له بدعنوانۍ قابو كولو غېر پاكستان د پرمختګ له پړاؤنو تېرېدې نه شي۔ د پاكستان د پرمختګ په لاره كښې تر ټولو لوئے خنډ كرپشن دے۔ د ختيځ پاكستان جلا كېدو كښې له استحصالۍ زيات لاس د كرپشن وو۔ له خدائے ويره او د ذمه وارۍ احساس كرپشن ختمولو كښې بنيادي كردار ترسره كولې شي۔ داولس مشر ډاكټر عارف علوي د بدعنوانۍ مخنيوي نړيوالې ورځې په مهال دستورې ته خطاب

اسلام آباد ۔09 دسمبر(اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي له بدعنوانۍ قابو كولو غېر پاكستان د پرمختګ له پړاؤنو تېرېدې نه شي۔ د پاكستان د پرمختګ په لاره كښې تر ټولو لوئے خنډ كرپشن دے۔ د ختيځ پاكستان جلا كېدو كښې له استحصالۍ زيات لاس د كرپشن وو۔ ده د اتوار په ورځ د بدعنوانۍ مخنيوي نړيوالې ورځې په مهال دستورې ته خطاب كولو۔ اولس مشر …

اسلام آباد ۔09 دسمبر(اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي له بدعنوانۍ قابو كولو غېر پاكستان د پرمختګ له پړاؤنو تېرېدې نه شي۔ د پاكستان د پرمختګ په لاره كښې تر ټولو لوئے خنډ كرپشن دے۔ د ختيځ پاكستان جلا كېدو كښې له استحصالۍ زيات لاس د كرپشن وو۔ ده د اتوار په ورځ د بدعنوانۍ مخنيوي نړيوالې ورځې په مهال دستورې ته خطاب كولو۔ اولس مشر ووئيل هېواد څخه د كرپشن ختمولو له د اوږدې مودې هڅو كښې زما هم كردار پاتې شوې دې۔ ده ووئيل زه دا ګڼم چې د ختيځ پاكستان په جلا كېدو كښې له استحصالۍ زيات لاس د كرپشن وو۔ ده ووئيل كله چې ختيځ پاكستان بنګله دېش جوړ شو نو زمونږ غله مونږ سره او د هغوي غله هغوي سره پاتې شؤ۔ ده ووئيل بدعنواني د پاكستان پرمختګ كښې تر ټولو لوئے خنډ دے۔ ده ووئيل حكومت او ادارې كرپشن ختمولې شي ولې په دې په بشپړه توګه قابو موندل ډېر ګران دي۔ ده ووئيل له خدائے ويره او د ذمه وارۍ احساس كرپشن ختمولو كښې بنيادي كردار ترسره كولې شي۔ ده ووئيل كه له خدائے ويره او د ذمه وارۍ احساس په صحيح معنو كښې پېدا شي نو د كوم قانون او عدالت حاجت نه پاتې كېږي۔ اولس مشر ووئيل د وخت حكمران بايد ريښتونې او ايماندار وي۔ ده ووئيل كه قانون وي ولې عملدرآمد پرې نه وي نو ددې قانون حېثيت د كاغذ د يو ټكړې نه زيات نه وي۔

مزید خبریں