ملتان۔2 دسمبر(اے پی پی ) د خارجه چارو وفاقي وزير مخدوم شاہ محمود قرېشی وئيلي دي پي پي لارښود د زرداري كرپشن پټولو له په وزيراعظم عمران خان ټكونه كوي۔ په مني لانډرنګ به ډېر زر قانون سازي وكړې شي۔ دې څخه وروستو به بهر هېوادونو كښې د جائيدانونو اخستونكو او په غېر قانوني توګه د قومي دولت منتقل كوؤنكو ته لاس اچولې شي۔ د هېواد په تاريخ كښی په …
پي پي لارښود د زرداري كرپشن پټولو له په وزيراعظم عمران خان ټكونه كوي۔ په مني لانډرنګ به ډېر زر قانون سازي وكړې شي۔ دې څخه وروستو به بهر هېوادونو كښې د جائيدانونو اخستونكو او په غېر قانوني توګه د قومي دولت منتقل كوؤنكو ته لاس اچولې شي۔ د هېواد په تاريخ كښی په اولني ځل داسې شوي چې په لويو لويو لوټ كوؤنكو لاس اچولې شوې دې۔ كومو كسانو چې د هېواد خزانه لوټ كړې او قومي وسائل ئې بې رحمۍ سره كارولي حساب به ورسره كولې شي۔ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي دستورې ته خطاب

مزید خبریں
ملتان۔2 دسمبر(اے پی پی ) د خارجه چارو وفاقي وزير مخدوم شاہ محمود قرېشی وئيلي دي پي پي لارښود د زرداري كرپشن پټولو له په وزيراعظم عمران خان ټكونه كوي۔ په مني لانډرنګ به ډېر زر قانون سازي وكړې شي۔ دې څخه وروستو به بهر هېوادونو كښې د جائيدانونو اخستونكو او په غېر قانوني توګه د قومي دولت منتقل كوؤنكو ته لاس اچولې شي۔ د هېواد په تاريخ كښی په اولني ځل داسې شوي چې په لويو لويو لوټ كوؤنكو لاس اچولې شوې دې۔ كومو كسانو چې د هېواد خزانه لوټ كړې او قومي وسائل ئې بې رحمۍ سره كارولي حساب به ورسره كولې شي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ د یونین کونسل 42 چیئرمېن ملک عباس آرائیں لخوا دده په درناوي كښې وركړې شوې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د عمران خانپه مشرۍ كښې مضبوط ، شين او سوكاله پاكستان جوړول غواړو۔ ده ووئيل حكومت د اولنو 100 ايجنډا رخ سمولو له جوړه كړې وه۔ د 100 ورځو تېرېدو نه وروستو د وزيرانو د كاركردګۍ راپورونو نه دا معلومېږي چې حكومت په صحيح لوري روان دے۔ ده ووئيل ګډ ګورننس له به هره څانګھ كښې ريفارمز وړاندې كولې شي۔ اولس مونږ ته مېنډېټ راكړې ددې به احترام كولې شي۔ په جوړې كړې شويو پالېسيو به ايماندارۍ سره عمل كوو۔ پخواني حكومت تر 5 كلونو د خارجه وزير په نه ټاكلو هېواد دښمني وكړه۔ خارجه وزير مې چېلنج ګڼلو سره قبول كړې دې۔ ده ووئيل خارجه وزارت د خپلو 100 ورزو كاركردګۍ راپور جاري كړې دې۔ په دې راپور كښې د وزيراعظم عمران خان او خارجه وزير سركاري دورو ٬ بهر هېوادونو ته شوې دورې او د دې دورو په نتيجه كښې د د ترلاسه كړې شويو كاميابو تفصيلات بيان كړې شوي دي۔ په دې راپور كښې د پاكستان دورهن كوؤنكو مهم شخيصات او غېر ملي پلاويو په اړه تفصيلات هم بيان كړې شوي دي۔ او په اولنو 100 كښې د خارجه وزارت د سفارتي كاميابو ذكر هم شوې دې۔ دې څخه وړانخدې خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي ملتان كښی يوه مصروف ورځه تېره كړه۔ خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشی په اېن اے 157 قادر پور راں كښې د مشر خبريال او روزنامه جنګ ملتان ريذيډنټ ايډيټر ظفر آهير كور ته لاړو او ده سره ئې دده د مور په مړينه غمرازي وكړه او د ارواښادې دنګو درجو له ئې دعا وكړه










