اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) وفاقي حکومت د مالي كال 27-2026 په وفاقي بجټ كښې د سركاري ملازمانو معاشي مشکلات ادراك سره د دوي په تنخواګانو او پنشن كښې د 7 فيصده زياتوالي اعلان كړے دے، په هېواد كښې د لږ نه لږ اجرت كښې د لس فيصده اضافې او د انكم ټېكس سرچارج په بشپړه توګه د ختمولو او مختلف انکم سليبز لپاره په ټيکس ريټس …
وفاقي حکومت د سرکاري ملازمانو په تنخواګانو او پنشن كښې 7 فيصده، د لږ نه لږ اجرت كښې د لس فيصده زياتوالي اعلان وكړو

مزید خبریں
اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) وفاقي حکومت د مالي كال 27-2026 په وفاقي بجټ كښې د سركاري ملازمانو معاشي مشکلات ادراك سره د دوي په تنخواګانو او پنشن كښې د 7 فيصده زياتوالي اعلان كړے دے، په هېواد كښې د لږ نه لږ اجرت كښې د لس فيصده اضافې او د انكم ټېكس سرچارج په بشپړه توګه د ختمولو او مختلف انکم سليبز لپاره په ټيکس ريټس كښې د كمې تجويز وړاندې كړے شوے۔ د جمعې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د بجټ تقرير كښې د خزانې وزير سينيټر محمد اورنګزيب ووئيل د ګرانۍ فشار كمولو لپاره د سرکاري ملازمانو او (ر) طبقې ته ريليف وركول د حكومت وړومبې پام لرنه ده ۔ ده ووئيل د لږ نه لږ اجرت كښې هم لس فيصده اضافه كوٶ دغسې چې د خواري كښې طبقې معاشي تحفظ باوري كړې شي ٬ ده واضحه كړه چې د سرچارج خاتمه او سليبز كښې بدلون څخه به تنخواه دارې طبقې ته لوي ريليف ترلاسه شي۔










