پاکستان د ترهګرۍ په ضد د عملياتو د لارې قبائلې سيمې پاكې كړې۔ پاكستان په افغان مفاهمتي عمل كښې مرستې له چمتو دے۔ امريكائي اولس مشر د افغانستان امن عمل كښې د پاكستان كردار منلې۔ امريكې خپل موقف ته بيا كتلي دي۔ د كشمير مسئله په ټوله نړۍ كښې رامخې ته كېږي۔ د هندي اولس د كشمير په اړه د هند پالېسۍ څخه زړه بد شوې۔ د خارجه چارو وفاقي وزير شاه محمود قرېشي ميډيا سره خبرې

ملتان۔ 9 دسمبر (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاکستان د ترهګرۍ په ضد د عملياتو د لارې قبائلې سيمې پاكې كړې۔ پاكستان په افغان مفاهمتي عمل كښې مرستې له چمتو دے۔ امريكائي اولس مشر د افغانستان امن عمل كښې د پاكستان كردار منلې۔ امريكې خپل موقف ته بيا كتلي دي۔ د كشمير مسئله په ټوله نړۍ كښې رامخې ته كېږي۔ د هندي اولس د كشمير …

ملتان۔ 9 دسمبر (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاکستان د ترهګرۍ په ضد د عملياتو د لارې قبائلې سيمې پاكې كړې۔ پاكستان په افغان مفاهمتي عمل كښې مرستې له چمتو دے۔ امريكائي اولس مشر د افغانستان امن عمل كښې د پاكستان كردار منلې۔ امريكې خپل موقف ته بيا كتلي دي۔ د كشمير مسئله په ټوله نړۍ كښې رامخې ته كېږي۔ د هندي اولس د كشمير په اړه د هند پالېسۍ څخه زړه بد شوې۔ ده د اتوار په ورځ ملتان كښې ميډيا سره خبرې كولې۔ ده ووئيل د افغانستان پرمختګ او بيا ودانۍ له امن ضروري دے۔ ده ووئيل پاکستان د ترهګرۍ په ضد د عملياتو د لارې قبائلې سيمې پاكې كړې۔ د فاټا خېبر پختونخوا كښی د ضم كولو پرېكړه مو وكړه۔ په قبائلي سيمو كښې مو د سپريم كورټ عملداري نافذ كړه۔ فاټا كښی مو د انګرېز تور قانون ختمولو پرېكړه وكړه۔ قبائلي سيمو كښې د لوكل ګورنمنټ ټاكنو تيارۍ روانې دي۔ دغلته لوبو ته او د پرمختګ هلو ځلو ته وده وركولې شي۔ ده ووئيل امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ افغانستان كښې امن په ځائې كولو له پاكستان څخه مرسته غوښتلې۔ ده افغانستان كښې امن په ځائې كولو كښې د پاكستان كردار تسليم كړې دې۔ ده ووئيل پاكستان افغان مفاهمتي عمل كښې مرستې كولو له چمتو دے۔ ده ووئيل پاكستان دا ګڼي چې تر كومې افغانستان كښې امن نه وي مونږ به هم ځپلې شوو۔ ده ووئيل كه مونږ غواړو چې تركمانستان پاكستان افغانستان ګاز پائپ لائن ته دې عملي شكل وركړې شي نو دې لپاره افغانستان كښې امن ضروري دے۔ ده ووئيل کاسا 1000 لپاره افغانستان كښې امن ضروري دے۔ ده ووئيل كه مونږ له د منځنۍ آسيا هېوادونو سره تجارت ته وده وركول دي نو دې لپاره كه افغانستان كښې امن وي نو داسې به وشي۔ د كشمير په اړه ده ووئيل د كشمير په مسئله د ټولو قام په شمول سياسي قوتونه يو موټي دي۔ په كشمير څوك اختلاف نه لري۔ د سېنېټ د خارجه چارو كمېټۍ وړاندېز وركړې دې چې 5 فروري دې لندن كښې په ګډه د كشمير ورځې په توګه ولمانځلې شي او د لندن په اجتماع كښې دې د ملګرو ملتونو راپور او د هاؤس آف کامنس راپور رامخې ته كړې شي۔ ده ووئيل د كشمير مسئله په ټوله نړۍ كښې رامخې ته كېږي۔ د هندي اولس د كشمير په اړه د هند پالېسۍ څخه زړه بد شوې

مزید خبریں