته په حكومتي بانډز كښې نېغه په نېغه د سرمايه كارۍ كولو موقع وركړې ده٬ د دې ټولو اقداماتو مقصد دا دے چې د هېواد پور په راتلونكي وخت كښې نه يوازې كم شي بلكې زيات متنوع٬ ارزان او په نورو مستحكمو بنيادونو روان كړے شي۔ وفاقي وزير محمد اورنګزېب ووئيل چې اوس زه د خاص سرمايه كاري سهولت كونسل (اېس آئي اېس سي ذكر كول غواړم كوم چې په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ په وده كښې يو مهم اېنبلر جوړ شوے دے۔ په تېر يو كال كښې SIFC 12 بېلو څانګو له د سرمايه كارۍ يو شمېر ځائي او نړيوالو منصوبو سهولت وركړے دے٬ د دې اقدامات كوټلې نتيجې واضحه دي۔ وفاقي وزير ووئيل دا بجټ د يو واضحه او د مقصد وړ لائحې له مځې ترتيب كړے شوے دے٬ د بجټ مهمه ترجيح د هېواد پېداواري صلاحيت زياتول او برامدات ته وده وركول دي٬ دې مقصد لپاره مونږ برامدي صنعتونو ته د ټېكس مراعات وركوٶ او د اېكسپورټ فنانس سكيم د لارې اېكسپورټرز لپاره وسائل وركوٶ دغسې چې زمونږ اېكسپورټرز د نړيوال ماركيټ په لا موثره ډول مقابله وكړې شي۔ په برامدات كښې اضافه به زمونږ د زرمبادله پانګې مستحكمې كړي٬ روزګار به راپېدا شي او د خوشحالۍ سبب به وګرځي۔ زراعت زمونږ د معيشت د ملا تير دے ٬ مونږ د زراعت ودې او كروندګرو لپاره آسان پورنه وركولو لپاره يو شمېر اقدامات كړي دي۔ دغسې د انفارمېشن ټېكنالوجۍ څانګې لا ترقي زمونږ په ترجيحات كښې شامله ده۔ وفاقي وزير محمد اورنګزېب ووئيل چې زه دلته دا خبره واضحه كول غواړم چې په هېواد كښې روزګار وركولو ته مونږ پام لرنه كوو٬ په دې لړ كښې د مخ په وړاندې تګ يوازنۍ لاره كاروباري ماحول دے چې پكښې نجي څانګه وده وكړي٫ هېواد كښې كاروبار وده وكړي او د روزګار موقعې راپېدا شي٬ مونږ پوخ باور لرو چې نجې څانګه په خاص توګه صنعتي څانګې ته ودې وركولو سره به په هېواد كښې روزګار ښه شي۔ ده ووئيل چې په دې بجټ كښې يوه بله مهمه ترجيح په راتلونكي كال كښې د ټېكسونو بار كښې د اضافې په ځاے enforcement اوtax compliance د لارې امدن زياتول دي٬ په دې لړ كښې نه يوازې مونږ د جديد compliance او enforcement نظام استعمال پراخه كوٶ بلكې د اېف بي آر تنظيم نو روانه ده چې تفصيل به ئې وړاندې راشي۔ د منطقې د غېر يقيني صورتحال په اړه ده ووئيل چې د منطقې د غېر يقيني صورتحال او د هېواد دفاع ناقابل تسخير كولو لپاره د دفاع څانګې په بجټ كښې ښه زياتوالے راغلے ٬ په بجټ كال 27-2026 كښې يوه مهمه ترجيح ځوانان هنر مند جوړول او د ضروري وسائلو وركړه باوري كول دي دغسې چې ھغوي خپل ځان لپاره روزګار پېدا كړي او د هېواد په پرمختګ كښې برخه واچوي۔ په بجټ كښې د خېبر پښتونخوا نوو ضم شوو ضلعو ٬ ګلګت بلتستان او آزاد جمو و كشمير لپاره هم زيات رقم بېل كړے شوے دغسې چې هلته هم اولسي سهولتونه وركولو كښې بهتري راشي۔ وفاقي وزير ووئيل اوس زه د مالي كال 27-2026 د بجټ مهم خدوخال وراندې كول غواړم٬ مالي كال 27-2026 لپاره د اقتصادي پرمختګ شرح 4 فيصد د پاتې كېدو امكان دے۔ د افراط زر اوسط شرح 8.2 فيصد متوقع ده٬ د بجټ خساره د جي ډي پي 3.6 فيصد به د پرائمري سرپلس جي ډي پي دوه فيصده وي٬ د ايف بي آر د ټېكس اندازه 15264 اربه روپۍ ده كومه چې د سږ كال نه 17.6 فيصد زياته ده٬ په وفاقي ټېكسونو كښې به د صوبو برخه 8848 اربه روپۍ وي٬ فاقي حكومت او صوبائي حكومتونو ځېنې قامي تقاضې په اجتماعي توګه پورا كولو لپاره په يو انتظام اتفاق كړے دے د كوم په زړه پورې اثرات چې به د هېواد په كچه وي۔دا انتظام په مرسته اډانه د وفاقيت جذبې له مخې او د صوبائي حكومتونو آئيني حقونه د متاثره كولو نه غېر دے۔ د دې انتظام له مخې د وفاق په قابل تقسيم محاصل كښې د صوبائي حكومتونو برخه پرله پسې د 7م قامي مالياتي كمېشن له مخئ وي٬ مالي كال 27-2026 لپاره د اېف بي آر لخوا د ټېكسونو متوقع وصولي 15264 اربه روپۍ ده۔ خو د ستراتېژك قامي تقاضو له مخې وفاقي او صوبائي حكومتونو كښې تقسيم لپاره لږ تر لږه 13350 اربه روپۍ محفوظ اېښودې شوې دي۔ 13350 اربه روپو څخه تر 15264 اربه روپو وصولېدونكے رقم به وفاقي حكومت ته د پاكستان د آئين 1973 د ارټيكل 164 له مخئ د صوبائي حكومتونو لخوا د ګرانټس په صورت د قامي ستراتېژك تقاضو بشپړولو لپاره موجود وي۔ دا انتظام به مالي كال 27-2026 لپاره نافذ العمل وي او مالي كال 28-2027 او مالي كال 29-2028 لپاره به وفاقي او د صوبائي حكومتونو په مشاورت سره د دې نوعيت په بنيادونو د دې تجديد كولې شي٬ وفاقي نان ټېكس ريونيو هدف به 5336 اربه روپۍ وي٬ د وفاقي حكومت خالص امدن به 11751 اربه روپۍ وي٬ د وفاقي حكومت د مجموعي خرڅونو اندازه 18771 اربه روپۍ ده چې پكښې 8054 اربه روپۍ به د مارك اپ ادا كولو لپاره مختص وي٬ وفاقي حكومت د پبلك سېكټر پرمختيائي پروګرام لپاره يو زر اربه روپۍ بجټ بېل كړے دے٬ د وفاقي حكومت جاريه خرڅونو اندازه 17495 اربه روپۍ ده٬ د هېواد دفاع د حكومت مهمه ترجيح ده٬ دې قامي فرض لپاره درې زره اربه روپۍ به وركولې شي٬ د سول انتظاميه خرڅونو لپاره 1071اربه روپۍ بېلولې شي٬ د پنشن خرڅونو لپاره 1169 اربه روپۍ مختص كړے شوي دي٬ د برېښنا او نورو څانګو سبسډي په توګه 1091 اربه روپۍ بېلولې شي۔ د ګرانټس په مد كښې 2680 اربه روپۍ بېلولې شي كومې چې بي آئي اېس پي٬ آزاد جمو و كشمير٬ ګلګت بلتستان او د خېبر پښتونخوا ضم شوو ضلعو لپاره دي۔ د وزيراعظم خپل كور سكيم ذكر كولو سره ده ووئيل چې دې سكيم لپاره 71 اربه روپۍ بېلې كړې شوې دي٬ د Export Refinance Scheme پراختيا لپاره 88 اربه روپۍ بېلې كړې شوې چې ورسره به برامدات ته ودې وركولو له مرسته تر لاسه شي٬ حكومت د بي آئي اېس پي فلېګ شپ انېشي اېټويو كوريج زياتولو اراده لري٬ دا عملي كولو لپاره د كفالت پروګرام به يو كروړ شل لكه كورنيو ته رسولې شي٬ د تعليمي سكالرشپس پروګرام ته لا پراختيا به وركولې شي دغسې چې 92 لكه ماشومانو ته ګټه ورسولې شي٬ د نجي څانګې پرمختيائي پروګرام۔ وفاقي وزير ووئيل چې اوس زه د دې ايوان په وړاندې د مالي كال پرمختيائي تفصيل وراندې كول غواړم۔٬ په لسم جون كال 2026 د نېشنل اكنامك كونسل غونډه كښې د مالي كال 27-2026 بچټ لپاره د قامي پرمختيائي پروګرام منظوري وركړې ده چې حجم ئې 3675ا ربه روپۍ دے۔ ده ووئيل چې د وفاقي پرمختيائي پروګرام 60 فيصده نه زياته برخه د كليدي څانګو پشمول ټرانسپورټ اېنډ كميونېكيشن٬ آبي وسائل او توان پلو ګرځولے شوې ده او پاتې برخه آئي ټي٬ سائنس و ټېكنالوجي٬ زراعت٬ صحت او د تعليم پشمول په مهمو څانګو كښې تقسيم شوې ده ۔ دا ټولې منصوبې د “اړان پاكستان” او په 5ايز اډانه National Economic Transformation Plan سره همكارا دي ٬ اوس زه د دې څانګو تفصيلات وړاندې كول غواړم۔ د مواصلاتو د پروژو ذكر كولو سره وفاقي وزير ووئيل چې د سترو لارو٬ رېل٬ بندرځايونو ترقي زمونږ په ترجيحات كښې سرفهرست ده٬ د پي ايس ډي پي 27-2026 كښې د نقل و حمل بنيادي ډهانچې بهترۍ لپاره د ټولو نه زياتې 365 اربه روپۍ بېلې كړې شوې دي٬ په دې كښې كراچۍ چمن سره تړولو لپاره د بلوچستان مهمه ستره لاره اېن 25 پاكستان اېكسپرېس وې ډبل كولو لپاره سل اربه روپۍ سرفهرست دي٬ دغسې شمالي-سوئيلي موټروے نېټ ورك بشپرولو لپاره په اېم-6 (سكهر-حېدرآباد موټروے ) به 30 اربه روپۍ سرمايه كاري كولې شي او د اے ډي بي نوې فنانسنګ څخه به اېم اېل ون كراچي روهړي سېكشن باندې كار په راتلونكي كال كښې پېل كولې شي كومې لپاره چې 25ا ربه روپۍ بېلې كړې شوې دي۔ د دې نه علاوه د ګوادر بندرځاے بنيادي ډهانچې او په څلورو واړو صوبو كښې د ټرانسپورټ منصوبو لپاره 93 اربه روپو څخه زيات رقم بېل كړے شوے دغسې چې په ګرد هېواد كښې تند رفتار تګ راتګ پاره ذريعې موجود وي۔ د توان او بجلۍ ذكر كولو سره خپل تقرير كښې وفاقي وزير محمد اورنګزېب ووئيل چې ارزان٬ د باور وړ او پائېدار توان وركول د دې حكومت عزم او د معيشت بنادي ضرورت دے٬ پي اېس ډي پي 27-2026 كښې د بجلۍ څانګې لپاره 116.2 اربه روپۍ بېلې كړې شوې دي۔ په دې كښې كليدي هائيډرو پاور منصوبې لكه داسو هائيډرو پاور منصوبه٬ تربيلا ډېم -5 پراختيا او د مومند هائيډرو پاور منصوبې شاملې دي ٬ د برېښنا ترسيلي صلاحيت زياتولو لپاره STATCOM او بېټري سټورېج په څيز جديد نظامونو كښې سرمايه كارۍ لپاره 10.2 اربه او 3ا ربه روپۍ شاملې دي۔ د آبي وسائل په اړه خپل د بجټ تقرير كښې وفاقي وزير ووئيل پاكستان يو شمېر سنګين چېلنجز سره مخ دے لكه د ذخيره كولو كمېدونكے صلاحيت او موسمياتي بدلون څخه راتلونكے سېلاب٬ د تېر كال سېلابونو زمونږ معيشت ته د 822 اربه روپو زيان رسولے٬ دې زيان مونږ ته په دې څانګه كښې د منظمې سرمايه كارۍ سمدستي ضرورت رامخې ته كړے٬ دې لپاره په بجټ كښې 43 آبي منصوبو لپاره 103.1 اربه روپۍ بېلې كړې شوې دي٬ په مهم منصوبو كښې ديامير-بهاشا ډېم لپاره 14 اربه٬ مومند ډېم لپاره 22 اربه روپۍ٬ داسو هائيډرو پاور لپاره 15 ارب روپۍ او د كراچۍ bulk واټر سپلاۖئي منصوبې كے-4 لپاره لس اربه روپۍ شاملې دي۔٬ د فزيكل پلاننګ او هاٶسنګ په اړه وفاقي وزير ووئيل چې د پاكستان د ښارونو آبادي په تندۍ سره زياتېږي٬ تر كال 2035 به زمونږ نزدې نيمه آبادي اربن سيمو كښې مېشه وي٬ اربن سنټر زمونږ د معيشت نزدې 55 فيصده برخه ده او 80 لكه نه زيات ملازمتونه وركوي۔ وفاقي بجټ كښې sustainable urban development او هاٶسنګ څانګې لپاره 54.6 اربه روپۍ بېلې كړې شوې دي٬ دې رقم څخه به په وفاقي او صوبائي كچه يو لك 50 زره ارزان٬ كلائمټ ريسسټنټ د استوګنې يونټ جوړولې شي۔ لس لويو ښاريو لپاره به ډيجيټل ماسټر پلان جوړولې شي او په اربن واټر او كلين كښې به واضحه بهتري راوستلې شي۔ د صنعت او پېداوار په اړه خپل بجټ تقرير كښې وفاقي وزير محمد اورنګزېب ووئيل چې صنعتي پرمختګ او د برامدي مسابقت رفتار زياتولو لپاره په بجټ كښې صنعت او تجارت لپاره 6.6 اربه روپۍ بېلې كړې شوې دي۔ د دې لويه برخه د كراچۍ صنعتي پارك بلاك –اے په جوړولو او په ترقۍ لګولې كېږي٬ كراچۍ٬ لاهور٬ سيالكوټ كښې صنعتي ډيزائننګ او آټومېشن مركزونه جورولې كېږي۔ ده ووئيل په سيالكوټ كښې ډېنټل او سرجيكل آلات د سپورټ سنټر د لارې مونږ د خپلو برامدي صنعتونو معيار ښه كولو هڅې كوٶ٬ دغسې د سميډا له مخې د ټېكسټائل په څانګه كښې ډېره زر Industrial Stitching Units د دوېم پړاٶ پراختيا روانه ده چې ورسره به اضافي برامدات او د ملازمتونو نوې موقعې رامخې ته شي۔ د روغتيا څانګې په اړه وفاقي وزير ووئيل چې د اولس صحت خيال ساتل زمونږ مهمه قامي ترجيح ده٬ په پي اېس ډي پي كښې د صحت منصوبو لپاره 25.1 اربه روپۍ بېلې كړې شوې دي چې پكښې د ټراټيري هيلت كيئرسهولتونو پراختيا٬ د هنګامي او critical care مضبوطيا٬ د كېنسر د درملنې په سهولتونو كښې پراختيا٬ د رنځونو د نګرانۍ كوټلے نظام او تشخيصي و د رېګولېټري ډهانچې جديد كاري شامله ده۔ د اعلیٰ تعلیم او سائنس و ټیکنالوجي ذكر كولو سره وفاقي وزير ووئيل چې اعلی تعلیم او تحقیق زمونږ معاشي او سماجي نمو لپاره د ملاتير حېثيت لري٬ په پي اېس ډي پي كښې د اعلیٰ تعلیم څانګې لپاره 46 اربه روپۍ بېلې كړې شوې دي كومې چې د تېر كال د 34.9 اربه روپو په مقابل كښې د ذكر وړ اضافه ده٬ په دې كښې مستحقو زده كوٶنكو لپاره وظائف وركول، د یونیورسټیو تحقیقی صلاحیت كښې اضافه، Pakistan Education and Research Network اپ ګریډیشن د لارې digital learning ته وده وركول او په اے آئي اډانه مني تعليمي نظام ته وده وركول شامل ده۔ سائنس او ټیکنالوجۍ لپاره جلا 3.6 اربه روپۍ بېلې كړې شوي چې ورسره به د ټیکنالوجۍ منتقلي، SMEs، د تجديد وړ توان، الیکټرانکس، زراعت او د صحت ټیکنالوجي وده ومومي۔ د بنیادی تعلیم، کالج تعلیم، او هنر په اړه د بجټ تقرير په مهال وفاقي وزير ووئيل چې د وزیراعظم vision دے چې د تعليم موقعې د ټولنې تر محرومو طبقو ته رسول پكار دي او د دې وژن روښانه مثال دانش اسکولز دي۔ دا اسکولز په ګرد هېواد كښې صلاحيت لرونكې خو د وسائلو نه محرومو ماشومانو ته د اعلیٰ معیار تعلیم وركول دي٬ په وفاقي پرمختيائي بجټ 27-2026 كښې دانش اسکولز لپاره نزدې 22 اربه روپۍ بېلې كړې شوې دي٬ په مجموعي توګه سکول او د کالج تعلیم لپاره 26.3 اربه روپۍ بېلې كړې شوي چې پكښې د استاذانو تربيه٬ په سكولونو كښې داخله زياتول، carly childhood education پراختيا او دdigital learning وده شامله ده۔ دغسې د ځوانانو هنر مندۍ او روزګار لپاره NAVTTC د لارې د وزیراعظم یوتھ سكل ډویلپمنټ پروګرام له مخې 7.9 روپۍ روپۍ بېلې كړې شوې دي چې د پاكستان هر ځوانان ته ھغه هنر وركړے شي كوم چې هغه د 21مې پېړۍ په معيشت كښې د قدم كېښودو جوګه كړي۔ د واكمني او ادارہ جاتی اصلاحات ذكر كولو سره ووئيل چې د حکومت په کارکردګۍ كښې بهترۍ او عامو وګرو ته په چوكاټ دننه خدمات رسول يوه مهمه ترجيح ده٬ په وفاقی ترقیاتی بجټ 27-2026 كښې د ګورننس څانګې لپاره 13 اربه روپۍ بېلې كړې شوي كومې چې به سول سروسز، انصاف، پولیس او د یګولیټری اصلاحات او په وفاقی و صوبائی كچه د ډيجيټل ګورننس پراختيا لپاره كارولې شي۔ د آزاد جمو و کشمیر، ګلګت بلتستان، او ضم شوې ضلعې د پرمختيائي بجټ په اړه وفاقي وزير ووئيل چې کم پرمختللې سيمې او منطقې زمونږ د خاص پام متقاضي دي٬ په وفاقی پرمختيائي بجټ 2026-27 كښې آزاد جمو و کشمیر، ګلګت بلتستان او د خیبر پښتوانخوا ضم شوو ضلعو لپاره په مجموعي توګه 1449 اربه روپۍ، ګلګت بلتستان لپاره 44 اربه روپۍ او د خېبر پښتونخوا ضم شوو ضلعو لپاره 56 اربه روپۍ بېلې كړې شوې دي او د دې نه علاوه د وزیراعظم خاص پیکج په توګه آزاد جمو و کشمیر لپاره 5 اربه روپۍ او ګلګت بلتستان لپاره څلور اربه روپۍ بېلې كړې شوې۔وفاقى وزير ووئيل ما د دې معزز ايوان په وړاندې د حكومت د خرڅونو ترجيحات بيان كړې دي۔ اوس به زه د ټېكس اقداماتو ذكر وكړم۔ هغه ووئيل زه به ټېكس تجاويز په درې برخو كښې وړاندې كوم۔ په اولنۍ برخه كښې رېليف اقدامات ٬ بيا Tax Rationalization اقدامت او وروستو د اېف بي آر تر ټولو مهم اقدمات Operating Modelبه ذكر كولې شي۔ د تنخواه دارې طبقې د ريليف په اړه وفاقي وزير ووئيل د وزيراعظم شهباز حكومت د سركاري او نجي تنخواه دارې طبقې ستونزو څخه خبر دے ۔ ده ووئيل د وزيراعظم په هدايت ماته په دې اعلان كولو خوشحالي محسوسيږي چې زمونږ حكومت د آمدنۍ د څلور Slabs تنخواه دارو وګړو ته د ريليف وركولو پرېكړه كړې ده۔ په دې لړ كښی چې كوم تنخواه دار 22 څخه تر 32 لكھه روپۍ د كال ترلاسه كوي د هغوي د ټېكس شرح 23 فيصد څخه كمولو سره د 20 فيصد كولو تجويز دےِ۔ 32 څخه تر 41 لكھه روپۍ د كال آمدن لرونكو تنخواه دارو لپاره د ټېكس شرح 30 فيصد څخه كمولو سره د 25 فيصد كولو تجويز دے۔ د كال 41 څخه تر 56 لكه روپو ترلاسه كوونكو تنخواه دارو لپاره د انكم ټېكس شرح 35 فيصد څخه كمولو سره د 29 فيصد كولو تجويز دے۔ داسې 56 لكه څخه تر 70 لكه آمدن لرونكو لپاره د ټېكس شرح 35 فيصده څخه كمولو سره د 32 فيصده كولو تجويز دے۔ ده ووئيل دې سره سره مونږ په تنخواه دار طبقې د لګېدلي سرچارج ختمولو پرېكړه هم كړې ده۔ دې اقداماتو سره د وزيراعظم شهباز شريف حكومت په تنخواه داره طبقه د بوج كمولو خپل لوظ پاللې دې۔ د د سپر ټېكس په شرح كښې د كمي په اړه وفاقي وزير ووئيل زمونږ حكومت د كاروبار د كال 15 كروړه څخه تر 50 كروړه روپو په آمدن ټېكس كوم چې يو فيصد څخه تر 7 نيم فيصد و د ختمولو پرېكړه كړې ده۔ دغسې 50 كروړه څخه په زيات آمدن د سپر ټېكس شرح 10 فيصد څخه كمولو سره 8 فيصد كولو تجويز دے۔ د دې اقدام مقصد كوچنيو كاروبارونو ته وده وركولو سره سره كاروبار كښې آسانۍ رامخې ته كول دي۔ بياهم په بنكونو ٬ تېل او ګاز تلاش كونكو كمپنيو او فرټېلائزر كمپنيو به موجوده سرچارج په ځاې ساتلې شي۔ د تعميراتي څانګې بحالۍ په اړه وفاقي وزير د جائيداد په منتقلۍ لګولې شوې ټېكس معقول جوړولو سره فائلرز لپاره په خريدارۍ ټېكس 2.5 فيصد څخه 1.25 فيصد او په خرڅونو 5.5 فيصد څخه كمولو سره د 2.75 فيصد كولو تجويز دے۔ مونږ هيله لرو چې دې اقدام سره به د كنسټركشن فعاليتونه زيات شي او تعميراتو څانګه به وده وكړي۔ برآمدي څاڼكې لپاره د ريليف ذكر كولو سره وفاقي وزير ووئيل ډيجيټل معيشت د پاكستان تر ټولو تندۍ سره زياتېدونكې برآمدي څانګه ده ۔ د پاكستان آئي ټي او آئي ټي سره د اړوندو خذماتو څانګه زمونږ فري لانسرز ٬ سافټ وئير هاؤسز او ډيجيټل اېكسپورټرز زمونږ اثاثه ده۔ د آئي ټي برآمدات په آمدن0.25 فيصد د اېف ټي آر رعايت په 30 جون 2026 ختمېدونكے و۔ دې رعايتي نظام ته درې كالو لپاره يعني تر 30 جون 2029 د پراختيا وركولو تجويز دے۔ ده ووئيل دا مهال په اېكسپورټس په مجموعي توګه 2 فيصد ټېكس لګېدلے دے كوم چې كمولو سره د 1.25 فيصد كولو تجويز دے كوم به چې د مينيمم ټېكس په مد كښې وي۔ د د كرېډټ / ډېبټ كارډ په نړيوال ټرانزېكشنز لګولې شوي ود هولډنګ ټېكس كښې د كمي په اړه وفاقي وزير ووئيل دا مهال په هېواد كښی د بنكونو په جاري كړې كرېډټ يا ډېبټ كارډ بهر هېوادونو كښې په كارولو په هر ټرانزېكشن 5 فيصد ود هولډنګ ټېكس وركولې شي كوم چې كمولو سره د 0.5 فيصد كولو تجويز دے۔ دغسې چې د معيشت دستاويزي كولو حكومت هڅې قوي كړې شي۔ په بهرنيو اثاثو د كېپټل وېليو ټېكس ختمولو په اړه وفاقي وزير ووئيل په غېر ملكي اثاثو ساتلو د كېپټل وېليو ټېكس ختمولو تجويز دے۔ دې ټېكس ختمولو سره به غېر ملكي مالياتي حېثيت په ريكارډ راوستلو كښې د پاكستانيانو ډاډ ګيرنه وشي۔ د مېرمنو صحت لپاره په ضروري څيزونو د ټېكس ختمولو په اړه وفاقي وزير ووئيل د مېرمنو صحت لپاره په ضروري څيزونو لكه سېنېټري پېډ او نورو اړوندو توكو د ټېكس ختمولو تجويز دے۔ د خانداني منصوبه بندۍ اقدامات په اړه وفاقي وزير ووئيل دې سره اړوند دويم اقدام په Contraceptives د ټېكس ختمولو حوالې سره دے ۔ پاكستان د آبادۍ په اعتبار سره د نړۍ 5 م لوے هېواد دے ۔ خانداني منصوبه بندي د حكومت اولنۍ ترجيح ده له دې كبله مونږ په Contraceptives ټېكس ختموو۔ د انكم ټېسك ريونيو اقدامات بيانولو سره وفاقي وزير ووئيل كوچنيان دوكانداران خلكو ته ملازمت وركوي اور كراچۍ څخه تر چترال په هره محله او بازار كښې د تجارتي فعاليتونو برخه دي۔ د كوچنيانو دوكاندارانو زياتره برخه اوس هم ټېكس نظام څخه بهر ده۔ ده ووئيل سږ كال مونږ خپله تګلاره بدله كره ٬ بشپړه مشاورت سره مو د دوكاندارې طبقې په غوښتنه داسې منصوبه جوړه كړه په كومه كښې چې د انتظامي سهولتونو په ځاې د دوكاندارانو حقيقي اندېښنو ته لومړۍ پاملرنه شوې ده۔ ده ووئيل د انكم ټېكس آرډيننس سېكشن 99 بي لاندې كوچنيانو دوكاندارانو لپاره د فكسډ ټېكس سسټم معارفي كولو تجويز دے۔ په دې سسټم كښې هغه دوكانداران راتلې شي د كومو كلن خرڅ چې 20 كروړه روپۍ يا دې څخه كم دے۔ د دې نظام لاندې به هغوي له د خپل كلن سېلز يو فېصد ټېكس جمع كول وي۔ په دې ټېكس كښې به هغوي خپل ود هولډنګ ټېكس اېډجسټ كولې شي خو د ګوشوارې جمع كولو په وخت به هغوي له كم از كم 25 زره روپۍ جمع كول وي۔ ده ووئيل زه دا په ډاګه كول غواړم چې د دې اقداماتو مقصد ريونيو زياتول نه بلكې د دې اصل هدف احتساب دے۔ دا اقدامات به دا خبره باوري كړي چې اوس به غلا آسانه نه پاتې كيږي۔ د سېلز ټېكس تھرډ شېډول په دائره كار كښې د پراختيا په اړه وفاقي وزير ووئيل سېلز ټېكس اېكټ كښې د تھرد شېډول دائره كار ته پراختيا وركولې شي او په دې كښې د فاسټ موونګ كنزيومر ګوډز كېټګري شاملولې شي۔ په دې درجه بندۍ كښې په توكو د ټېكس رېټس معقول كولو تجويز دے۔ ده ووئيل د موجوده قانون لاندې كه كومه كمپني كوم غېر رجسټرډ سپلائر څخه سامان اخلي نو د رقم ادا كولو په وخت سپلائر څخه ود هولډنګ ټېكس وصولولې شي۔ تجويز دے چې اوس به Individuals او AOPs هم د رقم ادا كولو په وخت ود هولډنګ ټېكس ادا كوي۔ دغسې چې ټول غېر رجسټرډ سپلائير خپل ځان د ټېكس قانون كښې رجسټرډ كولو ته ترجيح وركړي۔ وفاقي وزير د اېف بي آر نوي Tax Operating Model تفصيلات معزز ايوان ته وړاندې كولو سره ووئيل مونږ د دې ماډل لاندې يو National Faceless Centre جوړو كوم به چې صوابديدي او غېر صوابديدي افعال يو بل څخه جلا كړي۔ په دې مركز كښې به موجود فېس لېس ونګ سره صوابديدي اختيارات لكه آډټ ٬ اسېسمنټ او كوالټي كنټرول وي۔ او Field operation wing به د وېرېفكېشن ٬ رجسټرېشن او رېكوري ذمه وار وي او كوم Discretionary powers به نه لري۔ ده ووئيل آډټ به يوازې د ډېټا په بنياد كولې شي۔ ده ووئيل زه هيله لرم چې انكم ټېكس او سېلز ټېكس كښې به هم دې اقدام سره كرپشن كښې په زړه پورې كمي رامخې ته شي۔ ده ووئيل مونږ يو خودكار مېكانزم معارفي كوو په كوم كښی به چې د ټېكس پېئر درج كړې ډېټا او اېف بي آر سره د بېلو ذريعو د لارې جمع شوې ډېټا كښې سقم په ګوته كولې شي۔ د سقم په رامخے ته كېدو به ټېكس پېئر د ټېكس نوعيت په اړه خبرولې شي۔ كوم بشري مداخلت به نه وي او دا تګلاره به ټېكس پئير او رېونيو دواړو لپاره بهتر وي۔ وفاقي وزير ووئيل دې سره سره به تھرډ پارټيز ٬ د اېف بي آر سنټرل ډېټا سره د ټرانزېكشنز ډېټا شېئر كوي دا ډېټا به د افسرانو په نګرانۍ كښې په بشپړه ډول ډيجيټل سسټمز كښې پراسس كيږي۔ د جائيداد د رجسټرېشن ډېټا ٬ د ګاډو د رجسټرېشن ډېټا ٬ بنك ډېټا او يوټېلېټي ريكارډ يو ځاې كولو سره ټېكس پئېرز رسك پروفائل تيارول پیل شوي دي۔ د دې مطلب دا دے چې اېف بي آر ته د دې اندازې لګولو حاجت نشته چې څوك خپله ګوشواره سمه نه جمع كوي۔ دا به يوازې دا ګوري چې څه Declare كولې شي او په ډېټا كښې څه ښكاره كولې شي۔ د پروډکشن مانيټرنګ او ډيجيټل انوائسنګ دائره كار زياتولو په اړه وفاقي وزير ووئيل دا وخت په زياتره صنعتي څانګو كښې Real-time Production monitoring program فعال دے او د دې ښه نتيجې رامخې ته كيږي۔ هره هغه څانګه د پروډكش مانيټرنګ لاندې راوستلې شوې ده د كومې د Revenue Potential چې په صحيح توګه كره كتنه كېدې شي۔ دغسې Digital Invoicing Network هم په ټول سپلائي چېن كښې د داسې شفافيت سبب جوړيږي كوم چې دې څخه وړاندې په ټېسټ سسټم كښې نه و ليدلے شوے۔ په راروان كال كښې دې دواړو پروګرامونو ته لا پراختيا وركولې شي۔ د سېلز ټېكس – اصلاحاتي اقدامات په اړه وفاقي وزير ووئيل سېلز ټېكس اصلاحاتي اقداماتو په پس منظر كښې هم هغه اصول كارولې شوي دي كوم چې په انكم ټېكس كښې عملي كړې شوي دي۔ د فېډرل اېكسائز ډيوټي په اړه وفاقي وزير ووئيل ولنے اقدام د جعل سازۍ په ضد دے ۔ مونږ په Petroleum Based Solvents په كومو كښې چې سپين سپړټ او منرل تارپين آئل شامل دي 80 فيصده روپۍ في لېټر فېډرل اېكسائز ډيوټي لګوو۔ ده ووئيل زمونږ دويم اقدام د معاشي بوج تقسيمولو په اړه دے۔ مونږ په درآمد كېدونكو ګاډو او د 2000 سي سي څخه تر 3000 سي سي په اېس يو وي اېس 62 فيصد شرحې سره فېډرل اېكسائز ډيوټي لګوو 3000 سي سي څخه په لويو ګاډو به 66 فيصد ډيوټي لګولې شي۔ د دې ټېكس اطلاق به په لوے انجن لرونكو سي بي يو هم كيږي۔ ده زياته كړه چې په دې لړ كښې د يو بل ريليف له مخې په بزنس كلاس كښې په غېر ملكي سفر د لګولې شوي فېډرل اېكسائز ډيوټۍ د ختمولو تجويز دے۔ وفاقي وزير ووئيل آټو سېكټر زمونږ د معيشت په مهمو څانګو كښې شمېرلې شي ددې مهمې څانګې پرمختګ لپاره په تېره يوه لسيزه كښې پرمختيائي پالېسۍ معارفي كړې شوې چې ورسره دې صنعت وده وموندله۔ او په هېواد كښې د OEMS / Assemblers شمېره زياتېدو سره 118 ته ورسېده۔ په دې كښې ټرېكټر او موټر سائيكل ٬ مسافر ګاډي او د كمرشل ګاډو مېنوفېكچرز شامل دي۔ دا مهال يو نوې آټو سېكټر پالېسۍ د وزيراعظم تشكيل كړې كمېټي غور كوي او ددې تفصيلات به د وزيراعظم او وفاقي كابينې منظورۍ څخه وروستو پارليمنټ ته وړاندې كول ېشي۔ البته زه د يو څيز اعلان كول ضروري ګڼم چې په الېكټرك موټر سائيكلز ٬ ركشو ٬ ګاډو او بسونو به موجوده رعايتي نظام راتلونكے كال هم برقرار وي۔ ده ووئيل د روغتيا آسانيو عادلانه رسنه او اولسي خېر ښېګړې سره زمونږ تړون مضبوط دے۔ د كېنسر په څير موذي رنځونو درملنو لپاره د مؤثرې درملنې سهولت معارفي كوو۔ زه په دې اعلان خوشحالي محسوسوم چې زمونږ حكومت د كېنسر او نورو رنځونو درملو په ځاي كچه تيارولو كښې كارول كېدونكي په 100 څخه د زياتو قسمونو په خام مال كسټمز ډيوټي په بشپړه توګه ختمه كړې ده۔ د دې اقدام مقصد په ګرد هېواد كښې وګړو لپاره عصري او خصوصي درملنې آسانۍ او ممكن جوړول دي۔ ده ووئيل زمونږ حكومت د هېواد صنعتونه په ګلوبل وېليو چينز Global Value Chains كښې شاملولو او د كاروبار كولو لګښت كمولو له تېر كال يوه بشپړه نېشنل ټېرف پالېسي پېل كړې وه۔ ټېرف پالېسي بورډ د ټېرف ډھانچې ساده جوړولو او تدريجي ټېرف سسټم پلو د منتقلۍ حكومتي عزم تسلسل كښې ټولو همكارانو سره له پراخه مشاورت وروستو په خام مال او د اړوندو څيزونو په لوے شمېر كسټمز ډيوټي ٬ اضافي كسټمز ډيوټي او رېګولېټري ډيوټي كښې كمي كړې ده۔ په ډيوټي كښې د دې كمۍ له امله په برآمدي څانګه ٬ كېميكل سېكټر او په خاص توګه د كوچني كروبار په (Input)لګښت كښې كمې راشي۔ د ريليف اقدامات په اړه وفاقي وزير ووئيل د ګرانۍ د لاسه د تنخواه دارې طبقې ستونزې زياتې شوې دي۔ ددې ستونزو تدارك كولو سره د سركاري ملازمينو په تنخاګانو كښې (07) فيصده اضافه كولې شي۔ د ريټائرډ ملازمينو په پنشن كښې هم د 7 فيصد اضافې كولو تجويز دے۔ دسې په كمو تنخاګانو كښې د 10 فيصد اضافې كولو تجويز دے۔ په خپلو اختتامي كلماتو كښې وفاقي وزير ووئيل زه د خپل تقرير په آخر كښې معزز ايوان ته دا وئيل غواړم چې په دې بجټ كښې اعلان كړې تجويزونه به د كركيلې ٬ معدنيات ٬ آئي ټي او كان كنۍ په شمول نورو مهمو صنعتونو ته وده وركړي چې ورسره به د معيشت د پرمختګ پايه روانه پاتې شي او د ملازمتونو موقعې به رامخې ته شي۔ زه دا خبره هم په ډاګه كول غواړم چې استحكام زمونږ منزل نه و ٬ زمونږ د سفر پیل و۔ زمونږ دا سفر نوي يقين او جوش سره جاري دے او باور لرم چې د نني بجټ اقدامات سره به دا سفر لا قوي شي۔ ده ووئيل د ترقۍ مطلب يوازې د شمېرو زياتېدل نه وي ٬ د ترقۍ اصل مطلب هغه دے كوم چې د هرې كورنۍ دسترخوان ٬ د هر كروندګر پټي ٬ د هر كاروبار كاؤنټر او د هر ځوان روزګار ته ورسي۔ دا بجټ ددې بشپړ پرمختګ ترلاسه كولو پلو يو جدي ګام دے۔ وفاقي وزير زياته كړه چې زه ددې ايوان فلور څخه د وزيراعظم شهباز شريف د مشرتابه ستائنه كول غواړم د چا په مشرۍ او لارښودنه كښې چې مونږ معاشي سفر وكړو ٬ زه د عسكري مشرتابه او په خاص توګه د عسكري مشرتابه په خاص توګه د فيلډ مارشل سيد عاصم منېر صاحب هم مننه كوم د چا په مشرۍ كښې چې د وطن دفاع مضبوطه شوه۔ زه د خپلو كوليشن پارټنزرز هم مننه كوم كومو چې په هر سخت وخت كښې زمونږ مرسته وكره۔ د مخالفې ډلې غړو هم مننه كوم د كومو مخلصانه تنقيد چې مونږ ته د محنت كولو جذبه راكړه۔ زه د ټولو صوبائي حكومتونو د جذبې ٬ مرستې او قربانۍ هم ستائنه كوم چې له امله به يۍ مونږ د هېواد ستراتيجيكي هدفونو ترسره كولو پلو مخ په وړاندې لاړ شو۔ زمونږ د ټولې هڅې او خوارۍ مقصد هم دا دے چې مونږ د پاكستاني اولس د ژوند معيار ښه كړو او هغوي ته هغه ټولې آسانۍ وركړو د كومو چې هغوي مستحق دي۔ د تقرير په پايه كښې وفاقي وزير ووئيل زه خپل تقرير د علامه اقبال دې شعر سره ختمول غواړم كوم چې ددې قوم د روح ابدي څرګندونه ده
نہیں ہے نا امید اقبال كشتي ویراں سے
ذرا نم هو تو ېه مټي بړي زرخېز هے ساقي
پاكستان زنده باد








