اسلا م آباد 9دسمبر(اے پی پی ) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي د امن او پرمختګ په خاطر پاكستان خپلو ګاونډي هېوادونو سره اړيكو ته وده وركول غواړي۔ اولسي او پارلماني رابطې د وخت مهم ضرورت دے۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ تهران كښې سپيكرز كانفرنس كښې ايراني اولس مشر ډاکټر حسن روحانی ، د افغانستان وولسی جرګې سپيكر عبدالروف ابراهیمی ، د چین …
د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د سپيكرز كانفرنس په مهال د ايران اولس مشر حسن روحاني ٬ د افغانستان سپيكر ٬ د چين اسټېنډنګ کمېټۍ دوهم چيئرمېن او د روسيه پارلمان چيئرمېن سره ملاقاتونه ۔ د امن او پرمختګ په خاطر پاكستان خپلو ګاونډي هېوادونو سره اړيكو ته وده وركول غواړي۔ اولسي او پارلماني رابطې د وخت مهم ضرورت دے۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر

مزید خبریں
اسلا م آباد 9دسمبر(اے پی پی ) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي د امن او پرمختګ په خاطر پاكستان خپلو ګاونډي هېوادونو سره اړيكو ته وده وركول غواړي۔ اولسي او پارلماني رابطې د وخت مهم ضرورت دے۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ تهران كښې سپيكرز كانفرنس كښې ايراني اولس مشر ډاکټر حسن روحانی ، د افغانستان وولسی جرګې سپيكر عبدالروف ابراهیمی ، د چین اسټینډنګ کمېټۍ دوهم چیئرمین چن ژو او د روسی پارلېمان چیئرمین سره جلا جلا ملاقاتونو كښې وكړه۔ ايراني اولس مشر سره خبرو كښې سپيكر ووئيل د پاكستان او ايران ترمينځھ د ملګرتيا پخوانۍ اړيكې دي۔ ده په دې مهال د ايراني سپريم لارښود لخوا د كشمير ملاتړ په حقله په وركړې بيان مننه وكړه۔ ده ووئيل پاكستان د ايران حكومت لخوا د كشمير مسئلې په لړ كښې د پاكستان ملاتړ ته د قدر په سترګھ ګوري۔ ايراني اولس مشر د پاكستاني پلاوي هركلي كولو سره ووئيل ايران پاكستان يو مهم ورور اسلامي هېواد ګڼي۔ او ددواړو هېوادونو ترمينځھ اړيكې د حكومتونو بدلېدو باوجود كمې نه شوې۔ د افغانستان د وولسي جرګې سپيكر عبدالروف ابراهیمی سره خبرو كښې اسد قېصر ووئيل د پاكستان نوې حكومت افغانستان سره اړيكې لا قوي كول غواړي۔ ده ووئيل پاكستان افغانستان يو خوشحاله هېواد ليدل غواړي۔ د وولسی جرګې سپيكر عبدالروف ابراهیمی ووئيل ترهګر زمونږ شريك دښمنان دي۔ امن لپاره به مونږ له ددوئي نوغې ويستل وي۔ د چين دوهم چيئرمېن سره خبرو كښې اسد قېصر ووئيل چين د پاكستان ستراتيجكي ملګرے دے او مونږ چين سره په ملګرتيا وياړ لرو۔ ده ووئيل سي پېك منصوبې سره به پاكستان بلكې منطقه كښې د پرمختګ لارې پرانستلې شي۔ د چین دوهم چيئرمېن ووئيل پاكستان د ترهګرۍ په مړانه مقابله كړې۔ او په معاشي پرمختګ كښې ئې هم كمې نه دې كړې۔ د روسيه پارلمان چيئرمېن سره خبرو كښې اسد قېصر ووئيل پاكستان بېلو څانګو كښې روس سره اړيكې لا قوي كول غواړي۔ د روسيه چيئرمېن ووئيل د پارلماني رابطو د لارې دوه اړخيزه تجارت زياتېدې شي او ورسره ورسره د يو بل تجربو څخه استفاده هم كېدې شي










