د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د نورو څلورو ترهه ګرو د مرګ سزا توثيق كړه

اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د نورو څلورو ترهه ګرو د مرګ سزا توثيق كړې۔دا ترهه ګر د بې ګناه وګړو٬قانون نافذ كونكو ادارو او د هوائي مېدان امنيتي ځواكونو اهلكارو وژنې پشمول د ترهه ګرۍ په سختو جرمونو كښې ككړ دي۔ترهه ګرو په جناح انټرنېشنل ايئر پورټ كراچي٬سي آئي ډي بلډنګ كراچي٬آئي اېس آئي آفس سكهر او قانون نافذ …

اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د نورو څلورو ترهه ګرو د مرګ سزا توثيق كړې۔دا ترهه ګر د بې ګناه وګړو٬قانون نافذ كونكو ادارو او د هوائي مېدان امنيتي ځواكونو اهلكارو وژنې پشمول د ترهه ګرۍ په سختو جرمونو كښې ككړ دي۔ترهه ګرو په جناح انټرنېشنل ايئر پورټ كراچي٬سي آئي ډي بلډنګ كراچي٬آئي اېس آئي آفس سكهر او قانون نافذ كونكو ادارو پھ قافلو د بريدونو منصوبه جوړ كړې او په دې يې عملدرآمد هم كړې وو۔د آئي اېس پي آر ترمخه دا ترهه ګر د اېس اېس پي چوهدري محمد اسلم پشمول 58 كسانو په وژلو كښې ككړ وو كومو چې اېس اېس پي فاروق اعوان پشمول 226 كسان ژوبل كړي۔د دوي قبضې څخه درنه وسله او چاودېدونكي توكي برآمد شوي٬پوځي عدالتونو په دې مجرمانو مقدمه چلولې په دوي كښې عطاﺀ الرحمان د پلار نوم يې فقير محمد٬محمد صابر د پلار نوم يې الف ګل او محمد فاروق بهټي د پلار نوم يې اسحاق شامل دي۔تورن د كالعدم تنظيمونو غړي وو۔تورونو د مجسټرېټ او ټرائل كورټ وړاندې د خپل جرم اعتراف وكړو او دوي ته د مرګ سزا واورولې شوه۔تورن ګل زريں د پلار نوم يې ګل شريف د كالعدم تنظيم غړی وو٬دې په پوليس اهلكارو په بريدونو كښې ككړ وو چې په نتيجه كښې يې كانسټيبل سرتاج٬پوليس كانسټيبل احمد خان شهيد شوې او د اېس اېس پي فاروق اعوان پشمول نور لس كسان ژوبل شوي۔ د تورن د قبضې څخه درنه وسله او چاودېدونكي توكي برآمد شوي۔ ده د مجسټرېټ او ټرائل كورټ وړاندې د خپل جرم اعتراف وكړو او دوي ته د مرګ سزا واورولې شوه

مزید خبریں