هېواد كښې د كاروبار كوؤنكو په لاره كښې به هېڅ خنډ نه وي۔ زلمي هنرمند جوړولو سره به بېروزګاري ختموو۔ د كرپشن نوغې به ويستلې شي۔ ډېر زر به سخت وخت څخه بهر وځو۔ د وزیراعظم عمران خان کراچۍ كښې د اېف پی سی سی آئی او نوموړو كاروباري شخصياتو سره ملاقات كښې د خيالاتو څرګندونه

کراچی ۔ 9 دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي هېواد كښې د كاروبار كوؤنكو په لاره كښې به هېڅ خنډ نه وي۔ زلمي هنرمند جوړولو سره به بېروزګاري ختموو۔ د كرپشن نوغې به ويستلې شي۔ ډېر زر به سخت وخت څخه بهر وځو۔ د وزيراعظم آفس لخوا جاري شوي بيان ترمخه د اتوار په ورځ وزیراعظم عمران خان سره کراچۍ كښې د اېف پی سی سی آئی …

کراچی ۔ 9 دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي هېواد كښې د كاروبار كوؤنكو په لاره كښې به هېڅ خنډ نه وي۔ زلمي هنرمند جوړولو سره به بېروزګاري ختموو۔ د كرپشن نوغې به ويستلې شي۔ ډېر زر به سخت وخت څخه بهر وځو۔ د وزيراعظم آفس لخوا جاري شوي بيان ترمخه د اتوار په ورځ وزیراعظم عمران خان سره کراچۍ كښې د اېف پی سی سی آئی او نوموړو كاروباري شخصياتو پلاوي ملاقات وكړو۔د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل د درآمداتو او برآمداتو ترمينځھ فرق كمولو پلو خاص پام كوو۔ ده ووئيل حكومت ټوله مالياتي ډله تاسو ته وړاندې كولو سره ستاسو مسئلې اورېدو له راغلې يم دغسې چې سمدستي ئې حل راوويستلې شي۔ ده ووئيل هېواد كښې مساوي پرمختګ او د بې وزلۍ ختمول غواړو۔ ده ووئيل ډېر زره به سخت وخت څخه بهر شو۔ ده ووئيل زمونږ هېواد كښې د څه كمې نشته۔ يوازې سرمايه كار دوست چاپېرچل ته اړتيا ده۔ پلاوي وزيراعظم ته وړاندېزونه وركړل او دې ئې خپلو مسئلو څخه خبر كړو۔ په دې وزيراعظم د وزيرانو په موجودګۍ كښې فوري هدايات جاري كړل۔

مزید خبریں